لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرمه کې وسله والو سره جګړه کې د پاکستان د پوځ شپږ عسکر زخمیان شوي دي


چارواکي وايي کرمه کې دا انښتې تیره ورځ د افغان پولې سره جغت په سنګړوبه سیمه کې شوې چې په کې د تحریک طالبان پاکستان کاظم ډلې مهم کومندان عمر وژل شوی دی.
چارواکي وايي کرمه کې دا انښتې تیره ورځ د افغان پولې سره جغت په سنګړوبه سیمه کې شوې چې په کې د تحریک طالبان پاکستان کاظم ډلې مهم کومندان عمر وژل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او کرمه ضلعو کې په هدفي وژنو کې پینځه کسان وژل شوي دي او په کرمه کې د وسله والو اومنيتي ځواکونو ترمینځ انښتو کې رپورټونه وايي یو وسله وژل شوی او د پاکستان د پوځ د یو افسر په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي کرمه کې دا انښتې تیره ورځ د افغان پولې سره جغت په سنګړوبه سیمه کې شوې چې په کې د تحریک طالبان پاکستان کاظم ډلې مهم کومندان عمر وژل شوی دی.

د سرچینو تر مخه د وسله والو په ډزو د پاکستان د یو افسر کپتان په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ او وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې ځایی ته میډیا رسد نه کیږي چې کره او رېښتوني مالومات ترلا سه کړي.

په شمالي وزیرستان او کرمه کې د هدفي پېښو په اړه پولیس وویل دا د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي او د کرمې په بوشېرو سیمه کې شوې دي.

په شمالي وزیرستان او په کرمه کې د تشدد د پېښو رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په جنوبي وزیرستان کې دیني عالم، قبایلي مشر او د جمعیت عملما اسلام ف ډلې د قبایلي سیمو سرپرست مولانا میرزا جان وزیر په هدفي برید کې تر ټپی ‏کېدو وروسته په پېښور پوځي روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو.

د شمالي وزیرستان د میر علي کلي د تاڼې د چارواکو په وینا عېسوړي سیمه کې درې تنکي ځوانان د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوي دي.
د دوی وینا ده کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې او پولیس یې پلټنې پیل کړې دي.

د سیمې نه سرچینو وویل په موټر سایکل دوه نامالوم کسانو پرې ډزۍ کړې او د پېښې وروسته وتښتېدل.

په شمالي وزیرستان کې دا پېښه په داسې حال شوې چې جون په ۲۲ پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنۍ پرضد لویه ولسي غونډه اعلان کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي په دې جلسه کې به د پښتنو ټول خېلونه اسلام اباد ته لوی لاریون پلان جوړوي.

پولیس وویل د هدفي وژنو بله پېښه د کرمې په بوشېرو سیمه کې شوې.

پولیس وايي دې کسانو په بېلا بېلو ګاډو کې سفر کولو چې نامالومه کسانو پرې ډزې وکړې.

په کرمه کې په تیرو دو ورځو کې د ناامنۍ دا دریمه پېښه ده چې په کې نهه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي.

درې ورځې وړاندې د مینځنې کورمې په تندو سیمه کې د مسافرو یو ګاډی د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې تباه شوی وو چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ پنځه نور ژوبل شوي دي. او هم په دغه ورځ صده کې دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي وو.

په کورمه کې د ناامنۍ پېښو وروسته په صده ښار کې د پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت پیل شوی چې په کې د امنیت د ټنګښت غوښتنې کیږي.

د پرلت یو ګډون وال او د بوشهېه اتحاد مشر عابد الله ویلي د کال ۲۰۰۸ نه د ناامنۍ ښکار دي او عامو خلکو په ژغورولو کې ریاست او ریاستي ادارې ناکامه شوې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG