پاکستان کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۱۸۰ ته رسیدلې خو ځیني پاکستاني مطبوعات دغه شمیره ۱۸۴ ښايي. په ناروغانو کې زیات تره هغه خلک دي چې د ایران نه راستانه شوي. پاکستان کې د کرونا وبا خوریدو په سر د صحت قامي اډاڼې یا نظام په اړه اندېښنې هم سېوا شوي.
که څه هم تر اوسه په پاکستان کې د کرونا وایرس د لاسه د چا د مرګ او یا د یو تن نه بل ته د لږیدو پېښه نه ده رپورت شوې، او د صحت چارواکي ادعا کوي پاکستان کې رپورټ شوي ټول ناروغان د نورو هیوادونو لکه چین، ایران، شام، امریکا، برتانیې او سعوديعربستان نه ورغلي.
پاکستان کې زیات تره پېښې بیا د دغه هیواد په سند ایالت کې رپورټ شوي چرته چې ۱۴۶ کسان قرنطین یا ګوښه کړی شوي. په سند ایالت کې دوه تنه د قرنطین کیدو وروسته خپلو کورونو ته لیږل شوي او په سلګونو نور کسان د ایالت په بیلا بیلو سیمو کې په قرنطین مرکزونو کې ساتل شوي.
د پاکستان سند صوبې حکومتي ویاند مرتضا وهاب ویلي په ایالت کې د کرونا ناروغانو لویه شمیره د هغه شیعه زیارت کونکو ده چې د تفتان په لار د ایران نه بلوچستان صوبې ته راستانه شوي.
یو شمیر سیمه ایزو چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې د ایران نه په غیر قانوني لارو ګڼ شمیر کسان دغه ایالت ته راننوتي چې ځان د قرنطین کیدو نه وساتي. د دغه چارواکو د کرونا وایرس د خوریدو اندېښنې هم څرګند کړي.
پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره حکومت د ایران او افغانستان سره خپلې زمکنې لارې د اپریل میاشتې پورې تړلي چې د خلکو د تګ راتګ او د سامانونو په لار کرونا وایرس خور نه شي.
پاکستانيچارواکو د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي په خاطر د چین سره خپله زمکنۍ لارې پرانستل هم ځنډولي. په چین کې کرونا وایرس تر ټولو لومړی، په زیاته کچه او تر ټولو زیات کسان وژلي او ناروغه کړي او د چین نه دغه وایرس نورو هیوادونو ته خورشوی.
د جمعې په ورځ د پاکستان حکومت په هیواد کې د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره په ټول هیواد کې د تعلیمي ادارو د تړلو اعلان کړی. د دغې تر څنګ ټول نړیوال هوايي سفرونه محدود کړل شوي، د ودونو په دستورو، سنیماګانو او د خلکو په لویو ګڼو ګوڼو پابندي لګول شوې.
د ګل په ورځ اسلام اباد کې د بیجنګ سفیر یاو جنګ د چین سرکاري میډیا ته ویلي چین د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره پاکستان ته ۱۲۰۰۰ د ازموینې یا ټسټ کټونه، ۳ لکه تربوزکونه یا ماسکونه او د کرونا پرضد ځانګړې جامې ورکړي. د دغې تر څنګ چین پاکستان ته د عارضي هسپتالونو جوړولو لپاره ۴ میلینه ډالره هم ورکړي.
چین په تیرو پینځه کلونو کې په پاکستان کې د بیلینونو ډالرو سرمایه کاري کړې چې تر مخه يې په پاکستان کې سړکونه، بندرونه او د توانایۍ پلانټونه لګول شوي. او د دغې مقصد لپاره پاکستان ته په زرګونو چینايان هم کارونه له تللي.