لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: خضدار کې د سي ټي ډي يو افسر په چاودنه کې وژل شوی


د اپرېل په لسمه نېټه په کوټه کې د چاودنې وروسته پولیس افسران د پېښې د ځای معاینه کوي
د اپرېل په لسمه نېټه په کوټه کې د چاودنې وروسته پولیس افسران د پېښې د ځای معاینه کوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار سیمه کې د ترهګرۍ ضد سي ټي ډي پوليسو يو افسر په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پوليس چارواکو په وينا پوليس افيسر هغه وخت په نخښه شوی چې هغه له خپل کور څخه د ډيوټۍ لپاره د سرکاري دفتر پر لوري روان وو.

د خضدار د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي،

" نن د پنجشنبې په سهار شاوخوا 11 بجې د خضدار جهالاوان مېډيکل کالج په سيمه کې چاودنه وشوه، چې پکې د پوليس افيسرو ووژل شو، دا ريموټ کنټرول چاودنه وه چې هدف يې هم دا افيسر وو".

په پېښه کې د وژل شوي افيسر شناخت د شربت خان په نامه شوی دی.

د چارواکو په وينا هغه د ترهګرۍ ضد پوليس محکمې " سي ټي ډي" څانګه کې د انسپکټر پر عهده دنده درلوده.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو پېښه غندلې او د پېښې رپورټ يې طلب کړی دی.

د پېښې زمه واري د رپوټ تر وخته کوم چا نده منلې، خو د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر پوليسو، ايف سي او پاکستاني پوځ او سرکاري ودانيو د بمي بريدونو او هدفي وژنو زمه واري زياتره وخت نا قانونه ګرځول شوي بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيمونه مني.

تر دې وړاندې تېره ورځ د بلوچستان څلور پوليس عسکر د سيند صوبې په جېکب اباد سيمه کې د عملياتو پر وخت وژل شوي وو.

د پوليسو په بيان کې ويل شوي وو چې د سيند صوبې د جېکب اباد په جاګير سيمه کې د وسله والو ډاکوانو پر ضد د عملياتو پر وخت په ځوابي ډزو کې د يو انسپکټر په ګډون څلور د پولیس عسکر وژل شوي وو.

په سرکاري بيان کې ويل شوي وو چې د سهه شنبې په شپه د بلوچستان د جعفر اباد ضلعي پولیسو د ځايي اغوا شوي فرقان نومي تن له ډاکوانو د خلاصولو په موخه په جاګير سیمه کې عملیات کول چې پر دې مهال له ډاکوګانو سره وسلواله نښته شوې او پوليس عسکر پکي وژل شوي، په بيان کې د ډاکوګانو د تاوان په اړه کوم تفصيل ندی ورکول شوی.

د بلوچستان وزیر اعلي میر عبد القدوس بزنجو د پولیس عسکرو مېړانه ستایلې او ویلي دي چې پولیسو د ټولنې د دښمنانو ضد عمليات کول او په قرباني ورکولو سره يې خپل حق ادا کړ.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې پر پولیسو بېلا بيلې حملې شوي چې د زیاترو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالو ډلو او د ځينو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان مني.

یواځي روانه میاشت په بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا 22 تنه امنیتي عسکر وژل شوي چې زيات تر شمېر پکې د پولیس عسکرو دی.

دوه ورځې وړاندې په 25 اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ویلي وو، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي. هغه وويل تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي او په بلوچستان کې 206 پېښې شوي، 80 وژل کسان پکې شوي او 170 ژوبل شوي دي.

هغه ويلي وو سږ کال تراوسه پورې په بلوچستان کې په 4040 عملیاتو کې 25 ترهګر وژل شوي 129 نيول شوي دي.

د پوځ ويانددعوه کړې وه چې په بلوچستان کې د امنيت وضع ښه شوې ده، د ترهګرۍ په نره مقابله شوې ده او دا مبارزه به روانه وي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG