لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کروناوایرس نوي قسم، اومیکران وریانټ، په اړه د نړېوالو اندېښنې او غبرګونونه


د صحت نړېوال تنظیم (ډبلیو اېچ او) وایي د کروناوایرس د خورېدو مخنیوي دپاره لا زیاتو کوششونو ته ضرورت شته. بل اړخ ته ساینسپوهان په دې هڅه کې دي چې د ساوټ افریقې نه راخورشوې د کروناوایرس نوې بڼې – اومیکران وېریانټ – خطرې معلومې کړي.

په افریقې کې د یوې خوا که د کرونا د لګول شویو وېکسینونو کچه ټیټه ده، د بلې خوا خلک د تحفظي ګامونو نه په تنګ راغلي، او دا دوه وجې دي چې خلک په افریقې کې د زیاتې خطرې سره مخ دي.

ماهرین وایي، دا د حیرانۍ خبره نده چې افریقې کې د کروناوایرس نوی قسم پیدا شوی دی.

د افریقې د آباتۍ د اته فیصده ٪۸ نه کم خلکو د کوویډ-۱۹ یا کروناوایرس وېکسینونه لګولي دي، او په دې توګه داسې یو ماحول برابر شوی چې هلته کې وایرس په تېزۍ سره خورېدی شي او خپله بڼه هم بدلولی شي.

ډاکټره ماري سټېفن د صحت نړېوال تنظیم (ډبلیو اېچ او) د افریقې په څانګه کې یو ټېکنېکل آفیسره ده. هغه وایي د وېکسینونو په نشتون کې، په کار ده عوام تشویق شي چې د وایرس د خورېدو مخنیوي او د خلکو د ژوند بچولو دپاره نور تحفظي ګامونه اوچت کړي.

ډاکټرې ماري سټېفن زیاته کړه: "مونږ ته په کار نده چې ستړي شو، باید کار ته دوام ورکړو چې مطمین شو ماسکونه اچوو، له نورو نه خپله فاصله ساتو، غیرضروري غونډې جوړې نکړو، خپل لاسونه پاک وساتو، نو دا ټول د وېکسین ترڅنګ د تحفظ دپاره یو بل ډال دی."

د ساوټ افریقې ساینسپوهانو د کروناوایرس نوې قسم – اومیکران وېریانټ- تېره هفته ومونده. اوس په دې تحقیق روان دی چې معلومه شي دا نوی قسم څومره په تېزۍ خورېدلی شي او د وېکسین په مقابله کې څومره توان لري.

که څه هم تر اوسه دې پوښتنو ته کره ځوابونه ندي پیدا شوي، مګر برطانیې، امریکا، او یورپي اتحاد د نوي قسم وایرس پیدا کېدو ته په غبرګون کې، ساوټ افریقې نه راتلونکو مسافرو باندې بندیزونه ولګول.

خو د ډبلیو اېچ او ماري سټیفن وایي، د کرونا وایرس دا نوې بڼه اوس وخته د براعظمونو تر سرحدونو اووښتې او د افریقې په ملکونو چې دمخه یې لا ائیرپورټونو کې د کرونا ټېسټونه عملي کول پیل کړي، د سفري پابندیو لګول غلط جواب دی.

ډاکټره سټیفن زیاته کړه: "نړۍ ته په کار ده چې هغو سره په یکجهتۍ سره غبرګون څرګند کړي. د حل لاره دا نده چې په سفرونو پابندۍ ولګول شي، بلکې د دې کېسونو په پیدا کولو کې زمونږ صلاحیت، د ممکنه خطرو پیدا کول، او د خطرو د اثراتو کم کول دي چې په ورته وخت کې انټرنشنل سفرونو ته هم سهولت برابر کړو، ځکه مونږ په اقتصاد باندې د کرونا وبا تباه کوونکي اثرات لیدلي دي."

بل اړخ ته د ساوټ افریقې د وبایي امراضو د قامي انسټیټوټ مشره ډاکټره میشل ګروم وایي: "دا امید شته چې د راتلونکې څلورمې چپې په اړه د ځینو فکرمندیو په وجه، هغه کسان چې پخوا یې ویکسینونه نه لګول، اوس ولاړ شي او وېکسین ولګوي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG