لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چینايي ژبې زده کړې ته پاکستانیان هڅول کیږي خو پښتو ته نه


د پاکستان په ښونځیو(سکولونو) او کالجونو کې زده کونکي د چینايي ژبې زده کولو ته هڅول کیږي خو نه پښتو، پنجابي، سندي، بلوچي او داسې نورو ولسي ژبو ته کومې چې د پاکستان اصلي مورنۍ ژبې دي.

د پاکستان دولتي خبري رسنۍ، اې پي پي له مخې سنېټ د دوشنبې په ورځ په یوې غونډه کې وویلي، د چینايي ژبې د زده کړې لپاره د خلکو له هڅولو سره به د پاکستان او چین مخ پر ودې اړیکې لا ټینګې او پیاوړې شي.

سنېټ سپارښتنه وکړه چې ددغه هېواد په ښونځیو او کالجونو کې دې زده کونکو ته چینايي ژبه وښودل شي. په سنېټ کې د همدې هدف لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې شوې وه خو و نه منل شوه.

د سنېټ مشر رضا رباني وویل، چینايي ژبې ته د خلکو د هڅولو سره سره باید د هېواد د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره هم کار وشي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني په خپلې ټوېټر پاڼه باندې لیکلي: "د تېرو ۷۰ کلونو په موده کې پاکستان د څلورو ژبو د ودې په برخه کې کار کړی چې یوه یې هم ددې هېواد د خلکو ژبه نه وه او هغه د انګلیسي، اردو، عربي او اوس چینايي ژبه ده خو کورنیو ژبو ته پام نه دی شوی.٬٬

په پاکستان کې د چینايي ژبې د زده کولو لپاره د خلکو هڅول په داسې مهال کیږي چې ټاکل شوېده په پاکستان کې د ۶۰ بیلینو (میلیاردو) ډالرو په ارزښت د سی پېک په نامه د چین د لویې اقتصادي پروژې لپاره پاکستان ته کابو ۲۰۰۰۰ چینایان واستول شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان د چینايي ژبې له زده کولو سره دومره لیوالتیا نه لري څومره چې ددغې ژبې له لیارې پاکستانیانو ته د کار او دندو له ترلاسه کولو سره یې لري.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو، بلوچستان او کراچۍ کې په لسګونه میلیونه خلک په پښتو ژبه خبرې کوي، په پنجاب کې زیات خلک په پنجابي ژبه خبرې کوي خو نه پښتو او نه هم پنجابي د پاکستان د رسمي ژبو په توګه پېژندل شویدي.

دې ته ورته نه بلوچي او نه هم سندي د پاکستان د رسمي ژبو په توګه منل شویدي خو اردو چې یواځې د پاکستان د اوه فیصده (۷٪) اوسېدونکو ژبه ده رسمي حیثیت لري.

همدارنګه په پاکستان کې د پنجابي او اردو ژبو واکدارانو په ۱۹۵۰ کال کې د بنګالۍ ژبې له منلو څخه هم انکار کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG