لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ وړلډ کپ: انګلېنډ اسټریلیا د ورلډ کپ نه بهر کړه او فاېنل ته ورسید


د کرکټ ورلډ کپ په دوېم سیمي فاېنل کې نن کوربه انګلېنډ د ټورنامنټ غوره لوبډلې اسټریلیا ته په ۸ وکټو ماتې ورکړه او ۵ ځلې نړیوال جام ګټونکی (ورلډ چمپېن) اسټریلیا يې د ورلډ کپ نه بهر کړه.

دغه شان د نړیوال جام په سیمي فاېنل لوبو کې د لومړي او دویم مقام لوبډلو (هندوستان او اسټریلیا) د څلورم او درېم مقام لوبډلو( نیوزيلېنډ او انګلېنډ) نه په ماتې خوړلو د فاېنل لوبې نه بهر شول او د اتوار یا یکشنبې په ورځ به په اخیرۍ یا فاېنل لوبه کې دغه دواړه یو بل ته مخامخ کیږي.

د انګلېنډ لوبډله په اخیري ځل په کال ۱۹۹۲م کې فاېنل ته رسیدلی وه خو اخیرۍ لوبه يې باېللې وه. دغه شان کوربه انګلېنډ ۲۷ کاله ورسته دنړیوال کپ فاېنل ته ورسیدله.

د نن لوبې ټاس اسټریلیا وګټو او لومړی یې د بېټنګ فیصله وکړه خو دغه فیصله يې وروسته د هغې بده وګرځیدله کله چې د اسټریلیا لومړي درې لوبغاړي ډیر زر اوټ شول. د اسټریلیا کېپتان او اوپنر اېرون فنچ په ۰، ډیوډ وارنر په ۹ او هېنډزکمب په ۴ منډو جوړولو هغه وخت اوټ شول کله چې د اسټریلیا منډې ۱۴ وې او د ۶ اورونو لوبه شوې وه.

د لومړي دریو لوبغاړو دومره زر سوځیدو وروسته سټیون سمته او اېلکس کېري ترمنځه د سلو رنزونو پارټنرشپ د اسټریلیا لوبډله بیرته په لوبه کې شامله کړه. خو په ۲۷ اوور کې د انګلېنډ سپنر عادل رشید لومړی الېکس کېري او هم په دغه اوور کې مارکس سټایونس وسوځول او د اسټریلیا لوبډله بیا د ستونزو سره مخ شوه.

د مېکسوېل تیزې لوبې هم د انګلېنډ بالران وه نه ویرول او پرله پسې يې د اسټریلیا وکټې سوځیدلې. ګلېن مېکسوېل ۲۲ او بیا مچل سټارک ۲۹ منډې جوړې کړې. خو په ۴۷ اوور کې په ۸۵ منډو د سټیون سمته د رن اوټ کیدو وروسته ټوله لوبډله په ۴۹ اورونو کې په ۲۲۳ منډو وسوځیده او انګلېنډ ته يې د ګټې لپاره ۲۲۴ منډو هدف ورکړو.

د انګلېنډ لخوا کرېس ووکس او عادل رشید ۳،۳ جافرا ارچر ۲، او مارک ووډ ۱ وکټ واخستو.

د دغې په ځواب کې د انګلېنډ لوبغاړو په شورو کې محتاطه لوبه پېل کړه او په لومړي ۱۰ اورونو کې يې ۵۰ منډې جوړې کړې. خو چې کله بال لږ زوړ شو نو دواړه اوپنرانو ښه تنده لوبه پېل کړه او پارټنرشپ يې په ۱۷ اورونو کې ۱۲۴ منډو پارټنرشپ جوړ کړو. د انګلېنډ اوپنر جوني بېرسټو په ۳۴ منډو جوړولو اېل بي ډبلیو شو او بیا په ۱۹ اوور کې جېسن راېی په ۸۵ منډو د اېمپاېر لخوا په غلطې فیصلېاوټ ورکړل شو.

جېسن رايی په دغه فیصله سخت احتجاج وکړو خو اېمپاېرانو پرځاې د دغه فیصلې د بیا کتلو یا ریویو کولو جېسن رايی آوټ وګرځو. د انګلېنډ د اوپنرانو د اوټ کیدلو وروسته جوو روټ او اېین مورګن په کریز ودریدل او د اسټریلیا لخوا ټاکل شوی هدف يې په ۳۲م اوور کې پوره کړو. جو روټ ۴۹ او اېین مورګن ۴۵ رنز جوړ کړل او په دغه لوبې ګټلو يې اسټریلیا د ورلډ کپ نه بهر کړه او ۲۷ کاله پس د انګلېنډ لوبډله د ورلډ کپ فاېنل ته ورسیده.

د اسټریلیا بالرانو خپل پوره کوښښ وکړو چې د دغه هدف دفاع وکړي خو نن ورځ د انګلېنډ د لوبډلې وه. د اسټریلیا لخوا پېټ کمنز او مچل سټارک ۱،۱ وکټ واخستو.

د انګلېنډ کرېس ووکس په ۸ اورونوکې په ۲۰ منډو ورکولو او ۳ وکټو اخستو د لوبې غوره لوبغاړی یا مېن اف دي مېچ وټاکل شو.

د ورلډ کپ فاېنل به د اتوار یا یکشنبې په ورځ (جولايي ۱۴مه) په لارډز کرکټ ګراونډ کې د انګلېنډ او نیوزيلېنډ ترمنځه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG