لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د موسمي بدولون په موضوع په دوبۍ کې نړیواله غونډه شروع شوه


د سي او پي غونډې صدر سلطان الجابر د پنګې جوړېدو هرکلی وکړو او ویې وېل یو ای ايي به دغه پنګې ته 100 مېلین ډالر ورکړي. جرمني هم د 100 مېلین ډالرو لوظ وکړو او نورو ملکونو هم د موسم پنګې ته د پېسو ژمنې وکړې
د سي او پي غونډې صدر سلطان الجابر د پنګې جوړېدو هرکلی وکړو او ویې وېل یو ای ايي به دغه پنګې ته 100 مېلین ډالر ورکړي. جرمني هم د 100 مېلین ډالرو لوظ وکړو او نورو ملکونو هم د موسم پنګې ته د پېسو ژمنې وکړې

د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون کلنۍ غونډه چې د (COP 28) کانفرس په نوم پیژندل کیږي، په دوبۍ، متحده عرب اماراتو کې د پنجشبې په ورځ پیل شوه او تر دولسم دسمبر به دوام لري.

د موسمي بدلون په لړ کې د پرمختګ کوونکو ملکونو سره مرستې دپاره د کانفرنس په وړمبۍ په ورځ د یو فند یا پنګې بنیاد کښېودل شو.

د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، غونډې د نړۍ له هيوادونو څخه وغوښتل چې د تودوخې او دا زهرجن ګيسونو د مخنيوۍ لپاره خپلې هسې ګړندۍ کړي او عملى ګامونه واخلي.

په دوبۍ کې د موسمي بدلون په اړه دا کانفرس په داسې مهال کې کيږي چې لوړپوړو ساینس پوهانو خبرداری کړی چې نړۍ د موسمياتى بدلون د مخنیوي دپاره ټاکل شوی اهداف ترلاسه کولو و څخه لرې ده.

ديارلس ورځنۍ غونډه په داسې یو مهم وخت کې پيل شوې چې په تېرو دوو کلونو کي د موسمي بدلون له وجې د موسم په اړه يو شمير نوي ريکاډونه جوړ شول او احتمال دې چې دا کال به د بشري تاریخ تر ټولو ګرم وي.

د رپورټونو ترمخه، د نړۍ مشران، فعالان او کارپوهان به په دي ټينګار کوى چې څنګه د موسمى بدلون اثرات راکمېدی شي او د راتلونکى وخت لپاره د موسمى بدلون اثراتو لپاره ځانونه تيار کړي.

د نړۍ په تودوخي کې تر ټولو زياته اضافه کوونکو دوو ملکونو - امريکا او چين ـ مشران د دوبۍ په کانفرس کى ګډون نه کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ چې غونډه کي د ګډون لپاره دا مهال وخت په دوبۍ کي دی، څو ورځي وړاندې په یوه غونډه کې یې د موسمي بدلون ستونزه د پاکستان قامي سلامتيا ته يو خطر بللی و.

د موسمیاتو ماهر ماهر ډاکټرعابد قیوم سلهري وویل موسمي بدلون يو حقيقت دې او د پاکستان پشمول ټوله نړۍ دي حوالې سره سنجيده ده په پاکستان کي چې څه رنګه تبايانې د سيلابونه څخه اوشوې او هر کال د لو په وخت د بارانونو نه د غنمو فصل ضایع کيږى او تودوخه کي زياتوالې راراوان دې او یخني په کمېدو ده.

ډاکتر سلهري زياته کړه د موسمي بدلون په لړ پکاره ده چې وفاقي او صوبايي حکومتونه همکاري وکړي.

د کېتولېک عیسایانو مشر پوپ فرانسېس تېره میاشت خبرداری رکړی وو چې "هغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو د سقوط په حال کې ده."

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل اېنتونیو ګوتېریش د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې د موسمى بدلون سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه واخلي.

د موسمي بدلون په اړه کار کوونکي وايي د پاکستان د زراعت انحصار په نهري اوبو دی خو د تودوخې له وجې ګليشىرز يا د واورې خټان په تيزۍ ويلي کيږي چې ورسره د سيلابونو خطرې سيوا کيږي.

د چاپير يال د چارو کار پوهه ډاکټر عایشه وايي " موسمى بدلون مونږ ته ډير خطر راوړاندي کولې شي، زمونږ کرکيله په نهري اوبو باندي ولاړه ده او زياتره اوبه مونږ د اباسين نه اخلو خو د تودوخې له وجې زمونږ ګليشىرز په تيزۍ سره اوبه کيږي او راتلونکى 20- 25 کلونو کي دي کي به نور زياتولې اوشى چې له وجې به سيلابونه راځى٠"

په کال 2022م کې د طوفاني بارانونو او سیلابونو لکبله د پاکستان زرعي څانګې ته سخت زيان رسېدلې وو او حکومتي شميرې ښيي چې د سيلاب لکبله درې دريشت مېلينه خلک متاثره شوې او اقتصاد ته يي د دريشت بلينه ډالرو نقصان رسولی دی.

لکه څنګه چې پاکستان به په دي نړیوال موسمى بدلون کانفرس کې دوامداره او پراخ نړیوال ملاتړ غواړي، نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د پاکستان حکومت ته ويلى چې د مالي کال 2024-25 لپاره بجټ کي د موسمي بدلون پانګونو لپاره باید په عملي توګه ګامونه پورته کړي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره زیاتوي چې په دوبۍ کۍ د سي‌ او پي نومې غونډې په وړمبۍ ورځ نړیوالې ټولنې په هم غږۍ فېصله وکړه چې یو فنډ یا پنګه به جوړوي چې د هغو ملکونو سره مرسته به کوي چې د موسمي بدلون په نتیجه کې سېلابونه، زیات تودوخې او وچکالۍ ورته نقصان رسوولی وی.

ځینو ملکونو په سمدستي ډول دغې پنګې ته پېسې ورکول شروع کړل، که څه یې هم کچه د ضرورت نه کمه ګڼل کېدله.

د سي او پي غونډې صدر سلطان الجابر د پنګې جوړېدو هرکلی وکړو او ویې وېل یو ای ايي به دغه پنګې ته 100 مېلین ډالر ورکړي. جرمني هم د 100 مېلین ډالرو لوظ وکړو او نورو ملکونو هم د موسم پنګې ته د پېسو ژمنې وکړې.

په یو وروستي رپورټ کې ملګرو ملتونو اندازه لګولې چې موسمي بدلون سره د ځان برابرولو دپاره به پرمختګ کوونکي ملکونه هر کال 387 بېلین ډالرو ته ضرورت لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG