لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پاکستان د انتظام لاندې د کشمیر وزیراعظم عدالت د چوکۍ نه لرې کړو


د مظفراباد های کورټ چیف جسټس صداقت حسین راجه په مشرۍ کې د عدالت څلور کسیزه ډلې د الیاس خلاف د مقدمې اورونه وکړه او هغه يې د عدالت په سپکاوي کې ککړ وموندلو
د مظفراباد های کورټ چیف جسټس صداقت حسین راجه په مشرۍ کې د عدالت څلور کسیزه ډلې د الیاس خلاف د مقدمې اورونه وکړه او هغه يې د عدالت په سپکاوي کې ککړ وموندلو

پاکستان د انتظام لاندې د کشمیر وزیراعظم سردار تنویر الیاس عدالت د توهین په سر د دوو کلونو دپاره د عوامي چوکۍ دپاره نااهله وټاکلو او د چوکۍ نه يې لرې کړو. د هغه وکیلان وايي د عدالت د فېصلې په ضد به سپریم کورټ ته خواست ورکوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ سردار تنویر الیاس ته عدالت تېره هفته د هغه د تقریر په سر سزا ورکړه چې هغه په کې ویلي وو عدالت يې د حکومت په کارونو کې مداخلت کوي.

د مظفراباد های کورټ چیف جسټس صداقت حسین راجه په مشرۍ کې د عدالت څلور کسیزه ډلې د الیاس خلاف د مقدمې اورونه وکړه او هغه يې د عدالت په سپکاوي کې ککړ وموندلو.

عدالت په خپله فېصله کې وویل چې سردار تنویر الیاس نااهله دی او د اینده دوو کلونو دپاره د اسمبلۍ غړی او یا بله عوامي چوکۍ نه شي ترلاسه کولی.

عدالت وویل د های کورټ د فېصلې خلاف الیاس خپله مقدمه سپریم کورټ ته وړلی شي. د هغه وکیلانو وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ به اپیل کوي.

په عدالت کې موجود د رویټرز خبریالا وویل د الیاس د مقدمې د سماعت په مهال په عدالت کې یو وډیو وښودل شو چې وزیراعظم په کې تقریر کوي. عدالت د سردار تنویر الیاس نه وپوښتل چې په وډیو کې چې کوم تن په تقریر لیدل کېږي دا هغه دی هو الیاس یې تاید وکړو. عدالت ترې بیا پوښتنه وکړه چې ایا الیاس د خپلې وېنا تردید کول غواړي؟

الیاس په تقریر کې د خپلو خبرو تردید و نه کړو او د عدالت نه معافي وغوښتله. د رویټرز ترمخه عدالت د هغه بخښنه و نه منله.

رویټري وايي الیاس شته من کاروباري تن دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG