لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ په مقدمه کې عدالت د عمران خان ضمانت منظور کړو


اسلام اباد هايکورټ ته خواست کې عمران خان دريځ خپل کړى و چې هغه مجرمانه ريکارډ نه لري او چې کله عدالت غواړي نو هغه به د تفتيش لپاره حاضر وي
اسلام اباد هايکورټ ته خواست کې عمران خان دريځ خپل کړى و چې هغه مجرمانه ريکارډ نه لري او چې کله عدالت غواړي نو هغه به د تفتيش لپاره حاضر وي

پخواني وزير اعظم عمران خان ویلي پوځ د تحريک انصاف پلويان ځوروي او د ریاستي ادارو په ضد د مبینه وېنا په سر حکومت په ټېلې وژن چینلو بندیز لګولی چې د عمران خان تقریرونه به نېغ په نېغه نه نشر کوي او د اسلام اباد هايکورټ د ترهګرۍ په مقدمه کې دعمران خان ضمانت منظور کړى دى.

اسلام اباد هايکورټ ته خواست کې عمران خان دريځ خپل کړى و چې هغه مجرمانه ريکارډ نه لري او چې کله عدالت غواړي نو هغه به د تفتيش لپاره حاضر وي.

د دې نه مخکې د ځايي مجسټريټ په مدعيت پوليس د زنانه سيشن ججې او د سر ښار پوليس مشر ته په مبینه توګه د ګواښونو ورکوولو په تور د عمران خان په ضد مقدمه درج کړې وه او د يو شخصي ټي وي سره خبرو کې د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنا ويلي هغه غواړى چې عمران خان ګرفتاره کړي خو لومړی به د مرکزي کابينى نه اجازت اخستل وي.

وې او اى ډيوه سره خبرو کې په حکومتي اتحاد کې شامل د جمعیت علماى اسلام د سيڼټ غړي کامران مرتضى وايي هغه د سياسي مخالفينو په ضد د مقدمو په حق کى نه دى خو د مرتضې په خبره غمران خان دومره تاو اخستى چي د حکومت سره د هغه په ضد د قانوني کاروايي نه علاوه بله لار نه ده پاتې.

د عمران خان نيزدې ملګرى شهباز ګل په رياستي ادارو کې د تقسيم راوستو په سر د بغاوت په تور ګرفتارکړى شوی دى او د ملکي ادارو په ضد د کرکى نه ډکى خبرى کوولو پسر حکومتي ادارى پيمرا د عمران تقرپر په ټي وٸ چينلو نپغ په نيغه نشر کوولو بنديز هم لګولى دى.

تيره ورځ پنډى لياقت باغ کې جلسى ته وينا په وخت عمران خان تور لګولى پوځ د اسلام اباد پوليس باندى د فشار اچـوي چې د تحريک انصاف پلویان ګرفتار کړي او دوي وځوروي.

د پاکستان پوځ څو وارې ملکي چارو کې د ککړتيا تورونه رد کړى او پوځ وياند جرنل بابر افتخار په ملکي سياستمداران باندى غږ کړى خپل مينځه شخړو کې دې پوځ نه ښکیل کوي.

د قامي اسمبلۍ نه مستعفي د تحريک انصاف غړى جنيد اکبر خان وايي چي کله د پوځ وسيلي د پي ډي ايم حکومت د دفاع لپاره کارولى کيږي نو د تحريک انصاف پلويان به مایوسه کېږي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې جنيد اکبر زياته کړه دوي غواړي پوځ د بيانونو نه د کردار نه دا ثابته کړي چي دوي بې پلوه یا نيټورل دي.

بل اړخ ته انتخابي کميشن د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند لخوا د عمران خان په ضد توشه خانه رېفرينس کې پخواني وزير اعظم عمران خان ته راتلونکي ٢٩ آګست پورى ځواب جمع کوولو امر ورکړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG