لاس رسیدونکی لینک

 
د هند د کرناټکا ریاست عدالت په تعلیمي ادارو کې په حجاب پابندي په ځای وساتله 
تازه خبر

د هند د کرناټکا ریاست عدالت په تعلیمي ادارو کې په حجاب پابندي په ځای وساتله 


په کرناټکا ریاست کې د حجاب په سر لانجه په داسې حال کې شروع شوه چې یو کالج په خپلو شپږو مسلمانو زدکونکو جینکو په کلاسونو کې د حجاب په اغوستلو پابندي ولګوله. مسلمان طالب علمانو د دې په ضد احتجاجونه شروع کړل او په حجاب بندیز یې د خپلو بنیادي حقونو خلاف ورزي وبلله
په کرناټکا ریاست کې د حجاب په سر لانجه په داسې حال کې شروع شوه چې یو کالج په خپلو شپږو مسلمانو زدکونکو جینکو په کلاسونو کې د حجاب په اغوستلو پابندي ولګوله. مسلمان طالب علمانو د دې په ضد احتجاجونه شروع کړل او په حجاب بندیز یې د خپلو بنیادي حقونو خلاف ورزي وبلله

د هندوستان په کرناټکا ریاست کې یو عدالت په سکولونو او کالجونو کې په حجاب پابندي په ځای وساتله او په خپله فېصله کې یې وویل چې حجاب اغوستل د اسلام بنیادي برخه نه ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د کرناټکا عدالت د نهې، سه شنبې، په ورځ د مسلمانو مېرمنو د یوې ډلې په خواست واوروله. په دغه خواست کې د کرناټکا په سکولونو کې په حجاب د بندېز مخالفت شوی و.

د رپورټ ترمخه په ریاست د وزیراعظم نرندره مودي بهارتیه جنتا پارټۍ حکومت دی.

په کرناټکا ریاست کې د حجاب په سر لانجه په داسې حال کې شروع شوه چې یو کالج په خپلو شپږو مسلمانو زدکونکو جینکو په کلاسونو کې د حجاب په اغوستلو پابندي ولګوله. مسلمان طالب علمانو د دې په ضد احتجاجونه شروع کړل او په حجاب بندیز یې د خپلو بنیادي حقونو خلاف ورزي وبلله.


د مسلمانانو د احتجاج په ضد کې هندو هلکانو هم مظاهرې شروع کړې او د زغفران د رنګ رومالونه یې راپورته کړل. زغفراني رنګ د هندو مذهب سره په علامتي ډول تړل کېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په داسې حال کې چې په کرناټکا ریاست کې مذهبي تاو تریخوالی په زیاتېدو و حکومت په نورو سرکاري تعلیمي ادارو کې هم په حجاب بندیز ولګولو او ویې وېل تعلیمي ادارې دا حق لري چې د زدکونکو دپاره د لباس په اړه قوانین جوړ کړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کرناټکا عدالت په خپله فېصله کې وویل ریاستي مامورینو چې د زدکونکو د یونیفارم (د سکول جامو) په اړه کوم هدایات جاري کړي دي د رای د ازادۍ په حقونو مناسب قدغن دی.

د کرناټاکا ریاست د های کورټ مشر (ې) ریتوراچ اسوتي په فېصله کې وویل عدالت په دې نظر دی چې مسلمان مېرمنو دپاره حجاب اغوستل د مذهب د بنیادي عمل برخه نه ده.

د هندوستان د پارلیماني چارو وفاقي وزیر پرهالد جوشي وویل چې د عدالت فېصله دې ومنل شي. هغه وویل زدکونکو دې توجه خپل تعلیم ته وکړي.

د فېصلې وروسته د کرناټکا اعلا وزیر باوسراج بومای په مسلمانانو زدکونکو غږ وکړو چې کلاسون ته دې ستانه شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په حجاب د بندیز په سر احتجاج کې مسلمانانو زدکونکو د کلاسونو نه بایکاټ کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼ مسلمان سیاسي مشرانو د عدالت به فېصله مایوسي څرګنده کړې ده.

د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر پخواني اعلا وزیر عمر عبدالله وویل د جامو انتخاب د یوې مېرمن خپله خوښه ده چې هغه څّه ډول جامې اغوستل غواړي هغه وویل عدالت دغه بنیادي حق و نه ساتلو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د عدالت د فېصلې نه وړاندې د کرناټکا حکومت د احتجاجونو د مخنیوي دپاره په ځینو ځایونو کې تعلیمي ادارې بندي کړې وې او په لویو غونډو یې بندیز لګولی و.

امکان دی چې د کرناټکا د عدالت د فېصلې په ضد سپریم کورټ ته خواست وکړی شي.

د انساني حقونو یو شمېر فعالان په حجاب د بندیز په مخالفت کې ودرېدلي دي او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې په سکولونو کې په حجاب د دې نه وړاندې پابندې ولې نه ده لګول شوې؟

د مسلمانانو د حقونو ځینې فعالان وايي دې خبرې سره اتفاق کوي چې حجاب اغوستل د اسلام د بنیادي عمل برخه نه ده خو بندیز پرې د امتیازي سلوک په بنیاد لګول شوی دی.

زکیه سونم د بهارتیه مسلم ملیها اندولن نومې د مسلمانانو د یو تنظیم باني ده وايي په هندوستان کې د ګڼ شمېر مذهبونو منونکي اوسېږي او د پارلېمنټ ځینې غړي هم د زعفران د رنګ لباس اغوندي نو ځکه که څوک د حجاب په اغوستلو عقیده لري نو پکار ده چې اجازت یې ولري.

هغې وویل د عدالت د فېصلې په نتیجه کې ځینې زاړه پاله والدېن خپلې لوڼه د سکولونو نه وېستلی شي.

زکیه سونم زیاته کړه چې د حجاب په مسله به د هندوستان د اکثریتي هندو مذهب منونکو او مسلمانانو ترمنځ اختلافات نور هم زیات شي. مسلمانان د هندوستان د ابادۍ 14 فیصده برخه دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د حجاب په سر د لانجې نه څو میاشتې وړاندې د کرناټکا حکومت په ریاست کې د غوا په خرڅېدو او حلالولو پابندي لګولې وه او د قانون یوه مسوده یې هم وړاندې کړې وه . په مجوزه قانون کې په غیرقانوني توګه د مذهب د بدلولو دپاره د لس کاله قید سزا تجویز شوي، د مختلفو مذهبونو ترمنځ ودونه او اسلام او یا عیسایت قبولول نور ګران کړی شوي وو.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG