لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ : پاکستان په 205ؤ رنزونو کېنېا ته ماتې ورکړه


د لسم کرکټ ورلډ کپ گروپ اى ټيم کې شامل پاکستان دشورو په ورځ خپل لمړي ميچ کې کينيا ته په 205 رنز ماتې ورکړې ده.
پاکستان دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله کړې وه.
په مقررو50ؤ اورونو کې د7ؤ وکټوپه زيان پاکستان کينيا ته دگټې لپاره د318ؤ هدف ورکړو دى په ځواب کې يې د کينيا ټول ټيم په 112 رنز اوټ شو.
دپاکستان لخوا تر ټولوزياتې وکټې کپتان شاهد اپريدي واخستې.
شاهد اپريدي په اتوؤ اوورونوکې 16 رنز ورکړل او 5 وکټې يې ترلاسه کړې، همدغه راز عمرګل دوه او محمد حفيظ يو وکټ ترلاسه کړه.
دکينيا 5 لوبغاړي په صفر اوټ شول، او تر ټولو زيات سکور 47کولنز اوبويا وکړل.
دشورو په ورځ چې کله پاکستاني اوپنرانو دکينيا په ضد خپل بيټنگ پيل کړو نو دښۀ بيټنگ څرگندونه يې ونۀ کړه او اوپنر احمد شهزاد په يو او محمد حفيظ په 9ؤ رنزو اوټ شول.
دهغوي وروستو يونس خان او کامران اکمل ښۀ پارټنر شپ وکړو او پاکستان بيټنگ يې مضبوط کړو.
دپاکستان لخوا څلورو لوبغاړو،50،50 سکور جوړ کړي دي.
کامران اکمل په 55 او يونس خان په 50 رنز اوټ شول ،مصباح الحق 64او عمر اکمل په 73ؤ رنزو اوټ شول.
دکينيا لخواتهوماس اوډويو درې او، اوټينو، شيم، جيمي کمانډي او سټيو يو يو وکټه ترلاسه کړه.
دکينيا په ضد تر دې مهاله شوي پينځه ميچونه پاکستان گټلي خو دواړه ټيمونه کله هم په برصغير يا نړيوال کپ کې يو بل ته نۀ دي مخ شوي.
دپاکستان په ضد دکينيا تر ټولو زيات سکور 179 دي، وروستي ځل دپاکستان په ضد ټول ټيم د94 په مجموعي سکور اوټ شوى ؤ.
دکينيا ټيم داوسني ورلډ کپ پخپل لمړي ميچ کې يواځې په 69 رنزو اوټ شوى ؤ او ددې په ځواب کې نيوزي لينډ دغه هدف په اتوؤ اورونو کې بغير دکوم زيان څخه ترلاسه کړى ؤ.

Recommended

XS
SM
MD
LG