لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس د ونډو نړیوال بازارونه اغيزمن، او پاکستاني روپۍ نوره هم غورځولې


د کرونا وايرس د خورېدو سره سم د ونډو نړیوالو بازارونو تر څنګ د پاکستان د ونډو بازار۱۷۴۲ درجې راغورځولی. د دې ترڅنګ د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپو بېعه هم اتیا پېسې کمه شوې.

د اقتصادو ماهر لحاظ علي وايي د کروناوايرس له امله د پاکستان د ونډو بازار هم مخ په لاندې روان دی. پاکستان زياتره تجارت د چين سره کوي او ورسره د پاکستان د زرمبادلې لويه برخه د امریکا په تجارت اډاڼه لري. د نوموړي په وينا اوس په نړيواله کچه روزګار اغېزمن شوی نو نېغ په نېغه اثر يې د کراچۍ په سټاک اېکسچېنج پریوځي.

د چين په ووهان ښار کې د کروناوايرس مخې ته راتلو وړاندې د پاکستان د ونډو بازار کې مثبت نخښې په نظر راغلې وې او د ډالر قدر د روپۍ په مقابله کې ۱۵۴ ته راښکته شوی ؤ او د ونډو بازار هم ۴۳۰۰۰ سېوا شوی وو.

نن د زیارت په ورځ د کاروباري اونۍ په څلورمه ورځ د نورو ايشيايي بازارونو په رنګ د پاکستان د کراچۍ سټاک اېکسچېنج کې هم تجارتي هلې ځلې کمې شوې دي.

د اخري معلوماتو راتلو پورې د سلو کمپنيو تجارت د ۳۵۹۵۶ باندې روان ؤ. د زيارت په ورځ د پاکستان د ونډو بازار په ۳۶۶۸۹ پواېنټونو پرانستل شوی وو او پکې څلور نيم فيصده کمی ریکارډ شوی.

د اقتصادو استاذ پروفېسر معراج الحق وايي که د کروناخطر زياتېږي نو په کاروباري هلو ځلو به نور هم فشار زيات شي. د نوموړي په وينا چې په نړيوال کچ د ونډې بازارونه اغېزمن شوي او د دې اثر به ارومرو په پاکستان هم کېږي.

بل اړخ ته د دې منفي اغېز له کبله په پاکستاني روپۍ هم فشار زيات شوی دی او د روپۍ په مقابله کې ډالر اتيا پېسې نور هم ګران شوی دی. په پرانستې بازار کې د يو ډالر نرخ ۱۵۷ روپۍ پينځه پېسې وه او يو ډالر په ۱۵۹روپۍ خرڅېدو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG