کولمبو کې د لسم ورلډ کپ په لمړي سيمي فائنل ميچ کې د نهې په ورځ د سری لنکا ټیم د نيوزي لينډ ټیم ته په پېنځو وکټو ماتې ورکولو سره فائنل ته رسېدلې دې.
د نیوزی لېنډ ټیم د سري لنکا پر ضد د ټاس گټلووروسته د لمړي بيټنگ فيصله وکړه او ټول ټيم يې په 48.5 اورونو کې په 217 رنز اوټ شو. په ځواب کې د سري لنکا ټیم خپل هدف 48 اورونو کې په پېنځو وکټو په زیان سر ته ورسولو.
د نیوزی لېنډ لمړى بيټسمين بريډن ميکلم هيراتهـ په ديارلسو رنزو بولډ کړواو جيسي رائيډر په 19ؤ رنزو دمرلي دهرن په بال کيچ اوټ شو.
د84ؤ په مجموعي سکور ملينگا گپټل بولډ کړو، گپټل 39 رنز جوړ کړل.
راس ټيلر اوټ کيدونکى څلورم لوبغاړى ؤ چې 36 رنز يې جوړ کړل.
وليم سن په 22ؤ او او نيتهن ميکلم په 9ؤ رنزو دملينگا په باؤلونو اوټ شول.
اسټرائرس تر ټولو زيات 57 رنز جوړ کړل چې هغه مرلي دهرن اوټ کړو.
ساؤتهي او ميکى په صفر رنز اوټ شول او کپتان ډينيل وټوري په درې رنز ناټ اوټ پاتې شو.
ملينگا او مينډس درې، درې، مرلي دهرن دوه او هيراتهـ او دلشان يوه ، يوه وکټ ترلاسه کړه.
دسري لنکا اسټار اسنپر مرلي دهرن هم په دې ميچ شامل ؤ چې دزخمي کيدو په وجه په دې سيمي فائنل کې دهغه په گډون شکونه څرگنديدل. د لسم نړيوال کپ 2011ء په دوهم سيمي فائنل کې به سبا د شورو په ورځ په 30مه نيټه په لومړي ځل دپاکستان او هند دکرکټ ټيمونه يو بل ته مخامخ کيږي.
دورلډ کپ 2011ء دسيمي فائنل دغه ميچ به دهند په موهالي کرکټ سټيډيم کې کيږي چې ددغه ميچ کتلو لپاره به دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني هم ديوهيئت سره هند ته ځي
تړلي
1