لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان او افغانستان کې خپلو مینه والو ته د کرېس ګیل پیغام


د ویسټ‌ انډیز نامتو بټسمن،‌ کرېس ګیل،‌ د وي‌ او اې ډیوه خبریال سره د مرکې پر مهال

د ویسټ‌ انډیز کرکټ ټیم نامتو لوبغاړی کرېس هینري ګیل چې اوس مهال د افغانستان کرکټ‌ لیګ په سیالیو کې د بلخ لیجنډز ټیم ته لوبیږي،‌ وایس آف امریکه – ډیوه سره په یوه ځانګړې مرکه کې،‌ په افغانستان او پاکستان کې ځپلو مینه والو ته یو پیغام ورکړ.‌

کرېس ګیل چې ځان ته یونیورس باس وایي،‌ نن د زیارت په ورځ،‌ وروسته له هغه چې د کندهار نایټس ټیم په وړاندې یې یوه غوره لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو،‌ د امریکا غږ خبریال فواد لامع سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان پریمیئر لیګ کې له لوبیدو ډیر خوشحاله دی،‌ او هیله لري‌ چې بل کال ته دا لیګ تر دې هم ستر وي.

د ویسټ‌ انډیز مشهوره بټسمن پخپلې دغې مرکې کې د پاکستان او افغانستان خلکو ته چې د هغه مینه وال دي،‌ وویل چې دی ورسره مینه لري،‌ ډیر خوشحاله دی چې هغوی یې ملاتړي دي.‌

د وي‌ او اې خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به هم افغانستان یا پاکستان ته ولاړ شي،‌ کریس ګیل په خندا وویل چې د پاکستان له وزیراعظم سره به د ګپ شپ دپاره کوم وخت پاکستان ته سفر وکړي ځکه هغه هم پځوانی کرکټ لوبغاړی دی.‌ هغه همدا راز په خندا زیاته کړله چې که ورته پرایویټ یا شخصي‌ جیټ الوتکه برابره شي‌،‌ نو کابل ته به هم سفر وکړي.

مینه والو ته د کرېس ګیل پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

د کرېس ګیل د مرکې د یوې برخې پښتو ژباړه:

«سلامونه وي او اې [لیدونکو]،‌ څنګه یاست؟ دا کرېس ګیل دی. مننه چې ملاتړ مې کوئ. لوبې ګورئ،‌ مونږ به مو ساعت در تیر کړو.»

«یوه ډیره ښه تجربه ده،‌ د افغانستان پریمیئر لیګ یو نوی شی دی.‌ خوشحاله یم چې زه د دې لیګ برخه یم.‌ هیله من یم چې راتلونکی کال دغه لیګ له دې څخه هم لوی وي. خو مونږ له مینه والو غواړو چې راشي‌ او لوبغاړي تشویق کړي. مونږ تاسو ته خوشحالي‌ درکوو.»‌

«[د افغانستان او پاکستان خلکو] ګیل له تاسو سره مینه لري. یونیورس باس [کرېس ګیل] تل ستاسو منندوی دی چې ملاتړ یې کوئ.‌ خوشحاله یم چې نن مې تاسو ته خوشحالي‌ دروبخښله.‌ انشا الله سبا به بیا هم همداسې کیږي.»‌

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG