لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ : جنوبي افريقا کوارټر فائنل ته رسېدلې ده


ورلډکپ : جنوبي افريقا کوارټر فائنل ته رسېدلې ده
ورلډکپ : جنوبي افريقا کوارټر فائنل ته رسېدلې ده

د کرکټ ورلډ کپ 2011 ،گروپ بي کې جنوبي افريقې د ائر لينډ ټېم ته ماتې ورکړې ده او د ټونامنټ دویم پړاؤ کوارټر فائنل ته رسېدلې ده. جنوبي افريقې د لمړي بيټنگ په کولو سره مقررو50ؤ اورونو کې د7ؤ وکټو په زيان 272 رنز جوړ کړو. په ځواب کې د ائر لينډ ټېم په 33.2ؤ اورونو کې په 141 رنز جوړولو اوټ شو.
د جنوبي افريقې له اړخه بيټسمين ډوميني ښه بېټېنگ وکړو. ډوميني د سلو رنزو په جوړولو کې خو ناکامه شو خو نوموړي د خپل ټيم لپاره ښۀ لوبه وکړه او په 99ؤ رنز اوټ شو.
د هغه نه علاوه کولن انگرام 46، مورنى وين 42 رنز جوړ کړل.
د ائر لينډ لخوا بوډي رينکن، ټرنټ جانسټن، جان مونى، جارج ډوکرل او پاول سټرلنگ يوه ، يوه وکټه ترلاسه کړه.
جنوبي افريقې پېنځو مېچونو کې څلورو گټلي اته پوائنټونه يې ترلاسه کړي.
د جنوبي افريقې ليگ اسپنر عمران طاهر او بيټسمين ډي ويليرز دواړه زخمي دي او دنهې په ورځ کيدونکې ميچ کې يې برخه نۀ ده اخستې

Recommended

XS
SM
MD
LG