لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د چین پر 37 بېلابېلو کمپنیو تجارتي بندیزونه ولګول، چین دا اقدام "اقتصادي جبر" بللی


د امریکې حکومت په خپل تازه اقدام کې 37 چینایي کمپنۍ د تجارتي بندیزونو په فهرست کې شاملې کړې دي، په دغو کې ځینې هغه کمپنۍ هم شاملې دي چې ورباندې تېر کال پر امریکا باندې د جاسوسي غبارو الوځولو د ملاتړ تورونه لګیږي.

که څه هم د تېرې میاشتې په پای کې چین ته د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن سفر د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګڼو مسایلو برسېره د اړیکو د ښه کولو تمې پیدا کړې وې خو دا تازه بندیزونه د واشنګټن او بېنجګ تر منځ تازه د مخالفت زیاتېدو اشاره ده.

د امریکې د تجارت وزارت وایي، د الیکټرانیک ټیکنالوجۍ د ډلې پر یو شمېر هغو کمپنیو یې هم بندیزونه لګولي چې د چین د کوانټم ټیکنالوجۍ وړتیاوو ته د ودې ورکولو لپاره یې د امریکایي ټیکنالوجۍ د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

د تجارت وزارت په خپل یو بیان کې ویلي، "دا فعالیتونه د پام وړ پوځي اړخونه لري او د امریکې ملي امنیت ته سنجیده خطر پېښوي."

د امریکې په تور فهرست کې شامل شوې کمپنۍ نه شي کولای چې د حکومت له اجازې پرته له امریکې څخه توکي او ټیکنالوجي تر لاسه کړي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د چین سرکاري د الیکټرانیک ټیکنالوجۍ ډله په دې ملک کې بهر ته د پوځي وسیلو د لېږدولو یا سپلای کولو تر ټولو لویه کمپنۍ ده.

دې کمپنۍ تر اوسه د بندیزونو پرېکړه ته څه غبرګون نه دی ښودلی، خو په واشنګټن کې د چین سفارت د امریکې دا اقدام "د ټیکنالوجۍ په برخه کې ښکاره اقتصادي جبر او ځورونه" بللې او وایي چین به په کلکه د چینايي کمپنیو او ادارو د قانوني حقونو ساتنه کوي.

دا اقدام ښکاره کوي چې د بایډن انتظامیه د جاسوسۍ غبارې پر سر بېجینګ ته پرله پسې سزا ورکوي چې په واشنګټن کې یې سیاسي غصه را پارولې وه او چین ته د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن د سفر د منسوخولو سبب شوې وه.

امریکې د تېر کال په فرورۍ کې هم د چین پینځه کمپنۍ او یو څېړنیز انسټیټیوټ د چین د فضایي پروګرام په بنیاد د پوځ د عصري کولو د هڅو او د هوایي بېړیو او غبارو د ملاتړ په تور د بندیزونو په فهرست کې شاملې کړې وې.

تېر کال د امریکې له الاسکا ایالته تر جنوبي کېرولاینا پورې د چین یوه مشکوکه جاسوسي غباره څو ورځې په فضا کې الوتله او د ډېرو امریکایانو پام یې ور اړولی وو. د امریکې پوځ اخر دا غباره د هېواد په ختیځ ساحل کې را وغورځوله.

د امریکې د تجارت وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، دا ځل چې کومې کمپنۍ د بندیزونو په فهرست کې شاملې کړای شوې په هغوی کې ځینې د چین له ایټومي پروګرامونو سره تړاو لري او یا په پر اوکراین د روس له یرغل وروسته "ماسکو ته د ممنوعه توکو په لېږلو کې لاس لري."

د صنعت او امنیت لپاره د امریکې د تجارت وزارت مرستیال الان ایسټیوز وویل د بندیزونو په فهرست کې د نورو کمپنیو د نومونو اضافه کول د چین لخوا راپورته شويو چېلنجونو ته د ځواب ویلو یو مهم ګام دی:

"موږ باید متوجه اوسو او د امریکې ټیکنالوجۍ ته د داسې ادارو د لاسرسي مخه ونیسو چې کېدی شي زموږ ملي امنیت ته زیان ورسوي."

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جين يوې خبري غونډې ته ویلي، چين او روس له یو بل سره د عادي اقتصادي او تجارتي همکاریو حق لري او باید له لاسوهنې او محدوديتونو سره مخامخ نه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG