لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مراد علي شاه: د حېدر اباد پېښې ته دې د جرم په حواله وکتلی شي نه چې په لساني بنياد


وزيراعلا مراد علي شاهد زيارت/ پنجشنبې په ورځ [14 جولايۍ] په يو بيان کې ویلي، "د حېدر اباد پشمول د سيند صوبې په يو ښار کې به هم په لساني بنیادونو يو سازش کامیابېدو ته نه پرېږدو."
وزيراعلا مراد علي شاهد زيارت/ پنجشنبې په ورځ [14 جولايۍ] په يو بيان کې ویلي، "د حېدر اباد پشمول د سيند صوبې په يو ښار کې به هم په لساني بنیادونو يو سازش کامیابېدو ته نه پرېږدو."

د پاکستان د سيند صوبې وزيراعلا د صوبې په لوی ښار حېدر اباد کې په يو رسټورانټ کې د رامنځته شوې پېښې نوټس اخستی، او ويلي يې دي "دغه پېښې ته دې د جرم په حواله وکتل شي نه چې په لساني بنياد".

وزيراعلا مراد علي شاهد زيارت/ پنجشنبې په ورځ [14 جولايۍ] په يو بيان کې ویلي، "د حېدر اباد پشمول د سيند صوبې په يو ښار کې به هم په لساني بنیادونو يو سازش کامیابېدو ته نه پرېږدو."

نوموړي ویلي "د مجرمانو هیڅ ذات، قوميت يا ژبه نه وي بلکې جرمونه کوي".

په حېدر اباد کې د نهې/ سه شنبې په ماسخوتن [12 جولايي] د قاسم اباد علاقې د بټايي نګر تاڼې په حدودو کې په رسټورانټ کې پېښه رامنځته شوې وه.

د پېښې په اړه د بټايي نګر پوليس تاڼې مشر[اېس اېچ او] انسپکټر زیاد علي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "بلال کاکا نومې تن د نورو کسانو سره د شاهسوار رسټورانټ ته تللی هلته د ډوډۍ په سر جګړه شوې، د بلال او ملګرو يې د هوټل د مالک او د هغه د نورو کارکوونکو ترمنځ وهل ټکول او ډزې شوي چې پکې بلال ژوبل شوی وو".

هغه وویل "د بلال د وژنې مقدمه د هغه د ورور په مدعيت کې درج کړی شوې او تور يې لګولی چې بلال د هوټل د مالک او نورو کسانو په وهلوټکولو ژوبل شوی او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی. پوليس افسر وويل بلال په ډزو نه دی لګېدلی".

نوموړي زياته کړه "په مقدمه کې تورن شاهسوار نیول شوی د عدالت نه پرې ريمانډ راخستل شوی او نور نامعلومه کسان نه دي نيول شوی او د پېښې پلټنې روانې دي".

هغه وويل "د پېښې پلټنې کوي چې ډزې چا کړي دا معلوموي، هوټل بند دی او د شاهسوار د طرفه څوک تاڼې ته نه دي حاضر شوي".

هغه دا هم وويل چې "د بلال کاکا پرضد د وړاندې نه 12 مقدمې هم درج وې چې پکې د پوليس مقابلو او ترهګرۍ مقدمې هم شامل دي".

د يادې پېښې وروسته په ټولنيزو رسنیو داسې ویډيوګانې او خبرونه مخې ته راغلي چې د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د بلال د وژنې پرضد احتجاجونه شوي او د پښتنو کاروبارونه او هوټلونه په زوره بند کړل شوي دي.

انسپکټر زياد علي هم دغه پېښې تاييدوي چې "ځينې شرخوښو هوټلې په زوره بندې کړي او دوی دغه پېښې هم ګوري".

سليم خان ترين چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبې جنرل سيکرټري دی، د پېښې په اړه یې وي او اې ډيوه ته وویل، "د بلال کاکا د وژنې په مقدمه کې تورن نيول شوی تن شهسوار چې د پوخ عمر تن او په خټه ساپی پښتون دی او دغه رسټورانټ چې د سپر سلاطين په نوم دی په کرایه يې اخستی وو، هغه وويل بلال کاکا چې وژل شوی په خټه سيندی دی".

نوموړي وويل "د يادې پېښې وروسته په ټوله سيند صوبه کې پښتنو ته مشکلات جوړ شوي کاروبارونه او هوټلې په زوره بند کړی شوي دي"، هغه وویل "دوی غواړي که د هر چا قصور وي عدالتي پلټنې دې وشي خو د يوې پېښې له امله د ټولو پښتنو کاروبارونه بندول او په هغوی پسې بدې ردې ويل مناسب نه دي".

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سيد وويل، د پېښې په اړه یې د سيند صوبې وزيراعلا، پوليس افسرانو او د سيندي قوم پرست ګوندونو د مشرانو سره خبرې شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "پښتانه سيند صوبې ته کراچۍ د سوونو کالو راهسې راغلي اباد دي، د سینديانو سره يې هیڅ جنګ نشته او کوم خلک چې ورانی جوړوي دا شرخوښي دي، پښتانه د سينديانو سره د وروڼو غوندې پاتې کیږي او په سيند کې په کراچۍ کې د پاکستان د ايين لاندې خپل روزګار کوي".

هغه وويل دا کارونه هغه خلک کوي چې په دې ملک کې اړی ګړی جوړول غواړي.

او د سیندهي قام پرسته ګوند قومي عوامي تحریک ګوند مشر اياز لطيف پليجو په ټویټر ويلي،

"عدم تشدد، سوله يیز لاریون، قانوني کارروايي، علم، خپل کاروبار، د ځمکو او وسايلو ملکیت، غیرقانوني اباد کاري، او د بهرنیانو پر وړاندې سمدستي قانون جوړونه، دا موثره لاره ده، لساني شخړې نه د سيند او نه د پاکستان ګټه نه دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG