لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان کې تېره میاشت 136 ښځې تښتول شوي،په 71ؤ جنسي تېری شوي


د ښځو د حقونو فعاله طاهره کليم ډيوه ته وايي په پاکستان کې د ښځو حالات نه دي بدل شوي خو زياتوي ښه خبره دا ده چې اوس د ښځو خلاف د جرمونو پېښې زياتې رپورټ کېږي
د ښځو د حقونو فعاله طاهره کليم ډيوه ته وايي په پاکستان کې د ښځو حالات نه دي بدل شوي خو زياتوي ښه خبره دا ده چې اوس د ښځو خلاف د جرمونو پېښې زياتې رپورټ کېږي

دڅارنې اؤ څېړنې غیر دولتي سازمانونه وایي چې سږکال د اګست په میاشت کې په ټول پاکستان کې لږترلږه 136 ښځې تښتول شوي، 71 ښځې د جنسي زياتي ښکار شوي او د ماشومانو سره د جنسي زياتي 114 پېښې رپورټ شوي دي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيمونو (سسټېنبل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن او سنټر فار ريسرچ ډوېلپمنټ اېنډ کميونيکشن ) د اګست دمیاشتې په جاري کړي رپورټ کې ويلي چي داګست میاشت کې په مطبوعاتو کې د ښځو د تښتولو، په هغوي د بدني أو کورني تشدد او ددې ترڅنګ د ماشومانو سره د جنسي زياتي تر ټولو زیاتې پېښې رپورټ شوي دي.

په دې رپورټ کې ويل شوي چې د اګست میاشت کې په ټول پاکستان کې 136 ښځې تښتول شوي چې د جولایي د مياشتې د 133 پېښو په پرتله زياتې دي.

د رپورټ ترمخه دښځو دتښتولو په 136 پېښو کې تر ټولو زیاتې 80 پېښې يوازې د پنجاب صوبې نه رپورټ شوي دي.

سیند کې د ښځو د تښتونې 31 او دا ډول پرله پسې 11،8 او 6 پېښې د خېبرپښتونخوا، اسلام اباد او بلوچستان څخه رپورټ شوې دي.

د غېر دولتي تنظيم په دې رپورټ کې په ښځو د جسماني تشدد هم یادونه شوې چې وايي په ټول هېواد کې په ښځو د بدني تشدد 87 پېښې رامنځ ته شوي چې د تېرې جولایي په میاشت کې د رپورټ شوو پېښو په پرتله په کې کمې لېدل کېږي.

په ښځو د بدني تشدد 52 کېسونه د پنجاب څخه، 20 د سیند نه او دا ډول په ښځو د تشدد 13 پېښې د خېبرپښتونخوا څخه رپورټ شوې دي. بلوچستان کې دا شمېره يوازې دوه رېکارډ کړې شوې ده.

د ښځو د حقونو فعاله طاهره کليم ډيوه ته وايي په پاکستان کې د ښځو حالات نه دي بدل شوي خو زياتوي ښه خبره دا ده چې اوس د ښځو خلاف د جرمونو پېښې زياتې رپورټ کېږي.

وايي "بله خبره دا ده چې زمونږ په نظام کې هم ښه والی راغلی دی. پولیسو ته عصري او تنکيکي تربيت ورکړل شوی، د زنانه ؤ لخوا مقدمه په اسانۍ سره درج کېږي او بيا داسې قوانین هم راغلل چې له کبله یې ښځو ته يو څه قانوني امداد هم ترلاسه کېږي"

هغه وايي که يوې ښځې سره زياتی کېږي نو د هغې سزا هم زياتي کوونکي تن ته ورکړی کېږي. او هم دا وجه ده چې د ښځو د ځورونې پېښې اوس تر ډېره حده راښکاره شوې دي.

رپورټ کې ويل شوي چې د اګست په میاشت کې په ښځو د کورني تشدد هم 83 کېسونه رپورټ شوي دي چې د تېرې جولایي د مياشتې د 94 کېسونو څخه کمې دي.

رپورټ وايي په ښځو د کورني تشدد د نيمايي څخه زياتې 42 پېښې هم په پنجاب صوبه کې رامنځ ته شوې دي.

په ښځو د کورني تشدد پرله پسې 17 او 13 پېښې د خېبرپښتونخوا او سیند نه رپورټ شوي. بلوچستان او اسلام اباد کې دا شمېره په ترتيب وار ډول 6 او 5 ريکارډ شوې ده.

د رپورټ ترمخه سږکال د اګست میاشت کې د ښځو سره د جنسي تیري هم 71 پېښې رپورټ شوې دي او دا پېښې هم د جولایي د مياشتې د 85 پېښو نه کمې شوې دي.

پنجاب کې د ښځو سره د جنسي زياتي 41 ،سینداو خېبر پښتونخوا کې 12 او 10 پېښې رېکارډ کړی شوې دي. په بلوچستان کې 6 او اسلام اباد کې دوه پېښې مخې ته راغلې دي.

د سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن اېګزیګټيو ډاېرکټر سيد کوثر عباس ډيوه ته وايي د ښځو او ماشومانو پرضد جرمونو کې د سزاګانو کچه تر 5 فيصدى هم کمه ده چې دا د استغاثې او عدالتونو په رول پوښتنې راولاړوي.

وايي په دې کې د عدالتونو رغنده کردار پکار دی ځکه چې کله استغاثه په داسې قضيو کې شواهد عدالتونو ته وړاندې کړي نو عدالت یا خو ککړ تن خوشې کړي او ېا ورته کمه سزا ورکړي او تورن تن بيا بهر ګرځي.

رپورټ کې راغلي چې د اګست په میاشت کې 20 ماشومان د جنسي تېريو ښکار شوي چې د تېرې جولایي مياشت کې د رپورټ شوو 37 پېښو نه کمې دي.

رپورټ وایي د ماشومانو سره د جنسي زياتي تر ټولو زیاتې پېښې يو ځل بيا د پنجاب صوبې نه رپورټ شوي دي چې شمېره یې 12 ده.

رپورټ زياتوي چې د سیند، خېبرپښتونخوا، بلوچستان او اسلام اباد نه د ماشومانو سره د جنسي زياتي دوه دوه پېښې رپورټ شوي دي.

د رپورټ ترمخه د اګست په میاشت کې نزدې 17 ماشومان وژل شوي هم دي. د جولایي په مياشت کې دا شمېره 22 رېکارډ کړی شوې وه.

هم دا ډول په دې رپورټ کې ويل شوي چې په ټول هېواد کې د کم عمرۍ د ودونو هم 9 کېسونه رپورټ شوې دي چې په کې په پنجاب کې 5 کېسونه، خېبرپښتونخوا کې 3 او د سیند صوبې څخه د ماشومانو د ودونو يوازې يو کېس رپورټ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG