لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې عدالت د مرګ لومړۍ  سزا اورولې


د تیراه پولیس د یو چارواکي ایران ګل په وینا نیول شوی تن بیا په جمرود کې ډسټرکټ اینډ سیشن کورټ ته وړاندې کړل شو چرته چې د څو میاشتو پلټنو اؤ عدالتي کارروایۍ نه وروسته په زیور شاه د دوو کسانو وژنه په مبینه توګه ثابت شوه اؤ بالاخر هغه ته په دغه مقدمه کې دتیزندۍ سزا واورول شوه
د تیراه پولیس د یو چارواکي ایران ګل په وینا نیول شوی تن بیا په جمرود کې ډسټرکټ اینډ سیشن کورټ ته وړاندې کړل شو چرته چې د څو میاشتو پلټنو اؤ عدالتي کارروایۍ نه وروسته په زیور شاه د دوو کسانو وژنه په مبینه توګه ثابت شوه اؤ بالاخر هغه ته په دغه مقدمه کې دتیزندۍ سزا واورول شوه

د خیبر ضلعې سیمه ییز عدالت د زیارت په ورځ د تیراه سیمې یو تن زیور شاه ته دغیرت په نامه دخپلې میرمن اؤ یو نارینه خپلوان د وژلو په جرم کې دتېزندۍ سزا اورولې ده.

په کال 2018م کې د قبایلی سیمو په خېبر پختونخوا صوبه کې له ورګډیدو اؤ دغلته د هیواد دعدالتي نظام له ورغځیدو راپدیخوا دا وړومبی ځل دی چې د سیمې یو اوسیدونکي ته د وژنې یا د قتل په جرم کې د ځایي محکمې له لوري د مرګ سزا اورول شوې ده.

دغیرت په نامه وژنو کې ککړ دغه مجرم ته دعدالت لخوا د لسو لکو روپو دجرمانې سزا هم اورول شوې ده چې د وژل شوؤ کسانو د کورنۍ غړو له به په مساوي ډول ورکول کیږي.

په تیراه کی دموجودو پولیسو په وینا زیور شاه څه موده وړاندې د غیرت په نوم اول خپل یو نارینه خپلوان وژلی ؤ اؤ وروسته یې غوښتل چې خپله پیغله لور هم ووژني خو د هغه میرمن خپله لور خوندي ځائ ته لیږلې وه اؤ زیور شاه بیا په غصه کې خپله میرمن د کور دننه وژلې وه.

دپولیسو په وینا تر دغو وژنو وروسته زیور شاه له کلي تښتېدلی ؤ اؤ ددې وژنو په اړه معلومات هیچا هم ځایي پولیسو ته نه ورکول چې له امله د تیراه پولیسو له خپله انده د زیور شاه په ضد FIR درج کړو اؤ بیا څه موده وروسته د هغه په نیولو کې بریالي شول.

د تیراه پولیس د یو چارواکي ایران ګل په وینا نیول شوی تن بیا په جمرود کې ډسټرکټ اینډ سیشن کورټ ته وړاندې کړل شو چرته چې د څو میاشتو پلټنو اؤ عدالتي کارروایۍ نه وروسته په زیور شاه د دوو کسانو وژنه په مبینه توګه ثابت شوه اؤ بالاخر هغه ته په دغه مقدمه کې دتیزندۍ سزا واورول شوه.

ځایي قانون پوهان دا یوه تاریخي فیصله ګڼي اؤ وایي چې د قبایلی سیمو دننه دا اول ځل دی چې یو ځایي اوسیدونکي ته د وژنې په تور کې د مرګ سزا اورول شوې ده.

تر دې وړاندې په پخوانۍ فاټا کې د هاغه وخت پولیټیکل انتظامیه ته د پیرنګي د وخت دقانون یعني فرنټئر کرائمز ریګولیشن لاندې دا قانوني اختیار نه و چې چا له دې د وژنې په تور کی د مرګ سزا ورکړي, البته د قتل اؤ داسې نورو لویو جرمونو په تور کې به تر څوارلسو کالو د بند سزا وړکړل کیدای شوه.

د خیبر د عدالت له اړخه د اورول شوې دې فیصلې په اړه د سیمې یو ځوان وکیل سجاد خان ګڼي چې اوس تر څه حده د ځایي اوسیدونکو په عدالتي نظام اعتبار پځائ شوی اؤ ددغه تاریخی فیصلې نه ورویته به اوس ځایي اوسیدونکو د پاره دا ممکنه نه وي چې د غیرت په نوم مخې ته راتلونکې داسې پېښې به د عدالت نه پټې وساتي.

د هغه په وینا د ځایي عدالتونو دغسې فیصلو سره به په ضم شؤو قبایلي ضلعو کې د سختو یا خطرناکو جرمونو شرح هم کمه شي اؤ زیات خلک به بیا دغه محکمو ته رجوع کوي.

خو چرته که قانون پوهان یا وکیلان د خیبر عدالت ددغه فیصلې په اړه ډیر خوش بینه دي اؤ دا د قانون یوه ګټه ګڼي نو هلته هاغه قامي مشران څوک چې تر اوسه د انضمام مخالف دی اؤ غواړي چې د قبایلی سیمو پخوانی حیثیت باید بیرته پځائ کړل شي, د خیبر دضلعي عدالت دغه فیصلې منلو ته تیار نه دي.

د ذخه خیل قام یو مشر ملک عبدالرزاق اپریدی وایي چې دا فیصله د قبایلي روایاتو خلاف ده اؤ دا چې عدالت تورن کس سره زیاتی کړی دی .

هغه البته دا هم مني چې پخپله د قبایلي روایاتو له مخه هم دغسې تن له د جرګې د فیصلې له مخه هم د مرګ سزا ورکولی شي, البته فرق دا وي چې د عدالتي فیصلې له مخه مجرم له پانسي ورکولی شی اؤ د قبایلي جرګې له اړخه مجرم د وژل شوي تن کورنۍ ته د وژل کیدو د پاره سپارل کیږي.

بل اړخ ته د تیراه نه دتر لاسه شؤو معلوماتو له مخه هلته ځایي قامي مشرانو د عدالت د فیصلې غندنه کړې اؤ ددغه فیصلې په ضد یې د احتجاج اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG