د هند دموهالي په کرکټ سټيديم کې دعالمي کرکټ کپ په دوهم سيمي فائنل ميچ کې هند دټاس گټلو وروستو دپاکستان په ضد دلمړي بيټنگ فيصله وکړه او په ټاکلو 50ؤ اورونو کې يې 260 رنزونه جوړل کړل.
پاکستان ددې په ځواب کې په 49.5 ؤ اورونوکې 231رنز جوړ کړل.
دهند لخوا ظهير خان، ، اشيش نهرا ، مناف ، پټيل ، هربجن سنګهـ او يوراج سنګهـ دوه دوه وکټې ترلاسه کړې.
دپاکستان لخوا مصباح الحق دپينځوؤچوکو او يوې چکې په مدد سره تر ټولو زيات 56 رنز جوړ کړل
کامران اکمل، 19، محمدحفيظ 43، اسد شفيق 30، يونس خان، 13،عمر اکمل 29، عبدالرزاق،درې، کپتان شاهد افريدي 19، وهاب رياض اتۀ، عمر ګل، دوه رنز جوړ کړل او سعيد اجمل په يو رنزناټ اوټ پاتې شو.
دپاکستان لۀ لوري وهاب رياض په دغه مهم ميچ کې پينځۀ وکټې اخستي دي.
دسيمې فائنل ميچ دپيل کيدلو لۀ مخې دپاکستان اؤ هند ملي ترانې وويل شوې چې دغه ترانې دکرکټ په سټيديم کې موجودو د دواړو هيوادونو وزيراعظمانو،لوبغاړو اؤ دکرکټ کتونکو هم زمزمه کړې .
کله چې دهند لۀ لوري لمړى سچن ټنډولکر اؤ وريندار سهواک بيټنگ ته راووتل نو هغوئ گرمه لوبه وکړه اؤ دپاکستاني باولر عمر گل په بالونو يې ناتاره چوکې ووهلې چې لۀ دغه امله دپاکستان ټيم دسخت فشار دلاندې راغلى خو کله چې د وهاب رياض په بال دهند تکړه لوبغاړى وريندار سهواک ايل بي ډبليو اؤټ شو نو دپاکستان ټيم د فشار څخه ووتلو.
په دغه ميچ کې دهند د تکړه بيټسمين سيچن ټنډولکر څلور کيچونه خطاکړل شوي دي.
دسيچن ټنډولکر څخه دشاهد افريدي په بال کيچ اخستو کې مصباح الحق ناکامه شو، دوهم کيچ دسعيد اجمل په بال کيپر کامران اکمل وانۀ خستى شو.
په شلم اوور کې يو ځل بيا دشاهد افريدي په بال يونس خان دټنډولکر کيس خطا کړو.
په څلورم ځل دعبدالحفيظ په بال عمر اکمل دټنډولکر يو اسان کيچ ډراپ کړو.
دهند لخوا وريندر سهواگ د9ؤ چوکو په مدد سره په 25ؤ باؤلونو 38 رنز جوړ کړل او دوهاب رياض په بال اوټ شو.
دهند سيچن ټنډولکر د11ؤ چوکو په مدد سره 85 رنز جوړ کړل.
همدغه راز گوتم گهمبير په 27، ورتهـ کوهلي په 9، يوراج سنگهـ په صفر، کپتان ايم ايس دهوني په 25 رنز اوټ شو.
دپاکستان لخوا تر ټولو زياتې وکټې وهاب رياض واخستې چې شمير يې پينځه دى.
همدغه راز سعيد اجمل، دوه او محمد حفيظ هم يو وکټ ترلاسه کړه.
په پاکستاني باؤلرانو کې نن تر ټولو ناقصه باؤلنگ فاسټ باؤلر عمر گل وکړو چې هغه بغير دکوم وکټ اخستو صرف په 7ؤ اورونو کې 59 رنز ورکړي دي.
دټاس گټلو وروستو هندي کپتان دهوني وئيلي وؤ پچ ښه ښکاري او دهغه ټيم به دزيات څخه زيات سکور جوړولو سره په مخالف ټيم دباؤ اچوي.
پاکستاني کپتان شاهد افريدي وويل ټاس کوم خاص اهميت نۀ لري ، زما په فکر پيچ دبيټنگ لپاره ښۀ دى خو زمونږ داسپنرانو په ضد لوبه کول اسان کارنۀ دى، ټول لوبغاړي بااعتماده دي ، دډريسنگ روم ماحول ښۀ دى ، دکپتان په توگه زما لپاره دا يو ډير اهم ميچ دى.
دپاکستان لخوا دويسټ انډيز په ضد گټونکي قومي ټيم کې کوم بدلون نۀ ؤ شوى او شعيب اختر هم په دې ميچ کې ونۀ لوبول شو.
دټورنامنټ گډ ميلمه سري لنکا نيوزي لينډ ته په ماتې ورکولو سره دروان ورلډ کپ فائنل ميچ ته رسيدلى دى.
دميچ کيدو څخه وړاندې دپاکستان او هند وزيراعظمان گراؤنډ ته کوز شول او ددواړو ټيمونو لوبغاړو سره يې جوړتازه وکړل.