د جمعې په ورځ دورلډ کپ ترسره شوؤ دوؤ ميچونو کې نيوزي لينډ زمبابوى او ويسټ انډيز بنگله ديش ته ماتې ورکړې ده.
دهند په احمداباد ښار کې دگروپ اى ميچ کې زمبابوى دټاس گټلو وروستو لمړى بيټنگ وکړو او په 46.2 اورونو کې يې دلسو وکټو په تاوان صرف 162 رنز جوړ کړل.
ټيلر 44 رنز جوړ کړل او تر ټولو ښۀ بيټسمين پاتې شو.
دنيوزي لينډ لخوا ساؤتهي درې، ملز او ويټوري دوه ، دوه وکټې ترلاسه کړې.
نيوزي لينډ دغه هدف پرته دکوم تاوان څخه په 33.3 اورونو کې ترلاسه کړو او دغه شان ميچ په لسو وکټو وگټلو.
گپټل 86 او ميکلم 76 رنز جوړ کړل.
هم دجمعې په ورځ دگروپ بي يو ميچ کې ويسټ انډيز بنگله ديش ته په نهو وکټو ماتې ورکړې ده.
په ډهاکه کې ترسره شوي دغه ميچ کې دبنگله ديش ټول ټيم په 18.5 اورونو کې په 58 رنز اوټ شو چې په روان ورلډ کې دکوم ټيم لخوا جوړ شوي تر ټولو کم سکور دي.
دويسټ انډيز لخوا بين څلور، سامي او روش ،درې ، درې وکټې ترلاسه کړې.
ويسټ انډيز دغه هدف په 12.2 اورونو کې ديو وکټ په زيان ترلاسه کړو.
ويسټ انډيز بنگله ديش او نيوزي لينډ زمبابوى ته ماتې ورکړه
تړلي
1