د کرکټ د نړیوال کپ په ۴۴مه سیالۍ کې انګلېنډ پاکستان ته په ۹۳ رنزونو د ماتې ورکړې ده اؤ داسې سیمي فاینل یا نیمه پائ لوبې ته د پاکستان د رسېدلو هېله تالا ترغۍ شوې ده.
د نړیوال کپ په دې مهمه سیالۍ کې انګلېنډ پاکستان ته د ګټلو لپاره د۳۳۸ منډو هدف ورکړی و اؤ پاکستان باید سیمي فاینل ته د رسیدلو لپاره دغه هدف په ۶.۴ اوورونو کې ترلاسه کړي ؤ خو داسې یې ونه کړی شول اؤ ورلډ کپ د پاتې سیالیو نه بهر شو.
دخالي یا شنبې په ورځ د هند د کلکتې په ایډن ګارډن اسټیډیم کې د ترسره شوې دې سیالۍ پچه انګلېنډ ګټلې وه اؤ وړومبی یې بېټنګ کړی ؤ. د انګلېنډ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په تاوان ۳۳۷ منډې جوړې کړې.
د انګلېنډ لومړۍ وېکټه په ۸۲ منډو هغه وخت پریوته چې دپاکستان افتخار احمد په ۳۱ منډو دانګلېنډ توپ وهونکی ډیویډ مولان وسوځولو، ورپسې حارث رووف په ۵۹ منډو جوني بیرسټو وسوځولو. بین سټوکس ۸۴ منډې جوړې کړې، هغه د شاهین افریدي لخوا بولډ شو. جوروټ د ۶۰ منډو په جوړولو اوټ شو. هیري بروک ۳۰ منډې او جوس بټلر ۲۷ منډې وکړې، معین علي ۸ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري حارث رؤف ۳، محمد وسیم ۳، شاهین اپریدي ۲ او افتخار احمد یوه وېکټه واخیسته. د انګلېنډ د ۳۳۸ منډو په تعقیب کې د پاکستان لوبډله په ۴۳.۳ اوورونو کې په ۲۴۴ منډو وسوځېدله.
د پاکستان له لوري سلمان علي اغا ۵۱، بابر اعظم ۳۸ او محمد رضوان ۳۶ منډې وکړې. حارث رؤف ۳۵، سعود شکیل ۲۹، شاهین شاه اپریدي ۲۵، شاداب خان ۴، افتخار احمد ۳ او فخر زمان یوه منډه جوړه او عبدالله شفیق په صفر وسوځېدو. دا د نړیوال جام په لومړي پړاو کې د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه وه.
سبا به په روان نړیوال جام کې د هندوستان او نېدرلېنډ لوبډلې اخیرۍ لوبه کوي.
د دې ورلډ کپ لومړی سیمي فاېنل به د کوربه هندوستان او نیوزي لېنډ تر منځه د نومبر په ۱۵مه نېټه او دویم سیمي فاېنل به د اسټریلیا او سویلي افریقا تر منځه د نومبر په ۱۶مه نېټه کیږي.
فانېل لوبه به د نومبر په ۱۹مه نېټه د هندوستان په احمد ابار ښار کې کیږي.
Forum