د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان پرضد د هغه د مبينه لور ټېرن وايټ د قضيې دپاره اسلام اباد هايکورټ د جمعې په ورځ نوی د درې کسيزه ججانو بنچ جوړ کړی دی.
په عمران خان د مبينه لور تور دی چې د نامزدګۍ په کاغذاتو کې یې دغه خبره پټه کړې وه د هغه خلاف د نااهلۍ دپاره عدالت ته خواست شوی وو.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، اسلام اباد هايکورټ د جسټس طارق محمود جهانګیري په مشرۍ د درېو ججانو لارجر بنچ جوړ کړل شوی، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت پکې شامل دي.
ويل شوي، اسلام اباد هايکورټ به په 21 مه مې د قضيې اورېدنه کوي.
د عمران خان د نااهلۍ دپاره محمد ساجد محمود نومې تن خواست کړی او په خواست کې ويل شوي وو، عمران خان د ټېرن وايټ د ساتنې دپاره په برتانیه کې انتظامات کړي خو د نامزدګۍ په کاغذونو کې یې يادګېرنه نه وه کړې.
ویل شوي د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د ټېرن وايټ د قضيې څخه ځان جلا کړی دی.
له دې وړاندې هم درېو ججانو د دې قضيې اورېدنه کوله، جسټس محسن اختر کیاني او جسټس ارباب محمد طاهر په دغه بنچ کې شامل وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان تور دی چې د هغه د امريکا د کېليفورنيا ریاست د سيتا وايټ نومې ښځې نه يوه لور (ټېرن وايټ) ده، خو عمران دا نه مني. سيتا وايټ په 2004م کال کې مړه شوې وه.
خواوشا 32 کلنه ټېرن وايټ د سيتاوايټ لور ده، هغې په کال 1997م کې د لاس اېنجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد خواست کړی خو ويل کيږي په دغه وخت عمران خان د طبي معاينې (ډي اېن ای) دپاره د نمونو ورکولو نه انکار کړی وو.
د عدالتي اورېدنې وروسته عمران خان امريکايي رسنيو ته ويلي وو هغه به په پاکستان کې د وینې نمونه ورکړي او د پاکستان د عدالت فېصله به مني او زياته کړې يې وه هغه د کيليفورنيا او انګلېنډ اوسېدونکی نه دی پاتې شوی.
Forum