لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې چینايي کنفیوشس ادارې طالبعلمانو ته څه ښايي؟


په دې وروستیو کلونو کې دسي پېک پروژې لاندې که يو خوا په پاکستان کې د چين پانګونې او راشه درشه سېوا شوې نو بلخوا چين دخپلې ژبې، کلچر او دود دستور د خپرولو لپاره دلته د کنفيوسش انسټیټیوټس په نامه په بېلابېلو پاکستاني پوهنتونونو کې ادارې هم پرانستلې دي.

په پاکستان کې ټول پينځه د کنفيوشس په نامه چينايي انسټیټیوټس کار کوي په دې کې يوه اداره د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې او نورې د لاهور، سرګودهې، فېصل اباد او کراچۍ په پوهنتونو کې ځایي محصلینو ته چينايي ژبه زده کوي او هغوي د چين د کلتور او دود دستور نه خبروى.

تیره ورځ دپاکستان دکراچۍ پوهنتون ترڅنګ په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دچین دکنفیوشس انسټي ټيوټ درې کارمندان وژل شوي وؤ.

د پاکستاني تهنک ټهېنک پاکستان چاینا انستیتوت ترمخه دا وخت په پاکستان کې نيزدې د 26000 او 30000 ترمنځ پاکستاني محصلین په بېلابېلو درجو کې د چينايي ژبې زدکړې کوي.

څېړنکار رفيع الله کاکړ په پاکستان کې د کنفیوشس انسټیټیوټس د مقاصدو په اړه ډيوه ته وايي د پاکستان په ګډون چې له کومو هېوادونو څخه د چين د بلټ اېنډ روډ منصوبه تېرېږي نو هلته چين د خپل سافټ پاور ترشا د ځاي خلکو او چيناېانو ترمنځ دکلتوري ادلون بدلون لپاره داسې ادارې پرانستې دى.

هغه وایي دا ادارې په بنيادي توګه ځاي خلکو ته چينايي ژبه ورښايي.

دی وايي د چين ټول نظام د هغوي په خپله ژبه کې دی او ځوانانو ته د چينايي کمپنيانو سره د کار کولو موقعې پېدا کېدای شي.

نوموړی وايي په پاکستان کې چې کومې کمپنۍ د چين سره تجارتي اړېکې لري د هغو سره د کار کولو موقعې پېدا کېدای شي او بل دا چې د دوو هېوادونو ترمنځ ثقافتي اړيکې پرمخ تللی شي.

ښاغلی کاکړ وايي "زما چې څومره مالومات دى پر دې حواله نو زه داسې فکر نه کوم چې په هغې کې د سياست او تاریخ په اړه نور څه ښودل کیږي"

د وى او ای د يو رپورټ ترمخه په لاطيني امریکا کې هم د کال 2006 راهیسې کنفیوشس انسټیټیوټس کار کوي او دا ادارې د لاطيني امریکا په 23 هېوادونو کې موجودیت لري.

وتلی ساېنس پوهه او استاد پروېز هود بهایي ډيوه ته وايي چين جمهوري ماډل نه دی او هلته د يوې پارټۍ واکمني ده نو دی نه ګني چې ګواکې د پاکستان دننه د کنفيوسش انسټیټیوټس کې د جمهوریت او بشري آزاديو په اړه کوم درس ورکړی کيږی.

هغه وايي کنفیوشس انسټیټیوټس په نورو هېوادونو کې د چينايي ثقافت، ژبې او کلچر د رسولو يوه لاره ده.

دنوموړي په وینا د کنفیوشس انسټیټیوټس سکوپ ډېر محدود دی. دغه ادارې د چين ثقافت او ژبه ځایي خلکو ته ورښايي، چين اوس يو نظرياتي هېواد نه دی پاتې نو نه ګني چې دا ادارې به خپل نظریات هم خپروي.

د کال 2019م د هيومن راېټس واچ په رپورټ کې ويل شوي چې د کنفیوشس انسټیټیوټس د لارې د چين حکومت د نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې په نصابي بحثونو باندې اثر انداز کېږي او په بهرنیو هېوادونو کې د چينايي وګړو څارنې کوي او دې سره دا ادارې علمي تحقیق هم سنسر کوي.

د لاهور په فورمېن کالج کې د هيومينټي څانګې مشر ډاکټر الطاف الله خان ډيوه ته وايي پاکستان چونکې د برطانوي سامراج څخه ازادي ترلاسه کړې ده او ځاي اشرافيه د اېنګلوسکسن کلچر او ژبه خوښوي نو دوى ددې چوکاټ نه بهر څه نه ويني.

دی وايي له دې امله مونږ ته پته نشته چې چين يو لویې طاقت دی او حقيقت دی.

نوموړی مخکې وايي چين نه يوازې په اقتصادي مېدان کې بلکې د تعلیم په حوالې سره هم يو ارزښت لري.

"لکه چې امریکا او يورپ ته لاړ شې نو د هغه ځاې پوهنتونونه پرله پسې د چينايي پوهنتونونو سره اشتراک کوي, تر دې چې د ژورنالزم په څانګه کې هم د چينايي او غربي پوهنتونونو ترمنځ اشتراک کېږي او په نېچرل ساېنسس کې خو دا اشتراک عام دی"

د هيومن راېټس واچ د رپورټ مطابق کنفيوسش انسټیټیوټس د چينايي حکومت يوه برخه ده او دا اداره په سياسي بنېادونو هم نصابي موضوعات سنسر کوي او دغلته يې د ملازمتونو ورکولو لپاره داسې طريقه کار لري چې لمړی د يو تن سياسي وفادارى کتل کېږي.

رپورټ وايي د کنفیوشس انسټیټیوټس د برټش کونسل څخه ځنې توپيرونه هم لري او هغه دا چې برټش کونسلې د ځاى هېوادونو د پوهنتونونو څخه بهر کار کوي او کنفیوشس انسټیټیوټس په عمومي توګه د کوربه هېوادونو په پوهنتونونو کې دننه کار کوي.

XS
SM
MD
LG