لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین کې دکرونا سېوا کېدونکې پېښې، ایا نړۍ د کرونا وبا دنوي څپې سره مخ کېدونکې ده؟


دچین لخوا د زیرو کووډ پالیسۍ دختمولو راپدیخوا بیلابیلو روغتونونو اؤ مرده خانو کې د بې کچه رش اطلاعات هم مخې ته راروان دي اؤ ماهرین اوس داسې اندېښنې ښایي چې دکرونا وبا دیوې نوې بڼې دمرکز په توګه مخې ته راتلی شي
دچین لخوا د زیرو کووډ پالیسۍ دختمولو راپدیخوا بیلابیلو روغتونونو اؤ مرده خانو کې د بې کچه رش اطلاعات هم مخې ته راروان دي اؤ ماهرین اوس داسې اندېښنې ښایي چې دکرونا وبا دیوې نوې بڼې دمرکز په توګه مخې ته راتلی شي

چین کې په کرونا وایرس دقابو موندلو لپاره د پرځاي کړل شوې "زیرو کووډ پالیسۍ" دختمیدو سره سم په دغه هیواد کې یو وارې بیا دلکونو په شمیره دکرونا وبا دپېښو مخې ته راتلل پیل شوي دي اؤ‌ څېړونکي اندېښنې ښایي چې په ممکنه توګه نړۍ یو وارې بیا د کرونا وبا دیوې نوې بڼې سره مخ کیدای شي.

چین روانه میاشت د کرونا وایرس دقابو کولو لپاره دخپلې پالیسۍ ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د نوي کال په دویمه اوونۍ کې به دغیرملکي مسافرو چین ته په راتلو د قرنظین شرط ختمولی شي.

دچین د ملي روغتیا کمیشن د کرونا وایرس نه داغېزمن کیدو اؤ مړینو دشمیرو مخې ته راوړلو کار هم ودرولی دی.

دچین بیلابیلو سیمو کې اوس اندازې لګول کیږي چې په دې وروستیو اوونیو کې په دغه هیواد کې په سلهاؤ یا زرګونو کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

دچین لخوا د زیرو کووډ پالیسۍ دختمولو راپدیخوا بیلابیلو روغتونونو اؤ مرده خانو کې د بې کچه رش اطلاعات هم مخې ته راروان دي اؤ ماهرین اوس داسې اندېښنې ښایي چې دکرونا وبا دیوې نوې بڼې دمرکز په توګه مخې ته راتلی شي.

د کرونا وبا څخه دنړۍ دابادۍ دپینځمې برخې داغېزمن کیدو اندېښنې مخې ته راغلې دي اؤ ویل کیږي په دې کې زیاتره هغه خلک اغېزمن کیدای شي چې په د وبا په تېره څپه کې یې دمدافعت نظام کمزوری شوی ؤ اؤ په دغو خلکو کې تر اوسه ګڼ شمیر دکرونا ضد ویکسین نه هم محرومه دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې(ډبلیو ایچ او) دمعاینو دڅانګې دمشرې سومیه سوامیناتهن وینا ده چې دچین دابادۍ یوه لویه برخه د کرونا وبا پرضد دمدافعت جوګه نه ده ځکه چې هلته د زاړه عمر خلک زیات دي اؤ هغوئ کې هم زیاترو ته کرونا ضد ویکسین نه دي لګول شوي یا یې هم د ویکسین اضافي خوراک نه دی اخستی.

دسومیه سوامیناتهن په وینا دچین په وضعیت به اوس نظر ساتل وي چې ایا هلته د وبا یوه نوې بڼه خو نه رامنځته کیږي.

په چین کې د کرونا وایرس د زیاتو پېښو یو ناساپه مخې ته د راتلو له امله دنړۍ یو شمیر هیوادونو حفاظتي ګامونه اخستل هم پیل کړي دي.

امریکې،اټلي ، جاپان ،هند اؤ ملایشیا روانه اوونۍ اعلان کړی دی چې هغوئ دچین نه د راتلونکو مسافرو د روغتیا په اړه لا نور ګامونه پورته کوي.

دخبري شبکې ای ایف پي ترمخه دجینیوا پوهتنون د ګلوبل هیلتهـ انسټي ټیوټ مشر یا ډایریکتر انتونیو فلاهوت ویلي هرکله چې په نړۍ کې یو ناساپه یو ارب اؤ 40 کروړه خلک د وبا ښکار شي نو له دې امله دایز عوامل رامنځته کیږي چې پکې د کرونا وبا نوې بڼه مخې ته راتلی شي.

دفرانس لیون پوهنتون اړوند د وبایي ناروغیو ماهرې برونو لینا هم د ورته اندېښنو څرګندونه کړې ده اؤ دفرانسیې لاخوا ورځپاڼې سره یې خبرو کې ویلي دي چې چین په ممکنه ډول د کرونا وایرس دنوؤ بڼو مرکز جوړ جوړیدای شي.

امریکایي چارواکو نیوکې کوي چې د کرونا وبا په اړوند دچین څخه تصدیق شوې شمیرې مخې ته نشته چې له امله به یې د روغتیا پالانو لپاره ګرانه وي چې چې ووایي کرونا وبا په کومه نوې بڼه رامنځته کیدای شي اؤ ددې دخوریدو نه وړاندې باید داسې څه ګامونه تجویز کړل شي چې خلک پرې ددې وبايي ناروغۍ دنوې بڼې نه ځان خوندي وساتي.

هند اؤ جاپان له وړاندې ویلي چې دوئ به دچین نه راتلونکو کسانو لپاره دپي سي ار ازموینه لازمي ګرځوي.

(د وي او ای اردو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG