لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایراني وزیراعظم خلاف د سي ايي ای په ملاتړ بغاوت او د ایران او امریکې تعلقات


د تصویر چب لاس ته محمد مصدق لیدل کېږي چې د شاه حکومت ورته د ملک د مفاداتو خلاف د کار په الزام درې کاله د قېد سزا اورولې وه
د تصویر چب لاس ته محمد مصدق لیدل کېږي چې د شاه حکومت ورته د ملک د مفاداتو خلاف د کار په الزام درې کاله د قېد سزا اورولې وه

اوویا کاله وشوو چې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای په مرسته د ایراني وزیراعظم محمد مصدق خلاف بغاوت راپورته شو او حکومت یې ختم شو خو د ایران اسلامي جمهوري ایران دپاره د خپل سیاسي تاریخ دغه واقعات هم لانجمن او هم پېچیده دي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي که څه هم د ایران مذهبي واکداران د مصدق خلاف بغاوت د مغربي ملکونو د سامراجیت علامت ګڼی خو داسې ښکاری چې په هغه وخت کیې شیعه عالمانو مصدق خلاف د اقداماتو حمایت کولو.

د مصدق خلاف بغاوت او د ایران د سیاسي تاریخ دغه پرمختګ ته د کتنې به اړه ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې امریکې ګڼل که چېرې ایران د روس سره ملګرتیا زیاته شي نو امریکا به د ایران د تېلو نه محرومه پاتې شي.

ای پي وايي د ایران په حکومتي ټېلې وژن د مصدق خلاف د بغاوت په اړه په پروګرامونو کې وېل کېږي چې په امریکې اعتبار نه شي کېدلی او چارواکي خلک منع کوي چې د سرښار تهران سره نژدې یو کلي کې د مصدق قبر ته دې نه ورځي.

ای پي په ایران کې داسې ډول تضادات عام دی چې یو خوا د تهران په جوماتونو کې د امریکا مرده باد نعرې پورته کولی شي نو بلخوا د ښار په لارو کوڅو کې ډیر خلک وايي چې امریکې سره د ښو تعلقاتو هرکلی به کوي.

د مصدق خلاف د بغاوت په اړه رانا نومې 24 کلنې ایرانۍ مېرمن ای پي ته وویل ممکنه ده چې امریکې د مصدق خلاف بغاوت د پخواني شوروي اتحاد د ویرې له امله راوپارو لکه چې څوک د یو ناخوښې ګاونډي نه خان د خلاصولو دپاره د زلزلې خواهش کوي.

ای پي وايي د کال 1953 د اګست د کودا بنیاد د روس د زیاتېدونکي اثر په اړه د امریکې ویره وه، دا په داسې وخت کې چې ایران کې دننه کمیونسټانو هم شورش شروع کړی و. په ایران کې د بغاوت جزوي بنیاد برطانيې هم اېښودی و چې غوښتل يې د ایران د تېلو صنعت بېرته واخلي چې ایراني حکومت په خپل انتظام کې اخیستی و.

په شروع کې د مصدق خلاف بغاوت ناکامه ښکارېدو خو وروسته یې په اقتدار د شاه محمد رضا پهلوي ګرفت مضبوط کړو.

د مصدق خلاف بغاوت که یو خوا د پهلوي اقتدار قوي نو بلخوا يې د کال 1979 اسلامي انقلاب بسری ولګولو. د اسلامي انقلاب په نتیجه کې بالاخر د ایران شاه ملک پرېښودلو او ایت الله روح الله خمېني د مذهبي مشرانو په سرپرستۍ کې د حکومت بنیاد کېښودلو.

ای پي وايي اوس چې څوک د مصدق خلاف د بغاوت او امرېکي سره د ایران د ممکنه تعلقاتو خبره کوي نو د هېواد د اقتصاد ذکر هم کوي چې د امریکې د بندیزونو په سبب سخت خراب شوی دی.

د تهران په مضافاتو کې د ټېکسي ډرایورانو دپاره د کېنټین مالک 47 کلن حسین ای پي ته وویل چې امریکې سره تعلقاتو د ښه کېدو په نتیجه کې به د هغه کاروبار هم ښه شی.

د تهران یو اوسېدونکی مجید شمسي وویل د امریکې او د ایران د په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي نه خبر دی خو نوی نسل ښه ژوند غواړي خو دا امریکې سره په دښمنۍ کې نه شي کېدلی.

ای پي وايي د ایران حکومت د مصدق یاد لمانځلو په لړ کې تر یو خاص حد پورې تللی شي.

د تېرې هفتې په اخېره کې د ایران د انګریزۍ ژبي سرکاري چېنل پرېس ټي وي یو پروګرام ښودلو چې یو خبریال په کې د تهران په شمال کې د مصدق په نوم شوې کوڅه کې ولاړ وي.

په تېرو شلو کلونو کې پولیس د مصدق په ابايي کلي احمداباد کې د هغه قبر ته خلک نه پرېښودل.

ځینو خلکو د مصدق خلاف د بغاوت اوویایمه کلیزه په بدله طریقه ولمانځله. ځینې خلک د مقصد قبر ته د تللو په ځای د هغه پلویانو قبرونو ته ورغلل.

ابراهیم نذیري د خپلې ښځې او دوو ماشومانو ترڅنګ د حسین فاطمي قبر ته ورغلل.

فاطمي د وزیراعظم محمدم مصدق په کابینه کې خارجه وزیر و چې د بغاوت وروسته اعدام کړی شو. نذیري وویل فاطمي هم لکه د مصدق یو اتل و.

احسان رحماني هم د فاطمي قبر ته ورغلی و. رحماني وویل امریکې د ایرانیانو په زړونو کې نفرت کرلی دی.
د ایران تر ټولو لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي ګڼي چې د 1953 بغاوت د امریکې د دوامداره خطر علامت دی.

خامنايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ته وویل چې امریکې د پوځ دلارې د ایران اسلامي حکومت هم لکه د 1953 د بغاوت په شان د نسکورولو منصوبه تیاره کړې وه.

ځینې ایرانیان امید لري چې د سعودي عرب په شان امریکې سره به هم تعلقات بهتر شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG