لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان په موجوده انتخابي کېمپېن کې د پخوا په شان ولوله نه لیدل کېږي


د اګست په میاشت کې پارلېمنټ د تحلیل کېدو وروسته پکار ده چې انتخابات د نومبر په میاشت کې شوی وی خو د مردم شمارۍ په سبب ووټونه د فېبرورۍ د میاشت پورې وځنډېدل. د جنورۍ په میاشت کې د سېنېټ غړو غوښتنه وکړه چې د امنیت د صورتحال له امله دې انتخابات وځنډول شي
د اګست په میاشت کې پارلېمنټ د تحلیل کېدو وروسته پکار ده چې انتخابات د نومبر په میاشت کې شوی وی خو د مردم شمارۍ په سبب ووټونه د فېبرورۍ د میاشت پورې وځنډېدل. د جنورۍ په میاشت کې د سېنېټ غړو غوښتنه وکړه چې د امنیت د صورتحال له امله دې انتخابات وځنډول شي

د ګرانۍ او په سیاسي توګه د غیر یقیني حالاتو له امله د پاکستان په موجوده انتخابي کېمپېن کې د پخوا په شان ولوله نه لیدل کېږي او د ووټونو امیدواران او د انتخابي موادو چاپوونکي وايي کوښښ کوي چې په لږو پېسو خپل کارونه وکړي.

د کال 2018 نه پس د پاکستان نوي عام انتخابات د فېبرورۍ په اتمه نېټه کېدونکي دي.

هېواد د اقتصادي کرکېچ نه تېرېږي، د ګرانۍ شرح قریباً 30 فیصد ده، د ډالر په مقابل کې روپۍ غورځېدلې ده او د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف نه د درې بېلین ډالرو قرض په مرسته پاکستان د خپل اقتصاد د بحالولو لار نیولې ده.

د انتخاباتو نه وړاندې د پخواني وزیراعظم عمران خان تحریک انصاف پارټۍ خلاف ریاست په پراخه کچه اقدامات شروع کړي دي. عمران خان چې د اګست د میاشت راهسې د بډو رشوتونو په الزام په زندان کې دی، انتخاباتو دپاره نااهله ټاکل شوی دی او په تېرو دوو ورځو کې ورته د لسو او د څوارلسو کلونو د قېدا جدا جدا سزاګانې هم اورول شوي دي. پي ټي ايي ویلي د دغو سزاګانو خلاف به اپیل کوي.

په کراچۍ کې د انتخاباتو دپاره د سیاسي ګوندونو جهنډې خرڅوونکی جاوېد جیواني وایي په تېرو انتخاباتو کې به هلې ځلې ډیرې وې او کاروبار به یې هم ښه و خو د تېر الېکشن په مقابل کې دا ځل یې کاروبار نیم په نیمه کم شوی دی.

د انتخاباتو امیدوارن هم د پخوا په شان لوی غونډې نه کوي او هغه موټرې چې په لارو کوڅو کې به ګرځېدې انتخابي پوسټرې به پې لګېدلې وې او په لوړ اواز به یې موسیقي غږوله داځل خاموشه دي.

سید ارسلان حېدر په کرچۍ کې مېشت پېنټر دی، وايي د تېر الېکشن په مقابل کې دا ځل د یو مربع فټ بېنر په قیمت کې 130 فیصد اضافه شوې ده. د لاهور پېنټر عبدالعزیز وايي د سټېکرو قیمت 70 فیصد زیات شوی او پوسټرې 90 فیصد ګرانۍ شوې دي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټر تاج حېدر وايي د جلسو او انتخابي مواد د چاپولو او د پېسو بچ کولو دپاره دوی په ټېلې وېژن اشتهارونه چلوي.

د متحده قومي مومنټ سېنېټر فېصل سبزواري وايي که وسایل ورسره وی نو د تېرو کېمپېنونو په شان به یې اوسنی کېمپېن هم چلولو.

په پاکستان کې مالداره امیدواران او د ملک دننه او د ملک نه بهر خلک سیاسي پارټیانو ته چندې ورکوي خو دا ځل د ووټونو د تاریخ په اړه غېریقیني صورتحال د سیاسي ګوندونو مالي وسایل متاثره کړي دي.

د اګست په میاشت کې پارلېمنټ د تحلیل کېدو وروسته پکار ده چې انتخابات د نومبر په میاشت کې شوی وی خو د مردم شمارۍ په سبب ووټونه د فېبرورۍ د میاشت پورې وځنډېدل. د جنورۍ په میاشت کې د سېنېټ غړو غوښتنه وکړه چې د امنیت خراب صورتحال له امله دې انتخابات وځنډول شي.

د عمران خان او د هغه پي ټي ايي د ګوند غېر موجودګۍ له امله هم په انتخاباتو کې ولوله نه لیدل کېږي.

کاروباري خلک او امیدواران وايي پوځ عمران د اقتدار نه بهر ساتل غواړي خو پوځ دا خبره ردوي. پي ټي ايي د کال 2018 پارلماني انتخابات ګټي وو.

مهربانو قرېشي د پخواني خارجه وزیر او د پي ټي ایی د نایب چېرمېن شاه محمود قرېشي لور او د ووټونو امیدواره ده، وايي خلک ویرېږي چې د پي ټي ايي د ملاتړ اظهار وکړي او انتخابي نخښې په کورونو ځوړندې کړي.

مهربانو قرېشي وویل کله هم چې څوک د پي ټي ايي نخښه په کور ولګوي نو پولیس هغه خلک ویروي او تنګوي. خو د لاهور پولیس په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پي ټي ايي د پارلېمنټ پخوانی غړی او په موجوده انتخاباتو کې د پارټۍ امیدوار خرم شېر زمان وايي داسې معلومېږي چې خلک د "اېسټېبلېشمنټ" ویرېږي او پارټۍ ته چنده ورکولو نه ډډه کوي او د پارټۍ غړي د خپلو جېبونو نه پېسې لګوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG