لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان په پوله نن د ډزو کومه پېښه نه ده شوې، خو حالات لا هم سم نه دي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله باندې نن د ډزو يا ناامنۍ کومه پېښه نه ده شوې، خو د کورمې او پکتيا ترمنځ د خرلاچي، خوست او شمالي ‏وزيرستان ترمنځ د غلام خان لارې نن په دويمه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ تړلې پرتې دي، په کورمه کې پولې ته څېرمه علاقو کې نن سکولونه هم بند وو، ‏خلک وايي په ويره کې دي.‏

د ګل- دوشنبې په سهار د پاکستان له لوري په افغانستان کې د بمبارۍ او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه ‏شوي وو، پاکستان په افغانستان کې بمباري کول او پر کابل واکمنو طالبانو د پولې په اوږدو (ډېورنډ کرښه) باندې په ځواب کې په پاکستاني ‏سرحدي ځواکونو د بريدونو رسمي تاييد کړی وو.‏

پاکستان ويلي وو، خوست او پکتيکا کې یې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال په هدف کړي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، ‏پاکستان د عامو وګړو کورونه بمبار کړي، اته تنه (شپږ ښځې او دوه ماشومان) یې وژلي وو.‏

بيا د افغانستان د لوري په پاکستاني ځواکونو بريدونو کې هم د مرګ ژوبلو خبرونه مخې ته راغلي خو دغه مرګ ژوبلې د دواړو خواو څخه په رسمي ډول نه ‏دي تاييد کړل شوي.‏

د يادو پېښو وروسته د کورمې او شمالي وزيرستان د افغانستان سره د خرلاچي او غلام لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وې چې تراوسه تړلې ‏پرتې دي.‏

د افغانستان د خوست او پکتيا سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، د ‏بېګا راهسې په پوله کوم ډز نه دی شوی خو وایي حالات لا هم ترينګلي دي.‏

هغه وویل، د پولې دې غاړې او پورې غاړې د مشرانو ترمنځ د حالاتو سمولو دپاره خبرې روانې دي او دغه خبرې د کابل او اسلام اباد په کچه هم کيږي، ‏دوی هيله لري چې حالات به زر سم شي.‏

د کورمې يو ځایي خبريال عدنان حیدر وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پرون د کورمې په پوله د دواړو خواو نه غټه وسله کارېدلې ده، او د دوی د ‏معلوماتو ترمخه په کورمه کې څلور کسان ژوبل شوي هم دي.‏

هغه وويل، پرون پولې ته نزدې ګڼو خلکو د ویرې له امله کورونه پرېښودي، پاړه چينار او نورو نزدې سيمو کې د خپلوانو کره تللي او کډه شوي دي.‏

هغه زیاته کړه، که څه هم نن په پوله د ډزو کومه پېښه نه ده خو حالات سم نه دي خلک په ويره کې دي، سکولونه تړل شوي او عادي ژوند په ټپه ودرېدلی ‏ښکاري، کاروباري هلې ځلې هم نه کیږي.‏

په کورمه کې د سوداګرو د اتحاديې مشر سيد مبين حسېن وايي، د پرون راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاچي د تګ راتګ پوله تړل شوې، ‏تراوسه پورې بنده ده.‏

هغه وویل، د خرلاچي دواړو خواوو ته په لسګونو تجارتي ګاډي ودرېدلي، د افغانستان د لوري نه سکاره/کويله، او د دې خوا نه خوراکي توکي لېږل ‏کيږي، که لاره بنده پاتې کیږي د دواړو خواو تجارو ته یې سخت تاوان اوړي.‏

پاکستان د پولې پورې غاړې بمبارۍ وروسته بيا هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه د تحریک طالبان پاکستان په اړه غوښتنې کړي، طالبانو د ‏پاکستان تورونه او دعوې رد کړي او زياته کړې یې ده که پاکستان بل کوم اقدام ونه کړو، طالبان هم نوره جګړه نه غواړي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG