لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مېرمن کلنټن په امریکایانو د پاکستان سېلاب ځپلو سره د امداد غږ کړی


مېرمن کلنټن ویلي امریکایان کولې شي د پاکستان سېلاب ځپلو ته لس لس ډالرې ورکړي.

مېډیا ته د وینا په وخت هغې د پېسو ورکولو طریقه هم اوښوده.
مېرمن کلنټن وویل امریکایان د خپل موبایل فون نه کولې شي چې سوات نوم یعنی SWAT
ټیلي فوني شمېرې 50555 ته ټېکسټ کړي.
د ټېکېسټ وروسته، دوي بیا کولې شي چې لس ډالره چنده ورکړي.
په دغه پېسو به د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر د سېلاب ځپلو لپاره خېمی، جامې ، خواړه، د څکلو اوبه او دوا اخلي. مېرمن کلنټن وویل دا ورکوټې مرسته په سېلاب ځپلې سېمه کې لویې بدلون راوستې شي.
هغې وویل امریکایانو تل د سخا نه کار اخستې.
او په هغوې یې غږ وکړو چې د پاکستان د سېلاب ځپلو سره د تکلېف په دې شېبه کې مدد وکړي.
مېرمن کلنټن په خپله وینا کې وویل د پاکستان اولس د یو ډیر لویې چېلنج سره مخ دي.
هغې وویل د یوې اونۍ راسې سېلابونو درې ملینه خلک بې کوره کړي. نزدې 1500 سوه یې وژلي دي.
یو شمېر بې درکه په زرگونو نور سېلابونو کې انښتې دي. او په لسگونو خلک بېړني امداد ته ضروت لري. مېرمن کلنټن د پېښور د ننۍ ځان وژوکي حملې یادونه هم وکړه.
هغې وویل په حمله کې د یو حکومتي افسر په گډون درې کسان وژل شوي او زیاته یې کړه داسې پېښې په هر وخت کې کرک ژنې وي.
نو په داسې وخت کې چې خلک مشکل کې دي. نو بیا دا حملی لا ډیر بوگنونکې کار دی. سېلاب ځپلو سره د امریکې د مرستو په اړه هغې زیاته کړه امریکې تر اوسه لس ملینه ډالر ورکړي.
امریکایي کارپوهان او هېلی کاپټرې به سېلاب ځپلو سیمو کې خلکو ته ضروري مرستې رسوي. او تراوسه یې په زرگونو کلوگرامه حلال غوښه خلکو ته رسولې ده.
مېرمن کلنټن وویل امریکې پاکستان سره به نورو مشکلاتو کې هم مدد کړی. نوموړې د 2005م کالد زلزلې خبره وکړه او وې وویل چې امریکې زلزله ځپلو سره د سگونو ملینو ډالرو مرستې کړې وې.

XS
SM
MD
LG