د امریکې د کانګرس د نمایندګانو ایوان هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د یو مجوزه قایون مسوده منظور کړې ده چې هدف یې په سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې د خصوصي استازي دپاره یوه چوکۍ یا منصب جوړول دي چې دغه استازی په نړیواله کچه د اسلاموفوبیا یا اسلام نه د ویرې او د نفرت څارنه او مخنیوی وکړي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ غړي الهان عمر د مجوزه قانون حمایت کوي او هاوس د نهې، سه شنبې، په ورځ د 212 په مقابل کې په 219 ووټونو دغه قانوني مسوده منظوره کړه.
د کانګرس ایوان زیرین د اسلاموفوبیا په اړه د مجوزه قانون مسوده په داسې حال کې منظوره کړه چې ای پي وايي د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس بلې غړي لورن بوبرټ په مبینه توګه د صومالي نژاد الهان عمر د قومیت او مذهب په بنیاد د هغې سپکاوی کړی دی.
ای پي وايی تېره میاشت په کانګرس کې د بحث په مهال بوبرټ الهان عمر د کانګرس د ازاد خیالو قانون سازانو د "جهاد ډلې" غړي وبلله.
په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ريپبلېکن پارټۍ مشر کېون مېکارتي ویلي بوبرټ په خپله وېنا د مسلمانانو نه بخښنه غوښتي او هغه د الهان عمر او لورن بوبرټ په ټېلې فون د خبرو بندوبس کړی و.
ای پي وایي د کانګرس د دواړو غړو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په ځای د بوبرټ او عمر په ټلې فون خبرې په ناڅاپي ډول ختمې شوي، بوبرټ په څرګنده توګه د معافۍ غوښتلو نه انکار وکړو او الهان عمر په یو بیان کې وویل بوبرټ سره یې خبرې ګټه ورې نه وي نو ځکه یې ټېلې فون بند کړو.
د ای پي رپورټ وايي په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د مجوزه نوي قانون مسوده د معارفي کولو په موقع د ایوان د اصولو د کمېټۍ مشر جمېز مېک ګورن وویل ورستۍ سروی، نظرپوښتنې، څرګندوي چې په امریکا کې دننه او په نړیواله کچه د مسلمانانو خلاف جذبات شوي او امریکې ضرورت لري چې دې ته قوي ځواب ووايي.
مېک ګورن وویل هاوس دې پړاو ته ځکه راورسېدو چې د ایوان یوې غړي د بلي غړي په اړه بې بنیاده قېصه جوړه کړي چې دا "معنا لري چې یو مسلم همکاره یې ترهګره ده…"
د صدر جوبایډن ډېموکرېټک پارټي په هاوس کې اکثریت لري. الهان عمر یې غړي دغه پارټۍ غړي او د منېسوټا ریاست نه هاوس ته مختب شوي ده.
د لورن بوربرټ ریپبلېکن پارټي په سېنټ یا د کانګرس په ایوان بالا کې اکثریت لري او ای پي وايي دا امکان کم دی چې د اسلاموفوبیا په اړه د هاوس نه منظوره شوي قانوني مسوده به سېنټ کې منظوري ترلاسه کړي.
د هاوس سپېکرې نېنسي پلوسي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د بوبرټ د رويي په اړه به د مجوزه قانون سازۍ مسودی اخیری ګام نه وي.
ای پي وايي الهان عمر په ماشوموالي کې د مور او پلار سره امریکې ته راغلې ده او اوس د خارجي چارو دپاره د هاوس د کمېټۍ غړي هم ده.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په مجوزه قانون بحث کې الهان عمر وویل امریکا د مذهب د ازادۍ په اصولو قایم شوی ملک دی او پکار ده چې امریکا د مسلمانانو او د نورو مذهبونو خلک په هدف کېدو په ضد ګامونه پورته کړي.
د ای پي ترمخه په هاوس کې د ریپبلېکن پارټۍ غړو د مجوزه قانون په مخالفت کې وویل چې دا په تادۍ کې تیار کړی شوی دی، په مکمله توګه د اسلاموفوبیا تشریح نه کوي او نه ده پکار چې دغه قانون مسلمانانو دپاره د نورو مذهبونو نه بېل تحفظ وړاندې کړي.
د ای پي ترمخه د پېنسېلوېنیا ریاست نه د ريپبلېکن پارټۍ غړي سکاټ پېري د الهان عمر مخکني بیانونو پېښ کړل او ویې وېل په دغه بیانونه د یهودیان مخالفت او د ترهګرۍ حمایت کوي. ای پي وايي ډېموکرېټس د پېرې خبرې د اصولو خلاف وبللې او د ریکارډ نه یې لرې کړې.
بوربرټ په مجوزه قانون بحث کې برخه وا نخیستله. د ډېموکرېټک پارټۍ جېن شاوسکي چې د مجوزه قانون په وړاندې کوونکو کې شامل دی وویل الهان عمر نه یوازې د نورو امریکایانو دلاسه بلکې د کانګرس دننه د حملو هدف شوي او ګواښونه ورکړی شوي دي او پکار ده چې د دې خاتمه وشي.
یادونه: دا خبر د ای پی نه ترجمه شوی دی