لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو لپاره افغانستان لومړی او پاکستان څلورم خراب هېوادونه دي


ایسلینډ په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو غوره هیواد دی.
ایسلینډ په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو غوره هیواد دی.

په یوې نوې سروې کې راغلي دي چې په نړۍ کې د مېرمنو لپاره تر ټول بد هېواد افغانستان دی او پدغه کتار کې پاکستان څلورم ځای لري.

ددوي په پرتله ایسلېنډ او ناروې هغه هېوادونه بلل شویدي چې د ښځو لپاره تر ټولو ښه دي.

د اوسلو د سولې او څېړنې د انسټیټیوټ او د جیورج ټون د انسټیټیوټ څېړنکارانو ګډه سروې ښايي چې د ښځو لپاره لومړي څلور تر ټولو خراب اسلامي هېوادونه دي. پدغو هېوادونو کې افغانستان، سوریه، یمن او پاکستان شامل دي.

د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ښه هېوادونو کې بیا د ایسلېنډ او ناروې وروسته سویټزرلینډ او سلوینیا دي.

دغه سروې د اکټوبر پر ۲۶ خپره شوه، چې د نړۍ په ۱۵۳ هېوادونو کې د ښځو د تعلیم، کار، ښځو سره د عدالت، تبعیض، د هغوې د امنیت او په ټولنه او کورنۍ کې ورسره د زور زیاتي په اړه پوښتنې شوي دي.

یوه پوښتنه دا هم وه چې څومره ښځې تیلیفون لري، ځکه چې تیلیفون ښځو ته یو ډول ازادي ورکوي. په درجه بندۍ کې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ښځو وضعیت تر ټولو بد او شمالي اروپا کې تر ټولو ښه ښودل شوي دي.

د راپور پر بنسټ ناروې، آیسلنډ سویتزرلنډ، بلجیم، سنګاپور، ډنمارک، جرمني او برتانیا له دې پلوه د ښځو لپاره غوره او ښه هېوادونه دي.

د راپور له مخې د ښځو لپاره په خرابو هېوادونو کې تر ډېره له ښځو سره عدالت نه کیږي، تبعیض ورسره کیږي، په ټولنې او کور کې ورسره زورزیاتی کیږي، تعلیم او کار ته نه پرېښودل کیږي، د نارینوو په پرتله مساوي حقوق او ازادي نه ورکول کیږي.

امریکا په ۲۲ نمبر ده، ځکه چې دلته لا هم ښځو ته په ډېرو ادارو کې د نارینوو په اندازه تنخوا نه ورکول کیږي او همدغه راز ښځو ته د زیږون رخصتي نه ورکول کیږي او امریکا کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښې هم زیاتې دي.

راپور وايي په ایران کې بیا د سیمې د هېوادونو په پرتله ډېرې ښځې بانکي حسابونه لري او تعلیم کوي، خو لا هم په دغه هېواد کې یوه ښځه د خپل میړه له اجازې پرته پاسپورټ نشي اخیستی، دا د مېړونو له لوري د ښځو د کاري ځواک ځپل دي چې ښځې له تاویخوالي نشې ساتلی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG