لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي اېس اېل فاینل په لاهور کې، عمران خان يي مخالفت کوي


 د پي ایس ایل په یوه مقابله کې پیښور زلمي او اسلام آباد یونایټډ د یو بل سره مخامخ وو
د پي ایس ایل په یوه مقابله کې پیښور زلمي او اسلام آباد یونایټډ د یو بل سره مخامخ وو

د پنجاب حکومت د څو ورځو انتظار وروسته د پاکستان سُپرليګ دويم سيزن د فائنل مېچ په لاهور کې د کولو پرېکړه کړې ده خو د پاکستان پخواني کپتان او پي ټي آئي ډلې مشر عمران خان په لاهور کې فاینل کولو ته لیونتوب ويلي دي.

د پنجاب صوبې د قانون وزیر راناثناالله ويلي چې د لاهور په قذافي سټيډيم کې د پي اېس اېل د فاینل کولو پرېکړه د وزيراعلي شهباز شريف په مشرۍ کې تر سره شوې د لوړې کچې غونډه کې شوې ده.

د پي اېس اېل سيزن دويم فائنل به په ۵م مارچ کیږي.

د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د مسلم ليګ ن ډلې د مرکزي او پنجاب صوبايي حکومت سخت ناقد دی ويلي یې دي په داسې حالاتو کې لاهور کې کرکټ کول نه دي پکار.

عمران خان ويلي که چرته د لاهور ټول ښار د امنيت دپاره ګنډلی او د پوځ په څار کې پي اېس اېل کيږي نه چې نړيوال کرکټ، نو خلک به څه وايي چې لاهور کې امن راغلو؟

پاکستان کې د ترهګرۍ د تازه پیښو او په خصوصي توګه لاهور نزدې دوه اوونۍ وړاندې د يو ځانمرګي برید وروستو د پي اېس اېل فائنل لاهور کې کېدو باندې سوالونه راپورته شوي وو.

د پي اېس اېل چيئرمین نجم سيټهي ويلي د مارچ د درېمې نیټې پورې به معلومه شي چې بهرني لوبغاړي لاهور کې د پي اېس اېل فاینل ته راځي ياو که نه راځي.

هغه ويلي د بهرنو لوبغاړو نه راتلو په صورت کې به دهغوي په ځای نور لوبغاړي لوبولی شي.

په کال ۲۰۰۹ کې د سري لنکا په ټيم لاهور کې د برید وروستو پاکستان ته د کرکټ نړيوال ټيمونه راتګ بند شوی يواځې په کال ۲۰۱۵م کې د زمبابوی ټیم راغلی ؤ.

پاکستان کې د امنيت او نړيوالو لوبغاړو نه راتګ له کبله د پي اېس اېل لوبې د متحده عرب اماراتو په میدانونو کې شوي دي.

د پنجاب صوبايي حکومت ويلي د فاینل میچ دپاره به د امنيت کلک انتظامات کوي، او د فاینل میچ پورې لاهور کې په هر ډول غونډه يا ګڼه جوړولو باندې بندېز لګول شوی دی.

د پي اېس اېل دويم سیزن کې د پاکستان پينځه ټیمونه برخه اخلي او يو شمېر نړیوال لوبغاړي هم په دغو ټیمونو کې شامل دي.

ټورنامنټ د ناک اؤټ مرحلې ته رسېدلی، نن به د پېښور زلمي او کوئټه ګلېډي اېټرز ټيمونه يو بل ته مخامخ کيږي او ګټونکی ټیم به فائنل ته رسي.

د اسلام اباد يونائټډ او کراچۍ کنګز ترمنځ ناک اؤټ مېچ به سبا د شورو په ورځ کيږي. د لاهور قلندر ټيم د ټورنامنټ نه بهر شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG