د صحت عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) د وبا دپاره د آمادګۍ د نړېوالې ورځې په لمانځنې سره، له ټولو ملکونو غوښتي دي چې د آینده وباګانو دپاره دې آمادګي ولري.
د ډبلیو اېچ او مشر، تېډراس ادهانوم ګېبرېیسس په یو ویډیویي پیغام کې ویلي: "که مونږ په آمادګۍ کې ناکامه شو، نو ناکامۍ ته باید آماده اوسو. تېرکال د نړېوالې آمادګۍ د څارنې بورډ خپل اولنی رپوټ جاري کړ او هغه کې ویل شوي چې نړۍ په خطرناکه توګه د یوې عالمي وبا دپاره غیرآماده ده."
تېډراس د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې که د عالمي وباګانو دپاره پوره آمادګۍ ونه نیسي، نو بیا به یې دا حال وي چې له یوې وبا به یې ځان په سختۍ نه وي خلاص کړی چې بله وبا به ورته لګېدلي وي. هغه وویل چې د وباګانو دپاره داسې لنډ نظر ساتل، خطرناکه دی.
د کرونا وبا اول ځل د چین په ووهان ښار کې راپیدا شوه او بیا له هغه ځایه په یو کال کې د د نړۍ هرې برخې ته ورسېده. د دې وبا له امله، عالمي صحت او د نړۍ ټول اقتصاد سخت وځپل شو.
د صحت عالمي اداره یا ډبلیو اېچ او وایي چې تر اوسه پورې په ټوله دنیا کې د کروناوایرس د پېښو شمېر څه باندې اتیا (۸۰) میلینه دی او په دې مرض باندې ټوله دنیا کې اوولس (۱۷) لاکه کسان مړه شوي هم دي.
د دغو زړه بوږنوونکو شمېرو سره سره، د ګټورو او اثرناکه وېکسینونو په جوړېدو سره اوس دا هیلي راپیدا شوي چې کروناوبا به په آینده څو میاشتو کې په نړۍ کې ختمه شي. د ډبیلو اېچ او مشر ټېډراس هم دې وېکسینونو ته خوشحاله دی، خو خلکو ته مشوره ورکوي چې بې غوري دې نه کوي.
ټېډراس پخپل پیغام کې ویلي: "تاریخ مونږ ته څرګندوي چې دا به آخري عالمي وبا نه وي، او وباګانې د ژوند یوه برخه ده. ټولو ملکونو ته په کار ده چې د هر ډول قدرتي آفاتو او وباګانو د مخنیوي او مقابلې دپاره آمادګۍ ولري او سرمایه کارۍ وکړي."
د صحت عالمي ادارې مشر دا هم زیاته کړه چې موجوده وبا ته د ماتې ورکولو او آینده وباګانو ته د آمادګۍ نیولو یوازېنۍ لاره ټولو ملکونو ته دا ده چې په مشترکه توګه او د پیوستون په روحیې سره کار وکړي. هغه دا هم وویل چې د دې لپاره، ضروري ده چې د غریبو او شتمنو، ټولو ملکونو غوښتنې په نظر کې وساتل شي او دوی ټول سره یو لاس آمادګۍ ونیسي.