لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جی: طالبان دې د مطبوعاتو په ضد زور زبرستی بند کړي


وي او ای، ريډيو فري يورپ او ريډيو ازادۍ په يو بيان کې ويلي بندېز د طالبانو د وزارت اطلاعات او کلتور لخوا لګول شوی چې د ډيسمبر د وړومبۍ نېټې نه عملي کړل شوی او دواړه ريډيوګانې يې د ايف ايم او ميډيم ويو د نېټ ورک نه لرې کړی شوي دي
وي او ای، ريډيو فري يورپ او ريډيو ازادۍ په يو بيان کې ويلي بندېز د طالبانو د وزارت اطلاعات او کلتور لخوا لګول شوی چې د ډيسمبر د وړومبۍ نېټې نه عملي کړل شوی او دواړه ريډيوګانې يې د ايف ايم او ميډيم ويو د نېټ ورک نه لرې کړی شوي دي

د خبريالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کميټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس (سي پي جی) په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې د ميډيا خلاف زور زبردستی بند کړي او ژر تر ژره دې د وي او ای، ريډيو فري يورپ او ريډيو ازادۍ په نشرياتو بندیزونه دې لېرې کړي. يادې ريډيوګانې د امريکا د کانګرس په مالي مرسته چلېږي. مومي.

وي او ای، ريډيو فري يورپ او ريډيو ازادۍ په يو بيان کې ويلي بندېز د طالبانو د وزارت اطلاعات او کلتور لخوا لګول شوی چې د ډيسمبر د وړومبۍ نېټې نه عملي کړل شوی او دواړه ريډيوګانې يې د ايف ايم او ميډيم ويو د نېټ ورک نه لرې کړی شوي دي .

په بيانونو کې ويلي شوي طالبانو يو شمېر شکايتونه تر لاسه کړي وو چې د ريډيوګانو نشريات سم نه دي. ريډيو فري يورپ په يو بيان کې ويلي دوی به خپل نشريات د بهر نه کوي او د ډېرو نه ډېرو اورېدونکو ته به د نورو لارو ځان ور رسوي

په جرمني کې د سي پي جی د ايشيا کوارډينيټر بېح لېح يي ويلي “طالبان دې ژر تر ژره د ريډيو فري يورپ، ريډيو لېبرټي او وايس اف امريکا نه په افغانستان کې بندېز اوچت کړي”.

په بيان کې ويلي شوي “ياد ريډيوګان مهم معلومات خلکو ته ور رسوي چې ډېر ضروري دي او د ژوند ژغورلو په کار راتلی شي. دا تازه ګامونه دا ښیي چې طالبانو کوم لوظونه کړي وو د هغې نه په شا کيږي چې په افغانستان کې به ميډيا ازاده وي”.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد

ار ايف اي/ار ايل چې مقامي خلک يې ازادۍ په نامه پېژني په بيان کې ويلي ياد ريډيو په افغانستان کې ډېر مقبول دی چې د ولسي ژوند نه واخله جينکو ته په دري او پښتو ژبو کې درسونه هم ورکوي.

وي او ای ليکلي چې سټيشن يې روزانه په پينځلس ايف ايم ريډيوګانو او دوه ميډيم ويوز چينلونو په پښتو او درۍ ژبه دولس ساعته خپرونې کوي.

سي پي جی وايي دوی هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد نظر واخلي خو د هغه لخوا ورته هيڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

د امريکا د نړيوالې ميډيا ادارې يو ايس ای جي ايم لخوا د افغان طالبانو د دې پرېکړې چې هغه ايف ايم ريډيو ګانې يې په خپله ولقه کې اخیستلي دي چې د ادارې لخوا چلېدې او د ميډيم ويوز څپې يې تړلې دي ته خپل غبرګون ښکاره کړی او ويلي يې دي د څو کلنو راهسې شوی حکومتي تړون طالبانو يې مات کړی او په لويه کچه اورېدونکي يې د اشنا ريډيو د ازادو نشرياتو او معلوماتو تر لاسه کولو نه بې برخې کړي دي.

په يو ليکلي بيان کې ادارې ويلي وي او ای د افغانستان خلکو ته نېغ په نېغه د بې طرفه معلوماتو د رسولو زريعه وه. ادارې عادي وګړي ته د خپل غږ پورته کولو موقع ورکړې وه او هغې بحثونو ته يې ځای ورکړی چې په ځايي ميډيا کې پرې خبره کول د بندېز سره مخ وي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG