لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا وزیراعلی وایي د ټولې سیمې د مسئلې حل "له وسلوالو ډلو سره" په مذاکراتو کې دی


د خېبر پښتونخوا وزيراعلی، علي امين ګنډاپور ويلي د دې ټولې خطې د مسئلو حل "له وسلوالو ډلو سره" په مذاکراتو کې دی، وایي له دې وړاندې چې حکومتونو څه کړي دي د هغې نه څه تر لاسه شوي نه دي بلکې مونږ ته نقصان زيات شوی دی.

د پښتونخوا صوبې د ملتپالو ګوندونو تر اوسه د وزیراعلی تازه وړاندیز ته څه رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو څېړونکي وايي وسلوالو سره چې وړاندې کوم هم مذاکرات شوي دي هغه په تاوان تمام شوي دي او وسلوال د مذاکراتو پس نور مضبوط شوي دي.

وزيراعلی ګنډاپور د دوشنبې- ګل په ورځ په پېښور کې خبريالانو سره خپلو خبرو کې ويلي، قامي امنيت د صوبې په اختيار کې نه راځي، نوموړې ويلي عمران خان وړاندې ويلي دي چې د دې مسئلو حل مذاکرات دي:

"زه دا ګڼم چې د دې دپاره يو ځای کښېناستل شي او دې د پاره يو باقاعده پلان جوړ شي، نېشل سيکورټي دې په دې غور وکړي، په ټولو اړخونو دې رڼا واچوي، په دې يو بحث وشي، دې د پاره يو واضحه تګ لاره جوړه شي، او هغه په مکمله توګه عملي کړې شي، نو زه ګڼم چې وړومبې هم او اوس هم مونږ ګڼو چې زمونږ دې خطه کې کوم حالات چليږې چې د دۍ د پاره مزاکرات پکار دي، او دې مسلو حل راويستل پکار دي".

وزیراعلی په خپلو خبرو کې د کومې وسلوالې ډلې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي نوم وا نه خیستو خو اشاره یې هغو وسلوالو ډلو ته وه چې د تحریک انصاف پخواني حکومت ورسره مذاکرات کړي وو.

علي امين ګنډاپور دا خبري په داسې حال کړي چې د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وړاندې څو وارې د پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو نه انکار کړی دی.

د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ تېر کال د اکتوبر په مياشت کې ويلي وو پاکستان د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات کړي وو او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو.

کاکړ ویلي وو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.‏ هغه ويلي وو د ترهګرۍ نوغی به ويستل کيږي.

د هغې وروسته په پاکستان کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي، په اسلام اباد کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د رپوټ تر مخه سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ترهګرو په ګډون 430 کسان وژل شوي دي.

څېړونکي وايي له وسلوالو سره د مذاکراتو لپاره وفاقي حکومت، امنیتي ادارو او صوبايي حکومت ته يوه ګډه تګلاره خپلول پکار دي.

خبريال او څېړونکی شاه رضا شاه وایي، رياست ته د ترهګرۍ د ختمولو لپاره يوه چورلټه او کره پاليسي پکار ده:

"هغه د اوږد مهال [پالیسي] د پکار ده چې ايا د وسلوالو سره مونږ خبرې کوو، که مونږ د ټوپک په ذريعه دا مسله حل کوو، مسله دا ده چې پاکستان کې هر دوه څلور کاله پس پاليسي بدليږي، کله وايي چې ټوپک رااخلو او کله وايي خبرې اترې کوو".

د پاکستان وفاقي حکومت يا پوځ د وسلوالو سره د مزاکراتو په اړه په تازه کوم بيان نه دی جاري کړی او نه پاکستاني طالبانو د خبريالانو د پوښتنو باجود په دې اړه څه ويلي دي.

د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس د کال 2023م د رپورټ له مخې په وړومبیو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوې او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنه وژل شوي او د تېر کال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG