لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: کرونا وبا سره د تړلو مسایلو له امله د خلکو د ځان وژنې رجحان زیات شوی


د کرونا وبا دلاسه د خلکو ذاتي، مالي او نفسياتي مشکلات او بې روزګاري سېوا شوې چې له امله یې ماهرین وايي په ټولنه کې د خلکو د خپل ژوند د ختمولو يا ځان وژنې رجڅان زیات لیدل کېږي.

د نفسياتو يوه ماهره یا سائېکالوجسټ سميه عارف وايي يو انسان چې کله د خپل ځان ختمولو کوشش کوي د هغې په شا ذاتي، مالي يا نفسياتي وجوهات او مشکلات وي او د کرونا وبا په وخت کې داسې قسمه مسلې سېوا شوي دي.

هغه وايي: "بعضې خلک په ذاتي يا فطري توګه باندې دومره کمزوري وي چې په هغوي که مشکل لږ نور سېوا شي نو هغوي سره بله لاره نه وي. يواځينۍ لاره ورسره دا وي چې هغوي ځان وژنه وکړي."

د ذهني صحت يو بل ماهر يا سایکاټرسټ ډاکټر ميا افتخار حسین هم وايي د خودکشۍ يا ځان وژنې په شا خفګان يوه لویه وجه ده.

ډاکټر ميا افتخار حسین وايي هغه کسان چې د ژوند نه تنګ وي "هغه دا ګني چې زما څه حېثيت نشته، زما د ژوند تېرولو څه وجه نه ده پاتې، زه په خاندان، په کورنۍ او خپلو دوستانو او ټولنه بوج يمه، زما ژوند بې مقصده دی او که زه ځان ووژمه نو زما دوستان ،کورنۍ او ټولنه به په ارام شي او زما بوج به پرې ختم شي."

ډاکټر ميا افتخار حسېن وايي د کورونا وبا له وجې د ډېرو خلکو د بې روزګاره کېدو او د کورني مشکلات سېوا کېدو له وجې د ځان وژنې پېښې سېوا شوي دي. هغه وايي که د يو انسان د خودکشۍ خيال هم ذهن کې راځي نو پکار ده هغه چار چاپېره خپل خپلوانو سره خپله مسله شريکه کړي.

هغه وايي: "د بچ کېدو طريقه دا ده که دا څيزونه د کورنۍ خلک يا دوستان ګوري نو پکار ده چې هغه سره خبرې اترې وکړي، او دې کس له هم پکار ده چې د کورنۍ خلکو او دوستانو سره ملاوېل ډېر کړي هغوي چې دا وګوري چې دا انسان دې پله تلی دی نو پکار ده چې هغه اوري او ملګرتيا ورله ورکوي."

هغه زياتوي: "پکار ده چې (ملګري او خپلوان) ورته د ژوند ښه اړخونه ښايي، د هغه ژوند ته عزت ورکوي او ورته وايي چې د ژوند ښه اړخونه هم شته، لارې هم شته او د نفسياتي مسلو هوارولو کومو سهوليات دي د هغې نه مدد اخستی شي."

د پېښور پوهنتون د ټولنپوهنې څانګې يوه استاذه ډاکټر ناېله قاضي وايي په وروستيو کې په سوشل ميډيا زيات خلک د خپلو خيالاتو اظهار کوي خو دې سره نااميدي سېوا کيږي. هغه وايي پکار ده خلک خپل ذاتي، نفسياتي او مالي مشکلات هم د خپل خپلوانو او دوستانو سره شريک کړي او که څه نفسياتي مسله وي نو پکار ده چې د پوهانو او ماهرانو نه مرسته ترلاسه کړي.

هغه وايي: "که تاسو پام کړی وي نو مخکې به خلک مشرانو سره کښېناستل او خپلې مسلې او نور څيزونه به يې هغوي سره شريکول. په داسې سخت وخت او حالاتو کې کورنۍ د داسې اسره وي چې هغه انسان ته ذهني ارام ورکوي او حالاتو ته يې تياروي. يوه غټه وجه زما په اند دا ده چې مونږ د خپلو ضرورتونو لپاره اوس په سماجي رسنيو اډانه کوو."

د ذهني صحت ماهران وايي پکار ده د کورونا وبا دې سخت حالاتو نه اغېزمن ذاتي، مالي او نفسیاتي مسلې لرونکي خلک يا خو د پوهانو نه مرسته واخلي او که دا نه شي کولی نو خپل غم يا ذهني مسلې دې خپل چارچاپېره خپلوانو او دوستانو سره شريک کړي او د دغه مسلو د هوارلو لپاره دې د هغوي نه مشورې واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG