لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ : پاکستان اسټريليا ته په څلورو وکټو ماتې ورکړه


ورلډ کپ : پاکستان اسټريليا ته په څلورو وکټو ماتې ورکړه
ورلډ کپ : پاکستان اسټريليا ته په څلورو وکټو ماتې ورکړه

د خالي په ورځ کولمبو کې د گروپ ای په پو مېچ کې د پاکستان ټیم د اسټریلیا ټیم ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده.
د اسټر یلیا ټیم ته ماتې ورکولو سره د پاکستان ټیم خپل گروپ کې هم په اول نمبر راغلې دی. د اسټریلیا کرکټ ټیم د کال 1999م ورلډ کپ وروسته په لومړي ځل ورلډکپ کې ماتې خوړلې ده.
کولمبو کې اسټريليا د ټاس گټلو وروسته د پاکستان پر ضد د لمړي بيټنگ کولو فيصله وکړه او ټول ټيم يې په 46.4ؤ اورونو کې په 176 رنز اوټ شو. پاکستان خپل هدف په 41ؤ اورونو کې د شپږ وکټو په زیان پوره کړو.
عمر اکمل د مېچ غوره لوبغاړې وگرځول شو. پاکستان له اړخه عمراکمل 44 جوړ کړو او ناټ اوټ پاتې شو. اسد شفېق 46 رنز او یونس خان 31 رنز جوړ کړو.
د اسټريليا تکړه اوپنر بيټسمين شين واټسن نن دښۀ اوپننگ مظاهره ونۀ کړى شوه او يواځې په 9 رنزو اوټ شو.
لمړى بيټسمين براډ هيډن په 42 رنز اوټ شو چې نوموړي د خپل ټيم له لوري تر ټولو زيات سکور جوړ کړل.
همدغه راز کپتان رکي پونټنگ هم دپاکستان داسپنر باؤلر محمد حفيظ په بال د کيپر کامران اکمل لخوا کيچ اوټ کړل شو، رکي پونټنگ 19 رنز جوړ کړل.
دهغه نه علاوه مائيکل کلارک په 34، سټيون سمتهـ په 25 رنز اوټ شو.
داسپنرانو دلوبو مهارت لرونکى تکړه اسټريلوي بيټسمين مائيکل هسي هم نن ښه لوبه ونۀ کړل شوه او نوموړى داسپنر عبدالرحمان په بال دمصباح الحق په لاسو کيچ اوټ شو.
دپاکستان له لوري تيزرفتاره باؤلر عمر گل نن يوځل بيا ښۀ باؤلنگ وکړو او درې وکړې يې واخستې.
همدغه راز عبدالرزاق دوه، کپتان شاهد افريدي، عبدالرحمان او محمد حفيظ هم په يو، يو وکټ ترلاسه کولو کې کامياب شول. د پاکستان له اړخه عمر اکمل ، اسد شفیق او یونس خان ښه بیټنگ وکړو.
دورلډ کپ نه پس دريټائرمنټ اعلان کوونکى پاکستانى فاسټ باؤلر شعيب اختر او په روان ورلډ کپ کې دښې کارکردگۍ نۀ ښودونکى بيټسمين احمد شهزاد ميچ لپاره ټيم کې نۀ دي شامل کړل شوي.
دگروپ
د گروپ اى دغو دواړو ټيمونو دوړاندې نه کوارټرفائنلز مرحلې لپاره کواليفائي کړې ده.
اسټريليا دشپږو ميچونو نه پس نهه پوائنټونه ترلاسه کړي او پاکستان سره لس پوائنټونه دي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG