لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دچین وګړو ته ویل شوي چې خپل حفاظت لپاره دې د شخصي امنیتي کمپنیو خدمات ترلاسه کړي


د ډان ورځ پاڼې سره په دې اړه خبرو کې د بهرنیو وګړو د حفاظت د ادارې اسپیشل پرټیکشن یونټ مشر اغا یوسف ویلي چې په هیواد کې د ترهګریزو پیښو د زیاتوالي له امله په دولتي پروژو کې د چینایي کارکوونکو امنیت سخت شوی دی
د ډان ورځ پاڼې سره په دې اړه خبرو کې د بهرنیو وګړو د حفاظت د ادارې اسپیشل پرټیکشن یونټ مشر اغا یوسف ویلي چې په هیواد کې د ترهګریزو پیښو د زیاتوالي له امله په دولتي پروژو کې د چینایي کارکوونکو امنیت سخت شوی دی

د پنجاب دکورنیو چارو وزارت هغه چینایي وګړو ته چې په صوبه کې اوسیږي یا د شخصي کمپنیو سره کار کوي لارښوونه کړې چې دخپل امنیت د پاره د شخصي امنیتي کمپنیو خدمات تر لاسه کړي.

دغه پریکړه د جنورې په ۳۰مه نیټه د پیښور د پولیس لاین په جومات کې دشوي ترهګریز برید نه وروسته شوې چې پکې د سلو څخه زیات کسان وژل شوي وو.

دڅیړونکو وینا ده په دې وروستیو کې د ترهګرې د مخنیوې د پاره تر ډیر حده پولیس عصرې اړتیاوې پوره کوي البته دوي واېې د پولیسو شمیرې زیاتولو سره سره باید دوي ته د جدیدو ساینسې الاتو ورکولو ترڅنګ ددوي تربیې ته هم پام وګرځول شي.

دپنجاب د کورنیو چارو وزارت او پولیسو په صوبه کې دپاک چین اقتصادې راهدارۍ یا سي پیک پر پروژو یا په شخصې توګه پر بیلا بیلو پروژو کې دکارکوونکو او د اوسیدونکو چینايي وګرو د امنیت د بیاکتنې د پاره غونډه کړې ده.

د ډان ورځ پاڼې سره په دې اړه خبرو کې د بهرنیو وګړو د حفاظت د ادارې اسپیشل پرټیکشن یونټ مشر اغا یوسف ویلي چې په هیواد کې د ترهګریزو پیښو د زیاتوالي له امله په دولتي پروژو کې د چینایي کارکوونکو امنیت سخت شوی دی.

هغه ویلي چې اسپیشل پروټیکشن یونټ یوازې د پاک چین اقتصادې راهدارۍ او سرکارې پروژو باندې کار کوونکو د چینایي وګړو د امنیت ذمه وارې ترسره کوي.

هغه زياته کړې ده ، هغه چينایي وګړې چې په شخصې پروژو کې کار کوي ورته لارښوونه شوې چې د خپل امنيت لپاره دې د شخصې امنيتي کمپنیو له خدمتونو څخه کار واخلي چې د کورنیو چارو وزارت به یې جاج اخلې.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت دغه ګام د پیښور د برید وروسته پورته کړل شوو ګامونو کې دی چې په ټول هیواد کې د امنیت ټینګ ساتلو د پاره اخستل شوي دي.

دا وخت د پاکستان امنیتې ادارې په ځانګرې توګه پولیس د ترهګرې سره مخ دي. په خاصه توګه د خیبرپښتونخوا پولیس ددې څومره جوګه دې چې د خپل حفاظت ترڅنګ د عام ولس حفاظت هم وکړی شي؟ په دې اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر اختر علې شاه وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پولیس تر ډیر حده د عصرې اړتیاو سره سم کړی شوي دي.

خو دهغه په خیال بیا هم د پولیسو کیفیت یا معیار لوړولو ته اړتیا شته۔

"لکه په ښار کې سي سي ټي وي کیمرې باید وي. فارنزک لیبارټرې پکار وه، نو هغه څیزونه مونږ تر اوسه په ګوته نه کړل"

د پنجاب حکومت کال ۲۰۱۴ کې په هیواد کې دننه پر بیلا بیلو پروژو دکار کوونکو بهرنیو وګړو د حفاظت د پاره یو سپیشل پروټیکشن یونټ جوړ کړی دی.

دا مهال دغه سپیشل پروټیکشن یونټ د پنجاب په بیلا بیلو ضلعو کې د سي پېک دڅلورو پروژو سره ،سره د نورو ۲۷ پروژو دکارکوؤنکو ۷ زره ۵۶۷ چینایانو پر حفاظت لګول شوي‌ دي.

څیړنکار پروفیسر حسن عسکري وي او ای ډیوه ته وایي، پولیس په بنیادې توګه ښار کې دننه ډیوټې کوي. د ترهګرۍ د مخنیوې د پاره د دوي ځانګړې برخې کار کوي، پولیس یې مرسته کولی شي خو یوازې د ترهګرې د مخنیوې د پاره کار نه شي کولی.

هغه وایي ضرورې دا ده چې د هیواد د امنیت د پاره دوي ته هم په دې اړه تربیه ورکړی شي.

په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان سره په پوله پرته خیبر پښتونخوا صوبه یو ځل بیا د اورپکو په مرکز بدله شوې ده اؤ د کالعدم تحریک طالبان پاکستان لخوا پکې دترهګریزیزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده.

تیره میاشت په لکی مروت، ډیره اسماعیل خان او بنو ضلعو کې د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې ګڼ شمیر پولیس وژل شوي وو.

دوه ورځې وړاندې په میانوالې کې هم د پولیسو پر یوه چوکۍ ترهګرو برید کړی و چې پولیسو یې د ناکامولو دعوې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG