لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چینايي کمپنیانو په عراق کې تېل او ګېس د لټولو قراردادونه ترلاسه کړل


په بصره کې د تېلو د مېدان یو تصویر
په بصره کې د تېلو د مېدان یو تصویر

د عراق د تېلو وزیر ویلي چینايي کمپنو په عراق کې تېل او ګېس د لټولو څلور قراردادونه ترلاسه کړي دي.
چینايي کپمنو د اتوار، يکشنبې، په ورځ قراردادونه وګټل. اتوار، یکشنبه، په عراق کې تېل او ګېس د دریافت کولو دپاره د بولیو دویمه ورځ وه.

د ملک دننه د استعمال دپاره عراق د تېلو او د ګېس پېداوار د زیاتولو په غرض عراق ۲۰ منصوبې د یورپي، چینايي، عرب او عراق په شمول غېر ملکي کمپنو ته وړاندې کړي دي.

تراوسه چینايي یوازنۍ خارجي کمپنۍ دې چې د خالي، شنبې، د ورځ راهسې يې په عراق کې د تېلو او ګېس د لټولو نهه مېدانونه په بولۍ کې ګټلي دي. یوې عراقي کمپنۍ دوه مېدانونه ترلاسه کړي دي.

د پام وړ خبره دا ده چې امریکايي کمپنۍ په بولۍ کې نشته د دې باوجود چې د عراق وزیراعظم محمد شیاع السوداني تېره میاشت د امریکې د دورې په مهال د تېلو د کمپنو نمایندګانو سره لیدلي وو.

د عراق د تېلو وزیر حیان عبدالغني د چین چاینا نېشنل اف شور اویل کارپورېشن د عراق اووم نمبر بلاک کې تېل او ګېس د لټولو قرارداد وګټلو. دا بلاک د عراق په مرکزي او جنوبي صوبو کې دی چې په کې د بابل، نجف، المثنه، وسیط او الدیوانیه سیمې پرتې دي.

په سېنګاپور کې مېشته کمپنۍ زېن هوا، اېنټن اویل فیلډ سروېسز اېنډ ساینو په ابو خېمه، مثنه، وسیط او دفریه سیمو کې د تېلو او ګېس د معلومولو ټېکه وګټله.

په هېواد کې د تېلو او ګېس د لټولو دپاره لایسنس یا اجازت نامو د ورکولو د شپږمۍ لړۍ مقصد په تېلو چلېدونکو بجلي ګرو دپاره پېدوار زیاتول دي. د دې بجلي ګرو انحصار د ایران په درامد شوو تېلو دی.

د تېلو پېدا کوونکو ملکونو تنظیم اوپېک کې عراق د سعودي عرب نه وروسته زیات تېل پېدا کوونکی دویم ملک دی خو د تېلو صنعت د پرمخت په برخه کې وروسته ګڼل کېږي او یو سبب يې د معاهدو داسې شرطونه دي د تېلو کمپنۍ په ګټه نه بلل کېږي. د دې نه علاوه بې امني، ماحول، سماجي او د حکومت مسلې او د عراق د تېلو د مد په ترقۍ کې خڼدان ګڼل کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG