لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند: د هندو لږکیو په امنيت صوبايۍ اسمبلۍ کې اندېښنې څرګندې شوي


پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند صوبې په کشمور او ګوټکي کې د هندوانو په امنیت اندېښنه څرګنده کړې، او د هندوانو د يرغمال کولو خبر یې ورکړی دی
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند صوبې په کشمور او ګوټکي کې د هندوانو په امنیت اندېښنه څرګنده کړې، او د هندوانو د يرغمال کولو خبر یې ورکړی دی

د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې د هندو لږکيو غړو او د بشري حقونو کمېشن اندېښنه څرګنده کړې او يوې غړې ويلي، د هندوانو په مندر راکټ داغل شوی دی. په سيند کې هندوان وايي د سيما حېدر نومې ښځې هند ته د تلو او هلته د واده کولو وروسته دلته دوی ته ګواښونه پېل شوي دي.

نن په سيند اسمبلۍ کې د متحده قومي مومنټ ګوند غړې منګلا شرما وویل، د 15 او 16 جولايۍ په مينځۍ شپه کې ډاکوانو په کشمور کې په يو مندر [د هندوانو د عبادت ځای] د راکټ لانچرو حمله کړې، خو هغه راکټ چاودلی نه دی.

هغې وویل، هندوان پرامنه خلک دي دوی ته څه پېغام ورکول کیږي، تښتول کيږي او ګواښونه ورته کولی شي، که د يوې پېښې په سر داسې اقدامات کيږي نو د هغې پېښې سره د ځايي خلکو هيڅ تړاو نشته.

بيا په اسمبلۍ کې د لږکیو وزير ګيان چند وويل، هره ورځ د پوليس مشر سره په تماس کې دی په هر ځای کې د امنيت انتظامات شوي دي.

هغه زياته کړه، حکومت به کله هم اجازت ور نه کړي چې د هندوانو سره زور زیاتی وشي او مسلمان وروڼه به یې کله هم هندوانو ته تاوان ونه رسوي.

ګيان چند وويل، د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په خپله د لږکيو تپوس کوي او هندوانو ته به پوره امنيت برابرولی شي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند صوبې په کشمور او ګوټکي کې د هندوانو په امنیت اندېښنه څرګنده کړې، او د هندوانو د يرغمال کولو خبر یې ورکړی دی.

کمېشن ویلي، داسې رپورټونه ورته هم ترلاسه شوي چې په هندو ټولنه د غټو حملو ګواښونه کیږي د صوبې حکومت دې د هندوانو د امنیت دپاره اقدامات وکړي.

او د لږکيو وزیر ويلي، صوبايي حکومت د هندو ټولنې د امنیت دپاره هر ډول ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان په سيند صوبه کې هندو ټولنه وايي، د سيما حیدر د خبرونو مخې ته راتلو وروسته د سيند صوبې په سکهر او خواوشا علاقو کې دوی ته ګواښونه کيږي او سخت په ويره کې دي، خو د هندو ټولنې سره تعلق لرونکی د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړی وايي دغه مسله یې د کورنيو چارو وزير سره شريکه کړې او هندو ټولنې د خوندي کولو دپاره ګامونه پورته کولی شي.

د پاکستان او هندي رسنیو ترمخه د پاکستان د سيند صوبې سره تعلق لرونکې د څلور بچو مور سيما حیدر نومې ښځه په انلاين يا انټرنېټي لوبه [پب جي] په هندوستان کې د یو هندو هلک سچن مېنا سره اشنا شوې، بیا هندوستان ته تللې او د هندو رسم مطابق یې د مېنا سره واده کړی دی.

ویل کيږي د سيما حیدر په کراچۍ کې مېشته وه، خاوند یې د سيند صوبې د جېکب سيمې سره تعلق لري، په 2014 کې واده شوی او بيا کراچۍ ته منتقل شوي وو.

د سيما حېدر په اړه د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه هغه روان کال د کراچۍ نه د نيپال پلازمېنې کټمنډو ته تللې او د هلته نه د مې په میاشت کې هند ته رسېدلې ده، په هندوستاني مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو د هغې ويډيو خپره شوې، چې پکې یې ویلي په کټمنډو کې یې په يو مندر کې د سچن مېنا سره واده شوی وو، خو بيا په هندوستا کې نيول شوې او وروسته په ضمانت خوشې شوې ده.

په مطبوعاتو هندوستان ته د سيما حیدر د تلو او هلته د هندو هلک سره د واده په حواله تاوده بحثونه روان دي.

د يادو خبرونو مخې ته راتلو سره په سيند صوبه کې په ټولنيزو رسنيو ځينې ويډیوز مخې ته راغلي چې پکې ځينې په ښکاره او ځينې په پټ مخ ټوپک په لاس کسان ګواښونه کوي که سيما حېدر بيرته ستنه نه کړی شوه دوی به په جېکب اباد، کشمور، رتو ډېرو او نورو ځايونو کې چې د هندو ټولنې کسان دي د هغو سره ناوړه عمل وکړي.

دغو کسانو ويلي، د بلوڅ قوم سره یې تعلق دی جاکراني دي. او رپورټونه وايي، د سيما حېدر تعلق هم د بلوڅ قوم د جاکراني قبيلې سره دی.

په مرکز کې واکمنه حکومتي ګوند مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکي د هندو ټولنې د قامي اسمبلۍ غړي کيل داس کوهستاني دوه ورځې مخکې وي او اې ډیوه ته ويلي وو، " د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله س یې ره ليدلي، هغه یې هندو ټولنې ته په ورپېښو مسلو خبر کړی او رانا ثناالله بيا په سمدستي توګه د سیند صوبې افسران خبر کړي، د مندرونو د خوندي ساتلو او هندو ټولنې د مسلو هوارولو لارښوونه یې ورته کړې ده".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG