لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعظم سواتي دضمانت خواست رد،عدالت وایي دعمري یا اووه کلن بند سزا ورته اورؤل کیدای شي


د تحريک انصاف ګوند او دبشري حقونو تنظيمونه د اعظم سواتي ګرفتاري د راېې د اظهار په ضد بولي او د اعظم سواتي سياسي مخالفين هم په عدالتي پريکړه نيوکې کوي
د تحريک انصاف ګوند او دبشري حقونو تنظيمونه د اعظم سواتي ګرفتاري د راېې د اظهار په ضد بولي او د اعظم سواتي سياسي مخالفين هم په عدالتي پريکړه نيوکې کوي

داسلام اباد ځانګړي عدالت د رياستي ادارو په ضد لانجمنو ټويټونو کولو په تور د تحريک انصاف ګوند دنیول شوي سينیټر اعظم سواتي د ضمانت خواست رد کړى او دعدالتي فيصلې تر مخه اعظم سواتي د ٧ کاله بند سزا سره مخ کيدلى شي.

د تحريک انصاف ګوند او دبشري حقونو تنظيمونه د اعظم سواتي ګرفتاري د راېې د اظهار په ضد بولي او د اعظم سواتي سياسي مخالفين هم په عدالتي پريکړه نيوکې کوي.

دعدالتي پريکړې ترمخه اعظم سواتي دخپل ټو يټس د لارې د پوځ په ضد کمپاين پيل کړى و چې هدف ېې د رياستي ادارو په ضد ولس راپارول وو.

قانون پوهه او د اعظم سواتي سياسي حريف د جميعت علماء اسلام( ف ) سره تړاو لرونکى د سينيټ غړى کامران مرتضا د اسلام اباد دځانګړي عدالت په پريکړه نيوکى کوي اؤ وي او ای ډیوه ته وایي هغه د اعظم سواتي له لوري ټو يټس کې د پوځي افسرانو دنومونو اخستو حمايت نه کوي خو دا دومره لوىې جرم نه دى چې هغه پرې د ضمانت د حق نه محروم وساتل شي.

د پلټونو مرکزي ادارې ايف ایي ای د رياستي ادارو په ضد دټو يټس کولو په تور اعظم سواتي د اليکټرانکي جرمونو د قانون د٢٠ مادې لاندې ګرفتار کړى دى.

تيره ورځ د ضمانت دخواست اوريدنې په وخت د اعظم سواتي وکيل د هغه دموکل په ضد د ياد قانون د لاندى کاروايۍ باندې نیوکې کړې خو عدالت دا نیوکې رد کړې.

قانون پوهه عادل قاضي ايډوکيټ د اسلام اباد دځانګړي عدالت د پريکړې دفاع کوي اؤ وي او ای ډيوه ته وایي اعظم سواتي عدالت کې د خپل ټو يټس نه انکار نه دى کړى.

دعادل قاضي په خبره د ملکي قانون لاندې که يو تن يو جرم پرله پسې وکړي نو بيا عدالت هغه ته ضمانت نه ورکوي.

د نومبر په مياشت کې هم د پلټنو مرکزي ادارې ايف ای ای د هغې وخت دپوځي سرلښکر جنرال(ر)قمر جاويد با جوه په ضد دټو يټس کولو په تور اعظم سواتي ګرفتار کړى و خو بيا عدالت هغه په ضمانت خوشی کړى و.

اعظم سواتي په هغه مهال په امنیتي ادارو هغه سره دناوړه چلند تورونه لګولى وو او په دې تور یې د پوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي د مرستیال مشر جنرال فيصل نصير په ضد د کاروايۍ غوښتنه کړې وه خو د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله د اعظم سواتي دا تورونه رد کړي وو .

اعظم سواتي دا تور هم لګولی ؤ چې کويټه جوډيشل کالونى کې د پاتې کيدو په وخت د هغه او دمېرمنې نه یې په پټه ويډيو جوړه کړى شوې وه او دا مهال د سينيټ دمشر صادق سنجراني په حکم په بیلابیلو ګوندونو باندى ګډه کميټي ددې ویډیو په هکله پلټنې کوي.

دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې دغه ویډیو جعلي بللې ده اؤ وایي دبیلابیلو ویډيوګانو برخې رایوځایي کړل شوي اؤ دا ویډیو ترې جوړه کړل شوې ده.

که څه هم د بشرې حقونو تنظيمونه او تحريک انصاف د اعظم سواتي په ضد کاروايي د راېې د اظهار په ضد بولي خو هم د تحر يک انصاف ګوند د واکمنۍ په وخت د قامي اسمبلى غړى علي وزېر د رياستې ادارو په ضد دتقرير کولو په تور ګرفتار کړل شوى و او ټولو قضييو کې دضمانت باوجود لا تر اوسه دکراچۍ جيل کې بنديوان دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG