لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالمالک د بې درکه خلکو په اړه خپله ناکامي منلې

ډاکټر مالک ويلي د بلوچو ځينې علاقې ضرور داسې دي چې هلته د حکومت رټ نشی خو دا ويل نه دې پکار چې ټوله صوبه د حکومتې رټ نه بهرده
ډاکټر مالک ويلي د بلوچو ځينې علاقې ضرور داسې دي چې هلته د حکومت رټ نشی خو دا ويل نه دې پکار چې ټوله صوبه د حکومتې رټ نه بهرده

د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ ويلي د بلوچستان د ځينو مسلو په هوارولو کې ورته تراوسه کاميابي نه ده ترلاسه شوي

د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان وزيراعلې ډاکټر عبدالمالک بلوچ ويلې ، زه په صوبه کې د بې درکه خلکو په اړه د خپلې ناکامۍ اعتراف کوم . نوموړې ويلې صوبه کې يې په ځينو علاقو کې حکومتي رټ نشتې او د مشکلاتو سره مخ دي . ډاکټر مالک دغه خبري په کراچۍ کې مطبوعاتو سره خبرو کې کړي دي .
کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانوسره د خبرو اترو په محال د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ وويل ، د بلوچستان د مسلې د حل کولو دپاره شپه او ورځ کارکوي خو د ځينو مسلو په هوارولو کې ورته تراوسه کاميابي نه ده ترلاسه شوي .
نوموړې وويل " زه منم چې د بې درکه خلکو په اړه ما کاميابي نه ده ترلاسه کړې او ما بيا بيا دا خبره کړې ده چې په دغې اړه دې ماته موقع راکړی شي " . هغه وويل د بې درکه خلکو د مسلې د حل نه بغير مونږ خبرو اترو پله يو قدم مخې ته نه شو تلی . خو تراوسه پورې په دغه کار کې مونږ نه يو بريالي شوي . نوموړې زياته کړه بلوچستان کې حالات په ښه کېدو دې خو ځينې علاقې لا وس هم د بدامنۍ ښکار دي او دوۍ په دغو علاقو کې د امن دپاره پوره هڅه کوې
ډاکټر مالک وويل " د بلوچو ځينې علاقې ضرور داسې دي چې هلته د حکومت رټ نشی خو دا ويل نه دې پکار چې ټوله صوبه د حکومتې رټ نه بهرده ". دوۍ ته زيات مشکلات د بلوچو په مکران ، اواران او جالوان علاقو کې راپېښ دي . نوموړي زياته کړه د بلوچستان په اړه دا خيال کول چې څوک هلته ځي نو مري به ، داسې کله هم نه ده . ډاکټر عبدالمالک وويل د بلوچستان د امن او ملک کې د مستحکم جمهوريت دپاره ټولو له په گډه کار کول پکار دي . او په خصوصې توگه د بلوچستان امن گاونډې هېوادونو سره ښه تعلقاتو ته اړتيا لري .
نوموړي زياته کړه " په سيمه کې امن هغه وخت راتلی شي چې کله مونږ هند ، افغانستان او ايران سره خپل تعلقات ښه کړو او دا ملک د يو سيکيورټې رياست په ځايې فلاحې رياست جوړ کړو " . هغه وويل د کوئټې نه مو د ملېشې پنځوس فيصده چيک پوسټونه ختم کړي دي پوليس او ليويزپه خپلو پښو وردولو ته توانوؤ . په دغه محال نوموړي دا هم وويل چې د دسمبر په مياشت کې ټول گونديز کانفرنس رابلو او په هغې کې به صوبه کې د امنيت ، فرقه وارانه شخړو او بلوچ بېلتون پالو دپاره تگ لاره جوړؤ . زمونږ هڅه به دا وي چې ټول قوتونه د خبرو اترو مېز ته راولو او هغوۍ سره ټولې مسلې د خبرو اترو د لارې هوارې کړو.
د ډاکټر عبدالمالک د وینا نور تفصیل تاسو دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
Direct link


.
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG