لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډکپ : پاکستان سري لنکا ته ماتې ورکړه


د نړيوال کرکټ کپ 2011ء لړۍ کې گروپ اى په یو مېچ کې پاکستان سري لنکا ته په 11ؤ رنزنو ماتې ورکړې ده. مصباح الحق د مېچ غوره لوبغاړې گرځول شوې دی. د خالي په ورځ د سري لنکا کولمبو ښار کې شوی مېچ کې پاکستان سري لنکا ته د گټې لپاره د278 رنزو هدف ورکړى وؤ.
پاکستان د ټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله کړې وه.
لمړى بيټسمين احمد شهزاد په 13، محمد حفيظ په 32 او کامران اکمل په 39 رنز اوټ شوي دي.
همدغه راز يونس خان په کوم ورلډ کې په لمړي ځل 72 رنز جوړ کړل او مصباح الحق په 83 رنز ناټ اوټ پاتې شوى دى.
عمر اکمل 10او کپتان شاهد اپريدى په 16 رنز اوټ شوى دى.
د پاکستان لخوا کپتان شاهد افریدي څلور لوبغاړي اوټ کړو. شعېب اختر دوه وکټونه ترلاسه کړو. عمر گل ، محمد حفیظ او عبدالرحمن یو یو لولغاړې اوټ کړو.
د نني مېچ په گډون د نړيوال ټورنامنټ کې ددواړو ټيمونو ترمينځ اووه ميچونه شوي دي چې پکې سري لنکا يوهم نۀ دى گټلى. په وروستي ځل دواړه ټيمونه په کال 1992ء کې يوبل ته مخامخ شوي وؤ. د کرکټ اوسني ورلډکپ کې له دې وړاندې پاکستان خپل لمړى ميچ د کينيا او سري لنکا د کينيډا څخه گټلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG