لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جی: په ریکارډ شمېره کې خبریالان نیول کېږي او وژل کېږي


سایمن وویل د امریکې د موجوده صدر جوبایډن په حکومت کې چې په افغانستان کې څه وشول په نتیجه کې یې په امریکې د خلکو اعتبار کمزوری شو. هغه وویل په افغانستان کې د خبریالانو یوه فعالا ټولنه جوړه شوي وه.
سایمن وویل د امریکې د موجوده صدر جوبایډن په حکومت کې چې په افغانستان کې څه وشول په نتیجه کې یې په امریکې د خلکو اعتبار کمزوری شو. هغه وویل په افغانستان کې د خبریالانو یوه فعالا ټولنه جوړه شوي وه.

د خبریالانو د تحفظ دپاره کارکوونکي یوې نړیوالې ادارې ویلي په نړیواله کچه د صحافیانو کار نور زیات خطرناک کېږي‌ او په دنیا کې هر کال په ریکارډ شمېره کې خبریالان د خبرونو خپرولو په سر نیول کېږي او وژل کېږي.

کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس وویل د سږ کال د ډسمبر د میاشت پورې د دنیا په مختلفو برخو کې لږ تر لږه 24 خبریالان وژل شوي وو او د 290 نه زیات خبریالان د خپل کار په سر په زندانونو کې بند وو.

سي پي جی وايي دا معلومات څرګندوي چې د مطبوعاتو دپاره حالات نور خرابېږي.

د وي او ای سره مرکه کې د سي پي جی یو چارواکي جول سایمن وویل د خبریالانو د کار په نتیجه کې په نړیواله کچه تبدلۍ رامنځته کېږي خو خپله صحافیان ځوروونکي قوتونه په هدف کوي.

ښاغلي سایمن وویل په نړیواله کچه مطبوعاتو دپاره خطرات مخ په زیاتېدو دي. هغه زیاته کړه داسې صحافت چې په واک اختیار کې د خلکو احتساب کوي د خطراتو نه ډک وي او د واک اختیار خاوندان یې د ځان دپاره خطر ګڼي.

سایمن د تېرو 25 کلونو راهسې د سي پي جی سره کار کوي او د تېرو 15 کلونو راهسې د تنظیم مشر دی. هغه د ډسمبر په اخیره کې خپله دنده پرېږدي، خو وايي د صحافت د ازادۍ دپاره هلې ځلې به نه پرېږدي.

هغه وویل په 1997 کې چې هغه د سي پي جی سره کار شروع کړو نو د صحافت د ازادۍ، جمهوریت او د انساني حقونو په لړ کې دغه د خوشبېنۍ وخت و د هغه په قول د پخواني شوري اتحاد په ماتېدو او په لاطيني امریکا کې د پوځي حکومتونو په ختمیدو کې خبریالانو خپل کردار ادا کړی و.

هغه وویل په دغه موده کې دا یو تاثر وو ازاد صحافت په حقیقي معنو کې دنیا بدلولی شي او ممکنه ده چې داسې شوي هم وي؟

خو سایمن وايي د دې نه وروسته د امرانه او جبرناکونو حکومتونو دلاسه د صحافت په ضد غبرګون ولیدل شو. هغه زیاتوي چې د معلوماتو په دې دور کې چې مفکوره قابو کولی شي هم هغوی د واک اختیار خاوندان جوړېدلی شي.

جول سایمن. د سېپټمبر په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته هم تقریر کړی و
جول سایمن. د سېپټمبر په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته هم تقریر کړی و

د وي او ای سره مرکه کې د جول سایمن نه پوښتنه وشوه چې د هغه په فکر څه قسمه ګامونه د صحافیانو تحفظ او ملاتړ کولی شي؟ نو هغه وویل په دې خبره پوهېدل پکار دي چې د صحافت په ازادۍ قدغنونه د اوږدې مودې مسله ده او وجوهات یې پېچیده دي او د دې لڼد مهاله حل نېشته.

هغه وویل په دې لړ کې امریکا بنیادي کردار لري او پکار ده چې امریکا په نړیواله کچه د مشرۍ خپل رول چې اوس یې دلاسه ورکړی دی بیا یې راواخلي. "ځما په خیال په دې (د مطبوعاتو د ازادۍ) مسلو کې د امریکې مشري ډیر اثر لري."

جویل سایمن وویل کله چې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ "د جعلي خبرونو" اصطلاح استعمالول شروع کړل او خبریالانو ته به یې "د ولس دښمنان وېل" نو ولېدل شول چې د دنیا په نورو برخو کې امرانه حکومتونو په ازاد صحافت د قدغنونو دپاره هم دغه شان بیان بازي اختیار کړه.

هغه زیاته کړه کله چې د امریکې پخواني صدر جورج بش د ترهګرۍ په ضد د جنګ بیانونه شروع کړل نو نورو حکومتونو د ترهګرۍ خلاف د جنګ په نامه د مطبوعاتو په ضد ګامونه پورته کول شروع کړل.

سایمن وویل د امریکې د موجوده صدر جوبایډن په حکومت کې چې په افغانستان کې څه وشول په نتیجه کې یې په امریکې د خلکو اعتبار کمزوری شو. هغه وویل په افغانستان کې د خبریالانو یوه فعالا ټولنه جوړه شوي وه، د پخواني حکومت د نسکورېدو سره دغه ټولنه د فشار دلاندې راغله خو د امریکې حکومت یې د تحفظ دپاره څه ونکړل.

سایمن وویل "دغه خبریالان مایوسه شول. په ټوله دنیا کې خبریالانو ولیدل چې څه وشول او ځما په فکر دې په امریکې اعتبار نور هم زیانمن کړی دی."

د جول سایمن سره د وي او ای د مرکې په رپورټ داسې څه نه وو چې د افغان خبریالانو په اړه د سي پي جي د مشر په خبرو د امریکې د حکومت څه دریځ و؟ خو د سېپټمبر په میاشت کې د امریکې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د خپور شوي یو رپورټ ترمخه د امریکې حکومت د افغان کډوالو دپاره په خپل يو پروګرام کې پراختیا وکړه چې ترمخه یې هغه افغان خبریالان هم امریکې ته د راتګ اهلیت لرلو چې په افغانستان کې یې د امریکايي مطبوعاتو دپاره کار کوولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG