لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د کرونا وایرس ښکار شئ "وارخطا کیږئ به نه"


د امریکا په سیا ټل ریاست کې د کرونا وایرس ښکار شوې37 کلنه الیزبت شنایډر واي که د کرونا وایرس ښکار شئ نو وار خطا کېږئ به نه.

د سي این این ټیلي وژن سره په خبرو کې الیزبت اوویل ددې رنځ په وخت چې هغې څه زده کړل دادي چې "وار خطا نه شئ"

هغه واي د فبرورۍ په 22 د خپلو ملګرو سره په یوپروګرام کې د ګډون درې ورځې ورستو ناروغه شوه.

الیزبت واي زه په کار کې ناروغه شومه.

هغه واي په سر یې درد شو، بدن یې خوږېدلو، او لږه تبه ېی شوه.

الیزبت چې په ځان پوه شوه نور کور ته لاړه او ووده شوه.

د هغې تر مخه چې د لږ ساعت خوب نه پس بیداره شوه نو 103 تبه یې وه.

الیزبت ګمان کوو ګني یخنۍ وهلې ده، هغې دا فکر نه کوو ګني دا کرونا وایرس وهلې ده.

خو کله چې هغې ته معلومه شوه په هغه پروګرام کې نور ګډون کونکي هم ناروغه شوي دي کوم ته چې دا ورغلې وه نو فکر منده شوه.

ډاکټرانو چې کله دوي وکتل نو عامه یخني یې نه وه.

بیا چې ورستو ددې ملګرو د کرونا ټیسټونه وکړل نو معلومه شوه دوي کرونا وهلي دي.

هغه واي دې په کور کې ځان یواځې کړو، ارام یې کوو او ځان له یې د دردونو څه داویانې واغستلې.

سي این این ته په مرکه کې الیزبت اوویل که څوک ناروغه شي نو په ځای ددې چې وارخطا شي او د ځان سره نور هم ناروغه کړي باید په کلاره په کور کې کیني او حوصله وکړي. الیزبت واي د 14 ورځو کرانټین ورستو اوس روغه رمټه ده،

نړېوالې وبا کرونا وایرس د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو کې خلق اغېزمن کړي دي.

د صحت ماهران واي که څه هم ددې ناروغۍ د درملنې لا کره علاج نشته دی خو که څوک ددې ناروغۍ ښکار شي نو ځان کرانټين یعني د نورو نه بیل کړئ.

د صحت ماهران مشورې ورکوي که څوک د کرونا ښکار شي نو ځان دې ېواځې کړي، سکول، کار روزګار يا سیل ته مه ووځئ.

د کور د نورو غړو سره مه وینئ. په یوه داسې کوټه کې پاتې شئ چې د هوا او رڼا بندوبست پکې وي. که چري څه مو پکار وي نو د چا مرسته وغواړئ.

په نیویارک کې د وي او ای ډیوه خبریال فضل الله د ډاکټر نصرالله خان سره د کرونا وایرس په اړه خبرې کړې دي چې دا څه ډول ناروغي ده او څه رنگ د یو نه بل تن ته لگي.

که تاسو ټوخېږئ، یخني مو کېږي، پوزه مو بهیږي، او د سلو درجو نه اوچته تبه مو وي یا ددغسې کوم تن خوا ته ورغلي یې نو ځان تر 14 ورځو یواځې کړئ.

روزانه په صابن لاس وینځئ، مخ مه ګروئ.

خپله خزله په یوه تیلئ کې وتړئ.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG