لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحقیقاتي کمېټۍ د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ په کانګرس د حملې مرکزي ذمه وار بللی 


ټرمپ د کانګرس په تحقیقاتي کمېټۍ هم تنقید کړی دی او دا یې رد کړې ده. هغه اوس هم دعوه کوي چې د کال 2020 صدارتي انتخاب کې درغلي شوي ده
ټرمپ د کانګرس په تحقیقاتي کمېټۍ هم تنقید کړی دی او دا یې رد کړې ده. هغه اوس هم دعوه کوي چې د کال 2020 صدارتي انتخاب کې درغلي شوي ده

د کال 2020 د جنورۍ په شپږمه نېټه د امریکې د کانګرس په ودانۍ د سلګونو احتجاج کونکو یرغل د تحقیقاتو دپاره کمېټۍ د 845 صفحو په خپل حتمي رپورټ کې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د حملې ذمه واری بللی دی.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان تحقیقاتي کمېټۍ خپل رپورټ کې، چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شو، وویل په کانګرس حمله د ټرمپ د هغه "سازش" نتیجه وه چې د 2020 د صدارتي انتخاب نتیجه ردولو په لړ کې هغه کولو.

د کانګرس د کمېټۍ رپورټ د 17 مېاشتو د تحقیقاتو نچوړ دی چې پکې د عیني شاهدینو بیانونه، دستاوېزات او د الیکټرانک مواصلاتو معلومات شامل دي.

کمېټۍ وویل ثبوتونه دې نتېجې ته ورځي چې په کانګرس د حملې په شا "مرکزي سبب" یو تن و او هغه پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ دی. "د هغه نه بغیر به د جنورۍ د شپږمې (نېټې) هېڅ واقعات نه وو شوي."

په کانګرس د حملې په وخت ټرمپ لا په وایټ هاوس کې و. هغه په احتجاج کونکو غږ کړی و چې د کانګرس وداني دې خالي کړی.

ټرمپ د کانګرس په تحقیقاتي کمېټۍ هم تنقید کړی دی او دا یې رد کړې ده. هغه اوس هم دعوه کوي چې د کال 2020 صدارتي انتخاب کې درغلي شوي ده.

د کال 2020 په صدارتي ووټونو کې ټرمپ د ریپبلېکن پارټۍ نه د صدارت د دویمې دورې امیدوار و خو د ډېموکرېټک پارټۍ موجوده جوبایډن هغه ته ماتی ورکړو.

د حملې د تحقیقاتو ترڅنګ په رپورټ کې په حکومتي چارواکو، ریاستونو، قانون سازانو او د هغه وخت په نایب صدر مایک پېنس د ټرمپ د فشار ذکر شوی دی چې غوښتل يې چې دغه خلک په (حکومتي) نظام کې مداخلت یا او یا د قانون خلاف ورزي وکړي.

کمېټۍ وویل ثبوتونه دې نتېجې ته ورځي چې په کانګرس د حملې په شا "مرکزي سبب" یو تن و او هغه پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ دی. "د هغه نه بغیر به د جنورۍ د شپږمې (نېټې) هېڅ واقعات نه وو شوي."
کمېټۍ وویل ثبوتونه دې نتېجې ته ورځي چې په کانګرس د حملې په شا "مرکزي سبب" یو تن و او هغه پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ دی. "د هغه نه بغیر به د جنورۍ د شپږمې (نېټې) هېڅ واقعات نه وو شوي."

د رپورټ شایع کېدو نه مخکې د کانګرس تحقیقاتي کمېټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ اخیرۍ غونډه وکړه او د کمېټۍ غړو په ټرمپ د یو شمېر جرمونو الزامات ولګول او د انصاف وزارت یا جسټس ډپارټمنټ ته يې په دې لړ کې شپارښتنه وکړه. د ټرمپ په ضد په دغو الزاماتو کې بغاوت، په حکومتي کار مخه نیول، د امریکې حکومت سره د درغلۍ سازش او د جعلي بیان سازش شامل دي.

د انصاف وزارت ته په ټرمپ د لګول شویو الزاماتو په اړه د کانګرس سفارشات قانوني حېثیت نه لري، یعنې جسټس ډپارټمنټ پابند نه دی چې په دغو سفارشاتو عملي اقدامات وکړي خو د وي او ای رپورټ وايي د کانګرس د کمېټۍ سفارشات د هغو شواهدو ملاتړ کولی شي چې په کانګرس د حملې په لړ کې د انصاف وزارت په خپلو جدا تحقیقاتو کې راټول کړي دي او د وزارت په دې فېصله اثرانداز کېدلی شي چې ایا په ټرمپ دې مقدمه شروع کړی شي او که نا؟

د کانګرس کمېټي وايي د کال 2020 د صدارتي انتخاب نتیجه رد کولو دپاره ټرمپ د سازش مرکزي کردار و خو د هغه ټول کوښښونه بالاخر د ناکامۍ سره مخامخ شول.

د کمېټۍ د رپورټ ترمخه‌ ټرمپ ته معلومه وه چې هغه صدارتي انتخاب بېللی دی او دا خبره ورته په واضحه ډول د مرستیالانو هم کړې وه.

په ټروت سوشل نومې خپله وېب پاڼه ټرمپ دغه خبره ردوي، او وايي دا "مکمل دروغ دي." ټرمپ لیکلي چې د یوه شېبه یې هم دا نه دي ګڼلي چې د 2020 په صدارتي انتخاب کې درغلي نه دی شوي او غلا شوی نه دی. "وخت تېرېدو سره زما یقین نور هم مضبوط شو."

په هاوس اف رېپرېزېنټېتیوز کې د ریپبلېکن پارټۍ هغه غړو چې د کانګرس د تحقیقاتي کمېټۍ دپاره نامزد شوي وو، د شورو، چهارشبې، په ورځ یې خپل رپورټ شایع کړی دی.

په دغه رپورټ کې زیاته توجه د امنیت په اړه نېمګړتیاو ته شوي ده چې له امله یې د کانګرس خپل پولیس او د واشنګټن ښار پولیس د کانګرس په ودانۍ د حملې د مخنیوي دپاره تیار نه وو. په دغه رپورټ کې په کانګرس کې د اړي ګړي زیاته ذمه واري د ډېموکرېټک پارټۍ د اوس اف رېپرېزېنټېتیوز سپېکرې په نېنسي پېلوسي اچول شوي چې د رپورټ په قول د اړي ګړي نه مخکې یې د امنیت اضافي ګامونه نه وو اخیستي او نه یې هم نېشنل ګارډز طلب کړي وو.

د وي او ای رپورټ وايي د ريپبلېکن پارټۍ په رپورټ کې په کانګرس د جنورۍ د شپږمې نېټې د حملې د بنیادي سبب په اړه څه نه دي وېل شوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG