لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې تېره مياشت نور ١٠١ کسان لادرکه شـوي دي،دکميشن رپورټ


 بې درکه کسانو پلټنې کونکې دغه کمیشن کال ۲۰۱۱ کې د ستر عدالت په حکم جوړ کړې شوى و خو د بشري حقونو کارمندان د کمیشن پر کارکردګۍ پوښتنې رابرسیره کوي
بې درکه کسانو پلټنې کونکې دغه کمیشن کال ۲۰۱۱ کې د ستر عدالت په حکم جوړ کړې شوى و خو د بشري حقونو کارمندان د کمیشن پر کارکردګۍ پوښتنې رابرسیره کوي

د لادرکه کسانو دکمیشن له اړخه سپریم کورټ کې جمع کړى شوي تازه رپوټ کې ویل شوي چې د نومبر میاشت کې د ۱۰۱ نورو کسانو د لادرکۍ مقدمې درج کړى شوې دي او ۸۱ کسان خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

د کمشن ددغه رپوټ ترمخه د نومبر تر ۳۰مې نیټې په مجموعي توګه درج کړل شوو د لادرکه کسانو د مقدمو شمیره ۹۱۳۳ نه رسیدلې چې پکې د ۶۹۲۶ کسانو مقدمې سرته رسول شوې دي-

د لادرکه کسانو د حقونو کارمندان د کمیشن پر کارکردګۍ نیوکې کوي او وایي د کمیشن اصل کار یوازې شمیرې ښودل نه بلکې د خلکو لادرکۍ اسباب هم مـوندل وو چې پکې کمیشن پاتې راغلى دى-

د لادرکه کسانو کمیسون د پنجشنبې په ورځ ستر عدالت ته د پرمختګ راپور وړاندې کړوـ

کمیشن خپل رپوټ کې ویلي چې د نومبر تر ۳۰مې نیټې يې د ۱۰۱ لادرکه کسانو نورې مقدمې درج کړې، ۹۸ یې حل کړي، او د ۲۲۰۷ لادرکه کسانو د مقدمو پلټنې دوام لري.

درپوټ تر مخه د لادرکه کسانو د درج شوو مقدمو مجموعې شمیره ۹۱۳۳ ته رسیدلې او په دې کې ۶۹۲۶ مقدمې فيصله شوي. ۳۷۴۳ لادرکه کسان کورونو ته رسیدلي دي.

رپوټ کې ویل شوې د ا وخت ۹۷۴ تنه په حراستي مرکزونو او ۶۱۶ تنه په زندانونو کې دي او په مجموعې توګه تراوسه د ۲۴۱ ورک شوو کسانو جسدونه موندل شوي.

د بې درکه کسانو پلټنې کونکې دغه کمیشن کال ۲۰۱۱ کې د ستر عدالت په حکم جوړ کړې شوى و خو د بشري حقونو کارمندان د کمیشن پر کارکردګۍ پوښتنې رابرسیره کوي.

د لادرکه کسانو د حقونو د پاره دکارکوونکي سازمان ډیفنس اف هیومن رائټس مشره امنه مسعود جنجوعه ډیوه سره خبرو کې وايي، د ډیرو خلکو په اړه معلومات مخې ته راغلي خو دغه شمیره د کمیدو پر ځاٸ زیاتېږي-

د هغې په وينا که یو اړخ ته خلک موندل کیږي بل اړخ ته دخلکو د ورکیدو لړۍ هم دوام لري-

هغه زیاتوي د کمیشن اصل کار د خلکو د بې درکۍ اسباب موندل وو چې پکې کمشن پاتې راغلى دى

نوموړې وايي ددې ترڅنګ د لادرکه خلکو د کورنیو سره د کمیشن رویه هم ښه نه وي چې له امله يې دې ته یو نا کامه کمیشن ویل کیږي-

د انساني حقونو نړیوال او مقامي تنظیمونه وايي په پاکستان کې په زور دخلکو بې درکي د بشري حقونو لویه ستونزه ده-

د بشرې حقونو د فعالینو او د لادرکه کسانو د کورنیو له اړخه د خلکو په زور د لادرکۍ تور د پاکستان پر استخباراتې ادارو لګول کیږې او ویل کیږي چې د خلکو د خولو غلي کولو د پاره د بشري حقونو دمدافعینو، سیاسي فعالینو، خبریالانو او زده کونکو په ضد دغه عمل په منظمه توګه کارول کیږي.

خو دپاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دغه تورونه ردوي او واېي دغه بې درکه خلکو کې اکثر د ترهګرو ډلو سره شامل شوي یا د هیواد څخه بهر تللي دي-

د بې درکه کسانو فعال عالم زیب مسعود وي او اى ډیوه ته وايي، څومره کسان چې کمیشن یادوي ددې مطلب دا نه دى چې د لادرکه کسانو شمیره هم دغه هومره ده بلکې دغه شمیره څو چنده زیاته کیداى شي-

هغه زیاتوي چې کمیشن ته اکثره کورنۍ معلومات نه وروړي ولې چې کمیشن د دغو لادرکه کسانو د کورنیو سپکاوى کوي-

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ستمبر په اتمه نیټه په دې اړه اسلام اباد هايکورټ ته وړاندې شوى و او ویلي يې وو چې په هیواد کې د ټولو "بې درکه کسانو" د موندلو او د هغوی د کورنیو سره د یوځای کولو لپاره به ټولې هڅې وکړي.

د وزيراعظم شهباز شريف له اړخه د لادرکه شوو کسانو په اړه د جوړې شوې حکومتي کمیټې د باور وروسته د جبري بې درکه کسانو کورنیو هم په کوټه ښار کې خپله ۵۰ ورځنۍ احتجاجې ناسته ختمه کړې وه.

له دې وړاندې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل د تیر اګست په میاشت کې خپور شوي خپل رپوټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې د جبري بې درکه کولو لړۍ روانه ده او دغه لړۍ خلک له قانون څخه بهر او د شکنجې یا مرګ له خطر سره مخامخ کړي دي.

نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د جبري لادرکيو عمل باید سمدستي پای ته ورسیږي، او د لادرکه کسانو په اړه معلومات دې د هغوٸ کورنیو ته وړاندې کړى شي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG