لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي اېي ای تازه څرګندونې:اسامه بن لادن د کالعدم حرکت المجاهدين سره اړیکې وې


د امريکې استخباراتي اداره سي اېي ای د اسامه بن لادن د کورنهد موندل شوو دستاويزاتو په اساس په ورستيو څرګندونو کې ويلي، د ترهګرډلې القاعدهپه کشمير کې د کالعدم حرکت المجاهدين ډلې سره رابطې وې.

دغه تازه څرګندونې وايي د پاکستان امنيتي ادارو د القاعده مشر اسامه بن لادن مرستې نه وې کړې.

دامريکې خصوصي کمانډو عسکروپه کال ٢٠١١م کې په اېبټ اباد کې دالقايده مشر اسامه بن لادن وژلی وو او د هغه له کوره يي په لویه کچه کمپوټري فايلونه او يوشمېر نور مهم دستاوېزات هم د ځان سره راوړي وو چې وخت په وخت ددغې دستاويزاتو په اړهتازه معلومات خپروي.

ددغې بريد وروسته په غربي نړۍ کې داسې ګونګوسې خورې شوې وې چې ګنې د القايده ترهګرډلې مشر او د نړۍ تر ټولو خطرناک ترهګر اسامه بن لادنته د پاکستان دننه د امنيتي ادارو لخوا مرسته ترلاسه وه او هغه ته د اېبټ اباد کاکول کې د پوځ د لوي تربيتي مرکز سره نزدې په يو خوندي کور کې پناه ورکړی شوې وه.

خو دامريکې استخباراتي اداره سي اېي ای چې په اېبټ اباد کې ېي د اسامه بن لادن د کورنه راوچت شوو دستاويزاتو ژوره مطالعه کړې په خپلو ورستيو څرګندونو کې يي ويلي چې په دغه دستاوېزاتو کې ورته داسې کومې اشارې نه دي په لاس ورغلي چې اوښايي د پاکستان امنيتي ادارو د اسامه بن لادن مرستې کولې.

دامريکې استخباراتي ادارې په ورستيو کې د اسامه بن لادن له کور نه موندلي ۴ لکه ۷۰ زره کمپيوټري فايلونه خپاره کړي چې د القاعدهترهګرې ډلې په اړه عجيبه معلومات لري.

د نومبر په لومړۍ نېټه د سي اېي ای لخوا خپاره شوي تازه معلوماتو کې د اسامه بن لادن ځوي حمزه بن لادن هم ښودل شوی
د نومبر په لومړۍ نېټه د سي اېي ای لخوا خپاره شوي تازه معلوماتو کې د اسامه بن لادن ځوي حمزه بن لادن هم ښودل شوی

هر څه که د ترهګرۍ په ضد روان جنګ کې پاکستان لوي لاس کړی او د القاعدهترهګرډلې يوشمېر مشران يي د نيولو وروسته امريکا ته سپارلي خو بيا هم په اېبټ اباد کې د پاکستان د پوځ تربيتي مرکز ته نزدې د القاعدهمشر اسامه بن لادن وژلو سره د پاکستان په ضدداسې شکونه پېداشوي چې ګنې د پاکستان امنيتي ادارو د القاعدهد مشر مرستې کولې خو دامريکې استخباراتي ادارې په خپلو تازه څرګندونو کې دغه شکونه ختم کړي دي.

دغه دستاوېزات وايي القاعدهد افغانستان نه په پاکستان کې د مخالفه وسله والو ډلومرستې کولې چې په حکومت او ځايي خلکو ترهګر حملې ترسره کړي.

په دغه تازه خپرو شوو دستاوېزاتو کې راغلي معلومات وايي ځنې وسله والو ډلو په پاکستان نيوکې کړي چې په امريکه کې شوې د ناېن اېلېون ترهګرحملې وروسته يي ددوي نه مخ اړولی دی اوددغې خونړۍ ورځې نه پس يي د دوي سره اړيکې پرې کړي دی.

د امريکې نيويارک ټاېمز ورځ پاڼه وايي په اېبټ اباد کې د پوځي عملياتو په وخت داسامه بن لادن د يو ملګري نه ترلاسه شوي موباېل ټيلي فون کې د کالعدم وسله والې ډلې حرکت المجاهدين د غړو رابطې وې چې په کشمير کې فعاله ده.

ددغې دستاوېزاتو ژوره مطالعه لا روانه ده او په دې لړکې به ډېر زر نور انکشافات هم مخې ته راشي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG