لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب، ترکي، مصر او چین تر ټولو زیات خبریالان قید کړي، سي پي جی وايي


امریکا او ملگري ملتونه په کال ٢٠١٨ کې په ترکی کې د سعودي عرب په سفارتخانه کې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جمال خاشقجي د قتل الزام په محمد بن سلمان لگوي
امریکا او ملگري ملتونه په کال ٢٠١٨ کې په ترکی کې د سعودي عرب په سفارتخانه کې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جمال خاشقجي د قتل الزام په محمد بن سلمان لگوي

د مطبوعاتو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ویلي سعودي عرب، ترکي، مصر او چین د نړۍ څلور داسې هېوادونه دي چې تر ټولو زیات خبریالان یې په زندانونو کې بند کړې دي.

سي پي جی د شورو، چهارشنبې، په ورځ شائع شوي خپل بیان کې وویل په نړۍ کې پرله پسې په څلورم کال په سلگونو خبریالان په زندانونو کې پراته دي چې د تېرو څو کلونو راهسې په قید کې د صحافیانو لویه شمېره ده.

په کال ٢٠١٩ کې په نړۍ کې په زندانونو کې د خبریالانو د شمېرې په اړه د سي پي جی په بیان کې د چین ‏ژي ژنگپنگ، د ترکي صدر رجپ طیب اردوان، د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او د مصر عبدالفتح السیسي نومونه اخیستل شوي چې په دوی نتقید کوونکي مطبوعاتو په ضد د گامونو نه نه په شا کېږي.

د سي پي جی ترمخه، په نړۍ کې دا وخت په مجموعي توه ٢۴٥ خبریالان قید دي او د هغو خبریالانو شمېره په زیاتېدو ده چې د درغونو او جعلي خبرونو خپرولو په الزام نیول کېږي.

ادارې وویل په تېر یو کال کې د روس او سنگاپور په رنگ ځورونکو ملکونو داسې قوانین جوړ کړي چې ترمخه یې د جعلي خبرونو چاپ کول جرم ټاکل شوی.

د کال ٢٠١٥ راهسې دا لومړی ځل دی چې د زیاتو خبریالانو په قید کولو ترکي د نړۍ اولنی ملک نه دی او سي پي جی وايي دا ځکه چې هیواد کې د صحافت د ازادۍ مخه نیول شوې ده او هغه خبریالان چې قید وو او یا یې په ضد مقدمې وې، هغوی ازاد کړی شوې دي.

په چین کې دا وخت ۴٧ قید دي. سي پي جی وايي زیاتره هغه خبریالان زاندان ته لېږل شوي چې د هیواد په سنکیانگ صوبه کې د ویغورو مسلمانانو خلاف د چین د اقداماتو په اړه یې د خبرونو ورکولو کوښښ کولو.

سي پي جی وايي په سعودي عرب کې د کال ٢٠١١ راهسې د په قید کې د خبریالانو شمېره مخ په زیاتېدو ده او دا وخت هلته ٢٦ خبریالان بندیوان دي او دا الزامات هم لگول کېږي چې په ځینو تشدد شوی دی.

د سي پي جی ترمخه، په سعودي عرب کې د خبریالانو د نیول کېدو او په هغوی د تشدد پېښې ښايی د ولي عهد محمد بن سلمان د واک اختیار لاندې د مطبوعاتو ازادي او په مطبوعاتو کې په حکومت تنقید نه زغمل کېږي. امریکا او ملگري ملتونه په کال ٢٠١٨ کې په ترکی کې د سعودي عرب په سفارتخانه کې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جمال خاشقجي د قتل الزام په محمد بن سلمان لگوي.

په سپټمبر کې د امریکې سي بي اېس ټېلې وژن سره مرکه کې محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې ذمه واري ومنله خو دا خبره یې رد کړه چې دغه وژنه د هغه په امر شوې ده.

په مصر کې قید ٢٦ اکثر عدالت ته د ډلو په شکل کې بوتلل کېږی او پرې د ترهگرۍ او د جعلي خبرونو خپرولو تورونه لگول شوي دي.

د سي پي جی په کلیز رپورټ کې د هغو خبریالانو شمېرې نشته چې بې درکه دي او داسې گڼل کېږي چې غیر ریاستي عناصرو نیولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG