لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې مکمل لاک ډاون نه تر 18.3 میلینه روزګارونه ختمېدی شي، اکنامک سروی وایي


Textile Mill Pakistan
Textile Mill Pakistan

د پاکستان مرکزي حکومت لخوا خپور کړل شوي د روان مالي کال د پاره په ملک کې د معيشت جاج اخستلو لپاره شوې اکنامک سروی وايي ملک کې د کرونا وبا يا د کویډ-19 وبا مخنيوي د پاره شوي لاک ډاون يا بندېزونو د لاسه د 14 لکه نه واخله تر یو کروړ 83 لکه خلکو روزګارونه ختمېدی شي.

دا سروی ښايي 2020 کال کې د محدود لاک ډاون سره د 14 لکه خلکو روزګار ختمېدی شي چې د ملک د ټول روزګار څه 22.2 فيصدي برخه ده. او مالي لحاظ سره به د دغه رزګارونو ختمېدو سره به څه 30 اربه روپو نه سېوا نقصانونه وشي خو که دغه لاک ډاون مکمل لاک ډاون وي نو بيا دغه سروی وايي چې د یو کروړ ۸۳ لکه پورې خلک چې د مزدور طبقې څه 30 فيصدي برخه دي خپل روزګارونه بائېلي شي او د دې بې روزګارۍ مالي نقصان به څه 315 اربه روپۍ وي.

د پاکستان حکومت د کویډ-19 يا د کرونا وبا د لاسه په معيشت د دې بد اثرات او د خلکو روزګار ختمېدو اثرات لرې کولو د پاره د سټرېټيجې لرلو دعوی لري خو مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د پښتونخوا اکنامک پاليسي ريسرچ انسټي ټيوټ مشر پروفېسر ډاکټر ظهور الحق وايي دا یو حقيقت دی چې د لاک ډاون سختېدو سره به بې روزګاري هم زياتيږي خو خبره دا ده چې دا لاک ډاون څومره وخت او څومره سختولو سره به څومره زر ملک د دغې وبا نه ځان خلاصولی شي. خو مونږ له به اول دا فېصله کول وي چې دې نه ځان خلاصولو د پاره به مونږه کومه سټرېټيجي خپلوو.

پروفېسر ډاکټر ظهور الحق وايي: " په روزګارونو خو د دې وبا اثرات شته، څومره به وي دا په دې اډانه دي چې څومره اوږدوې موده يا څومره زر ختمېږې، په مکمل لاک ډاون کې به دا زر ختميږي، په محدود لاک ډاون کې به دا ډېرې مودې د پاره وي. خو دواړو اړخو ته يې هغه عوامل يې په دې کې نه دي اخستي، لکه که په محدود لاک ډاون کې يو کس ناروغه شو نو د هغې به څه اثر وي، په محدود کې به اثر ځکه وي چې خبره به وږديږي او شپږو، اتو مياشتو يا کال ته به رسيږي او پوره لاک ډاون کې به خبره زر ختميږي."

پروفېسر ډاکټر ظهورالحق زیاتوي چې ده ته ښکاري پاکستان کې دا صورتحال ځکه ډېر خراب دی چې دا حکومت ته ښکاره معلومه نه ده چې څه کول پکار دي او هم دغه وجه ده د معيشت دغه سروی د حکومت پاليسۍ سره سمون د پاره او د محدود لاک ډاون په اړه او د دې روزګار باندې اثر په اړه اندازې او شمېرې ښودلي.

"اثرات په دې باندې اډانه لري چې ستا صحت او د هغې مفروضې يې په دې رپورټ کې نه دي ورکړي، نو ماته خو داسې ښکاري چې د خپل وزيراعظم د مرستې د پاره دوي دا تجزيه وړاندې کړې ده، خو که ريښتيا ووايم نو زه په دې شمېرو يقين نه کومه. خو په خلکو يې اثر شته. دا اوس د حکومت په لاس کې ده چې دوی د دې وبا مخ نيوی د کومې پاليسۍ د لاندې کوي چې اثر يې کم نه کم شي."

دغه سروی رپورټ وايي مرکزي کابينې د 144 اربه روپو د وزيراعظم د طرفه د مالي مرستې د پېکج اعلان کړی دی او بيا حکومت د مزدورانو د پاره هم بېل څه د 200 اربه روپو مالي مرستې اعلان کړی دی. خو پوهان وايي داسې ښکاري حکومت سره د دې وبا د خاتمې او د دې اثرات نه بهر راوتلو د پاره څه لاره نشته ځکه دوي وېره لري پاکستان کې به د کرونا وبا معاشي اثرات هم د اوږدې مودې لپاره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG